درد «لنډه کيسه»

عاکف مهاجر

اختر ته یې دوه جوړه جامې وکړلې کورته تقریبا دوه میاشتې نه وو تللی وړوکی ځوی به یې تل یادولو تیره ورځ یې مورجانې سره خبرې کړې وی ډیر خوشحاله وو هغې ته یې هم ویلي وو چې اختر ته کورته درځم هغې به یې هم ضرور لارې څارلې وي دځوی دورتګ شپې یې شمارلې وي ناوې به یې هم لارې ته دوه سترګې څلور کړې وي ممکن ماشوم ځوی به یې هم په همدې کرارولو غلی شه اغا به دې راشي تاته به جامې راوړي هغه او دغه شیان به یې ورته کتار کړلو چې پلار به دې اخترته درته راوړي نن یې نو ټوله ورځ ددروازې له خلاصیدو سره سترګې ددروازې په لور اوښتلې هره ګړی به یې امید وو چې وس به په دروازه راننوځي خو ماښام شو اکرم ښکاره نشو مور یې دانګور په خاطر غږ نه کولو خو شیبه په شیبه یې سودا او فکر زیاتیدلو اخر یې انګور ته ورغږ کړلو واجلکی اکرم زنګ نه وو وهلی هغې زر ورغبرګه کړه ادې مازدیګر یې زنګ وکړلو ویل یې داده دکلي موټر کې دروختلم او لس پنځلس منټه وروسته درځم خو داده دوه ساعته تیر شول داکرم درک نه معلومیږي خدای دې خیر کړي مور یې بهر دروازې ته لاړه دګاونډي ځوی له ماښام لمونځ کورته راغللو هغه نه یې تپوس وکړو اکرم مازدیګر ویل دکلي موټر کې درسپور شوم خو تراوسه یې حال نده معلوم چې څه شو چاڅه نه ویل دجومات ترمخ څه پیښه خوبه نه وي خو هغه لږ چوپ شو وروسته یې ویل نه خاله رابه شي فکر مه کوه هیڅ کیسه هم نشته خدای ج به خیر کړي خو داکرم مور وارخطا وه ماخوستن ناوخته شو داکرم حال نه وو معلوم پلار یې حمید ته زنګ وکړو حمیده ته چې مازدیګر راغلې اکرم دې ونه لیدلو هغه ورته ویل نه کاکا زه خو چې راتلم نه وو راغلی ښه ته موټر راوله چې لاړشو ویې ګورو حمید خبره ورغبرګه کړه کاکا نو په داشپه کې به چیرته لاړشو خو هغه ورته ویل خیر ته راشه لږ به وګرځو دوی په همدې خبرو کې وو چې ګوري دکلي یو ځوان هلک داکرم دوی دکور په لور راروان وو داکرم دپلار سترګې چې پرې ولګیدلې نور هم وارخطاشو.

هلکه څه کیسه ده زر وایه اکرم چیرته وو.

خو زلمکي هلک ویل کاکا خیر ملک صیب به راسره بوځو هغه دکلي دلارې پوسته کې یې له موټر ښکته کړی ده شک یې پرې کړی نوره څه کیسه نشته.

داکرم پلار او حمید او څوان هلک دملک دکور په لور روان شول ملک یې له ځان سره کړلو او دپولیسو پوستې ته ورغلل .

السلام علیکم قومندان صیب.

وعلیکم السلام ملک صیب څنګه راغلې.

هغه زمونږ دکلي داکرم په نوم مو یو هلک له موټر کته کړی وو هغه له مزدوري نه کورته راتللو دادوه میاشتې نه وو راغلی

قومندان: کوم هغه طالب یادوې.

ملک: نه هغه طالب نده خوارکی مزدور سړی ده

قومندان: نو چې طالب نده نو داګیره یې څنګه پریښې دا طالب ده ملک صیب او ته تل دطالبانو سپارش کوې

ماته دطالبانو سپارش کې مه راځه.

ملک:نه خیر قومندان صیب چیرته ده یوځل به اکرم وو وینو.

قومندان: درځه هغه کوټه کې ده هغه خپله اقرار کوي چې زه طالب یم.

داقرار له اوریدو سره داکرم پلار او ملک وارخطاشول خو خیر روان شول دکوټې په لور چې ګوري داکرم جامې په وینو لړلي او اکرم په زور طالب شوی ده تر شل زرو افغانیو ورکولو وروسته اکرم خوشې کړل شو او اکرم دوه میاشتو کې همدا شل زره ګټلې وې چې قومندان صیب جیب ته کړلې اکرم په وینو سور خالي لاس کورته رهي شو.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.