دولتي ځواکونو د جاني‌خیل ولسوالۍ د بیا نېولو ادعا وکړله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا امنیتي ځواکونه ادعا کوي چې د جاني خیل ولسوالۍ یې بېرته د طالبانو څخه نېولې ده.

د ۲۰۳ سپین غر زون د پولیسو قومندان پاسوال اسدالله شیرزاد ویلي چې امنیتي ځواکونه تېره شپه د جانیخیل ولسوالۍ ودانۍ ته رسیدلي دي.

هغه زیاته کړې چې ولسوالۍ یې د څو ورځې عملیاتو وروسته نېولې چې په ترڅ کې یې ۱۲ وسله‌وال وژلي او ډیری درنه او سپکه وسله هم نېولې ده.

د شیرزاد له قوله اوسمهال د دولتي ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د ولسوالۍ څنګ ته د ماینونو په خنثی کولو بوخت دي.

بل لوري ته طالبان وايي چې جاني خیل ولسوالۍ کې جګړه روانه ده خو ولسوالۍ لا هم د دوی په لاس کې ده.

جاني خیل ولسوالۍ د یو شمېر رینجر موټر او زغرول ټانګونو سره شاوخوا دوه اونۍ وړاندې طالبانو ونېوله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.