د ملي اردو قومندانان کوچنی هلک ګډوي – ويډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د بچه بازۍ یوه تازه ويډیو چې په فیسبوک خپره شوې په کې یو هلک د ملي اردو قومندانانو مخې ته ګډیږي.

په ویډيو کې کوچنی هلک چې له شکل و صورت هم صغیر ښکاري، ښځېنه جامې په تن کړي وي، شاوخوا ترې په شخصي او نظامي جامو کې د ملي اردو قومندانان او عام عسکر ناست وي، ګډیږي.

په ویډیو کې ماشوم ټول هغه حرکتونه کوي څو ننداره‌چي قومندانان او عسکر خوشحاله وساتي.
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بچه‌بازي کوم نوې خبر نه دی. تر دې وړاندې هم لسګونه ځل داسې راپورونه ورکړل شوي چې دولتي ځواکونه په خپلو پوستو کې هلکان ساتي.

تېر کال نیویارک ټایمز تېر کال په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې اربکیان (سیمه ییز پولیس) مشران کوچني هلکان ساتي، ورسره څملي او په ځینو پېښو کې ښکلې نجونې هم په زوره خپلو پوستو ته بیايي او بیا پرې جنسي تېری کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور په افغانستان کې د ناټو له هغه قومندان سره خبرې کړي، چې د سیمه ییزو پولیسو دا ډول کړنې یې په خپلو سترګو لېدلي، په اړه اورېدلي او د ځینو هلکانو او نجونو کورنیو هم ورته شکایتونو کړي دي.

بچه بازي په افغانستان کې یوه لویه ستونزه بلل کیږي چې د دغه هېواد د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یې هم په اړه په ځلونو اندېښنه ښودلې ده.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

2 تبصرې

  1. تف لانت پر دې فاسد فرهنګ او اخلاقو ! هلته دیوو دله لونګۍ پر سر او ګیره هم لري !
    دا حيوانات د خپلې ښځې خیښتګ په امریکایې دالرو اخلي او بچه بازي هم پرې کوي !
    دوی بچه بازي کوي دا نجس خنځیران په دې نه پوهيږي چې ددې هلک سره دوی څومره ظلم کوي او دهغه
    معنویات تباه کوي ! داخو دستمیانو او سقاویانو دوره ده شراب وهي او بچه بازي کوي او هغه هم په دولتي جامو کې !

  2. نعمت الله هلمندی

    تاسوبه یې هم دویډیو په شریکو لو سره په ثواب کې شریک یاست هغوی له اشرپ غربي بیا تر ډبل اودلا پوري ټول همداسي دي ، د شیانو نشرول یې هغوی ته هیڅ مشکل نه دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.