پر صافی شرکت لګیدلی بندیز لرې شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې صافي شرکت ژمنه کړې چې ټول پورونه به ادا کوي او له همدې کبله پر یاد شرکت د بندیز حکم لغوه شوی.

د هوايي چلند ملکي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د صافي شرکت د فعالیتونو د بندولو حکم یې لغوه کړی او اوس دغه شرکت کولای شي چې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

ویل کیږي چې صافي هوايي شرکت د ماليې وزارت سره نوې موافقې ته رسېدلی چې په کې یاد شرکت تعهد کړی چې ټول پرې پاتې مالیې به میاشت په میاشت په قسطونه باندې ورکړي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ملکي هوايي چلند مستقلې ادارې د دغې موافقې ته په کتلو سره په یاد شرکت بندیز چې ټاکل شوې وه نن سه شنبه به پيل شي، لرې کوي او له صافي شرکت غواړي چې په خپلو نویو تعهداتو عمل وکړي.

تر دې وړاندې د صافي شرکت رییس غلام حضرت صافي ویلي وو چې په صافي شرکت لګیدلی بندیز ستونزه یې حل کړې ده.

تېره ورځ د ملکي هوايي چلند ادارې خبر ورکړ چې د «صافي ایرویز» هوايي شرکت فعالیتونو باندې يې بندیز لګولی ځکه یاد شرکت یو میلیارد افغانۍ پور وړی دی او د خپلو تعهداتو په عملي کولو کې پاتې راغلی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.