پاملرنې موسسه: شهرنو کې زمونږ په دفتر برید نه دی شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د پاملرنې (CARE) موسسه وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې د تېرې شپې برید د دوی په دفتر نه وو، بلکې د دوی دفتر ته څېرمه یوه بله ودانۍ د برید هدف وو.

د نوموړې موسسې په اعلامیه کې د یادې ودانۍ په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو زیاته کړې يې ده چې «ګومان کیږي دغه ودانۍ به یوه حکومتي ودانۍ وي».

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ادعا کړې وه چې برید د پاملرنې موسسې په ودانۍ شوی.

خو طالبانو په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د برید هدف په یاده سیمه کې د «اشغالګرو پټ استخباراتي مرکز» وو.

د پاملرنې موسسې وايي چې برید د سه شنبې تر سهاره پورې دوام درلود او د دوی کارکوونکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی. خو په وینا یې، د موسسې ودانۍ د برید له کبله زیانمنه شوې ده.

نوموړې موسسه د خپلو مامورینو د خوندیتوب ډاډ ورکوي او زیاتوي چې په خوندي ډول د برید له ساحې څخه راوتلي دي.

د یادې موسسې خبرپاڼه کاږي چې د پېښې د څیړلو لپاره هلې ځلې کوي او ډیر ژر به تفصیلي معلومات او جزئیات خپاره کړي.

پاملرنه (CARE Humanitarian aid company) یوه خیریه موسسه ده چې د ۱۹۶۱ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. دغې موسسې د یاد برید په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د کورنیو چارو وزارت د پاملرنې موسسې د دغه وضاحت په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.