د جنرالۍ رتبه د مسلکي وړتیا او که پیسو په مقابل کې؟

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: په کابل کې د اروپايي اتحاد سفیر ښاغلی فرانز مایکل میلبن وايي چې په افغانستان کې د جنرالۍ رتبه د مسلکي وړتیا له مخې نه ؛ بلکې د یوې معاملې له مخې د پیسو په مقابل کې پلورل کیږي.

د نوموړي په خبره که هرڅوک وکړای شي ډیرې پیسې ولري په هماغه اندازه لوړه دولتي رتبه ترلاسه کولای شي.

ښاغلي فرانز مایکل میلبن وايي افغان امنیتي ځواکونه یواځې د مدیریتي کمزورتیا له ستونزې سره مخ نه دې؛ بلکې د دې ترڅنګ د هغوی ډیرلوړپوړي دولتي افسران دعامه شتمنیو په چورتالان لګیا او پیسي غلا کوي.

په تیره یوه میاشت کې دا دوهم لوړپوړی بهرنی دیپلومات دی چې په افغان حکومت کې د دولتي پوستونو او دولتي رتبو د پیر پلور په اړه څرګندونې کوي.

د اګست د میاشتې په ۱۰ نیټه په کابل کې د ملګروملتونو استازي مایکل هارتمن هم ورته څرګندونې لرلې او ويلي و چې د ملي یووالي په حکومت کې د شته فساد له کبله دولتي پوستونه د بازاري اجناسو په څیر یو پر بل پلورل کیږي.

د ملګرو ملتونو سازمان او اروپايي اتحاد د ګډ حکومت تر ټولو ستر مالي او اقتصادي ملاتړي دي چې په بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې کوي.

د یادو سازمانونو چارواکي د ملي یووالي پر حکومت نیوکې لري چې دا حکومت اصلا په دولتي سیستم کې د اداري فساد د له منځه وړلو اراده نه لري ، د هغوی په خبره که ریښتیا له حکومت سره د اداري فساد د له منځه وړلو او لوړ پوړو چاراکو سره د محاسبې او يا د هغوي د محاکمې اراده وي مونږ تیار یو چې د هغو دولتي چارواکو په افشاء کولو او افغانستان ته د هغوي د غلا کړیو پیسو په بیرته راوړلو کې مرسته وکړو کومو چې له خپل دولتي نفوذ نه په استفادې سره عامه شتمنۍ غلا کړې او د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې یې ځای پرځای کړي دي.

که څه هم د ملي یووالي حکومت مشر ښاغلی اشرف غني خپل ځان اداري اصلاحاتو او د اداري فساد له منځه وړلو ته ډیر ژمن بولي خو د نوموړي د حکومت په دوه کلنې دورې کې د ادارې فساد ، دولتي پوستونو او جنرالي رتبو د پیر اوپلور ګراف تر بل هروخت ډیر لوړ شوی او د اروپايي اتحاد د سفیر وايي چې اوس هم دا سلسله پرمخ روانه ده زه په دې لټه کې یم چې په افغانستان کې په پیسو اخستل شویو جنرالانو شمیر معلوم کړم .

د اروپايي اتحاد د سفیر په قول په افغانستان کې د جنرالانو شمیر د برتانیې، فرانسې ، جرمني او ایټالیا تر جنرالانو ډیر زیات دی، ځکه دلته د جنرالۍ معیار مسلکيتوب نه ؛ بلکې پیسې دي چې هرچا ډیرې ورکړې هغه د جنرالي لوړې رتبې تر لاسه کولای شي.



یوه تبصره

  1. زه دې اروپایانو ته حیران یم چې له یوې خوا د فاسد رژیم له تعفن څخه شکایت کوي او له بلې خوا یې تر شا ولاړ دي، که څوک زما دا خبره ورته رسولای شي نو ورته وایم چې دا ستاسې خپل غول دي چې زمونږ په خاوره کې مو شیندلي او مونږ مو په نفس ترې راوستي یو!، له دې خاورې ورک شی تر څو مو دا مرداري ورکه شي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.