حامد کرزی، پخوانی ولسمشر

کرزی: ملا عمر هم د افغانستان پاچا و، باید په عزت سره خښ شي – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د لندن په یوه غونډه کې د ګډونوالو سره د بحث پر مهال ویلي چې ملا عمر هم د افغانستان پاچا و او باید په عزت سره خښ شي.

هغه ویډیو چې تازه په فیسبوک خپره شوې، یو څو کسان له حامد کرزي غواړي چې د حبیب الله کلکاني په فاتحه کې ګډون وکړي.

کرزی د هغوی په غبرګون کې وايي چې که څوک په عزت سره د حبيب الله کلکاني خاورو ته د سپارلو غوښتنه کوي، ملا عمر هم حق لري چې په عزت سره خاورو ته وسپارل شي.

د ملا محمد عمر مجاهد انځور

د ملا محمد عمر مجاهد انځور

د طالبانو د تحریک مشر ملا محمد عمر مجاهد په ۲۰۱۳ز کال کې د افغانستان په جنوب کې ومړ او په نامعلوم ځای کې خاورو ته وسپارل شو.

د هغه قبر د طالبانو لوړ پوړو مشرانو او د هغه کورنۍ پرته هېچا ته معلوم نه دی.

ملا عمر پنځه کاله د افغانستان پاچا او وروسته د امریکايي یرغل پر وړاندې د مقاومت رهبر و.



5 تبصرې

  1. محمد نعیم سادات

    اوس کرزی غواړی چی نوموړی موضوع ته د پښتو او فارسی رنګ ورکړی . دی مداریانو همیشه پښتانه د خپلو ګټو لپاره استعمال کړی او اوس هم غواړی چی پښتانه استعمال کړی . نوموړی غواړی چی ملا محمد عمر مرحوم او حبیب الله کلکانی په تقابل کی سره ودروی او دوی یو او د بل په مقابل کی استعمال کړی . یاده دی وی چی نوموړی حامد کرزی د شمالی ټلوالی په مټ قدرت ته راغی او تر اوسه د نوموړو اصلی متحد پاتی شوی او د حبیب الله کلکانی د خښولو مراسم د فارسی او پښتو د مسلی سره هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول تړاوو نلری

  2. محمد نعیم سادات

    دوهم د متن د لیکونکی لپاره یادونه چی ملا محمد عمر مجاهد د افغانستان د اسلامی امارت امیرالمومنین وو نه د افغانستان پاچا

  3. اخ کرزی داسیاسي فاحشه او د cia اجنټ خوشې خپله لوچکي کوي !
    دی خو هغه سړی دی چې دطالبانو دفتر یې پرې بند که او دطالبانو له سپین بیرغ او له نوم سره یې لوی حساسیت ښکاره که او اوس غواړي چې د اميرالمومنین (رح) جسد دفاسدینو په منځ کې شخ کړي ! دا خوشې خبرې تېرول دي ، کرزی راپوزي د بوش د جمهريت غوښنکې پارټۍ دالرې سپی دی چې له طالبانو سره عقیدوي اختلافونه لري !!

  4. دده بغیرته هغه د ښځی په ډول ژړا ، کوم چې د مسعود پر قبر یی کوله ، هیره سوله ، هو هغه وخت دی شمالی ټلوالی ته ډیر محتاج ؤ ، د کلکانی پر قبر به بیا وژاړی ضرور به وژاړی — قاتلهم الله قتالا کبیرا

  5. الحاج استاذ بیانزی

    کرزی هغه څو مخی، سکولر عملی ملحد مداری دی په یوه غشی څو هدفه په یو وار نښه کوی .
    \کرزی که له یوی خوا د پشتو او فارسی کرکو ته لمن وهی ، په څنګ کی تر امیر حبیب الله کلکانی ملا عمر ته توهین کوی او په مجموع کی اسلامی خوخښتونو ته کنځل کوی .
    ټول په دی قانع دی جه امیرحبیب الله د تاج و تحت د لاسته راوړلو د پاره خپل پالر امیر حبیب الله خان شهید کړو ، روسانو لاس کی نیولی او د روسانو کمونستی غړیبتوب یی تر لاسه کړی وو د اسلام ضد کړنی یی ترسره کړی او ترسره کولی لکه د میرمنو څخه د جادریو لیری کول او پیغلی اروپا ته لیږل او داسی نور وو . دا چه په ضد یی ملایانو جهاد وکړو ، امیر حبیب الله خان حتما ملا وو چه د دوی مشری یی کوله امان خان یی پسی وخست . عجیب تصادف رامنځته شو . د دی په خای چه روسان د حبیب الله کلکانی سره مخالف وی او لیری کړی یی وی ، انګریزانو د نادرخان او د هغه د ورونو په مټ لیری کړو او د هغه په شمول ډیر ملګری یی ورله په چل کی ونیول او په شهادت ورسول له هغه وروسته د دی په ځای چه یو د ینی عالم یی یاد کړی د بی سواده سقاد د زوی په نوم یی شهرت ورکړو .
    لمړی سقاوی کومه بده خبره نه ده کس وو اوبه خرځونکی نه یواځی بده کلیمه بلکه سپیڅلی او ثواب به هم لری مګر دا چه د هغه نادر حکومت وو چه هم یی دا امیر حبیب الله او هم یی د امان الله پلار امیر حبیب الله په شهادت ورسولو هغه ظالم غدار ورته د سقاو د زوی نوم یاد کړو او د روسانو ایزمیانو ( پشتانه کمونستان او نشنلستان ورته د سقاو زوی او بی سواده غل وایی دا د روسانو او انګریزانو په دستور دا کار کیږی ځکه نادر خان هم د روسانو او هم انګریزانو لمړی جاسوس او بیا غلام وو .
    مګر دا چه کرزی غلام چ( هم د روسانو او هم د انګریزانو غلام دی ) بیا په یوه نښه هم امیر حبیب الله او هم ملا عمر په نښه کوی ، له امیر حبیب الله خان یی پرون بد او کوتاه طریق شخص جوړ کړی او له ملا عمره یی نن دهشتګر جوړ کړی غواړی چه یو په یوه او بل په بله تله کی سره مقایسه کړی . یعهی هدف یی د ملا عمر تایید نه دی مظلب یی دا وو چه که تاسی تاسی خبل غل او د سقاو زوی اعزازی کوی مونږ به د خپل پښتون اعزازی وکړو ، د دوی په زړه کی خو دواړه بد کسان دی یوه ته غل او بل ته دهشتګر وایی ځکه یی مقایسه کوی . دا د کرزی د توهی له مخی وړاندیز دی نه دا چه د ملا عمر سره یی مینه لرله
    دا تبصره می داس وخت ولیکله چه د سترګو عملیات می کړی بخشنه غواړم که املایی یا ادبی غلطی ګانی پکی شتون ولری مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.