استرالیا په ۲۰ اورونو کې ۲۶۳ منډې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): استرالیا د سري لنکا خلاف په نړیوال ۲۰ اوریزه لوبه کې تر ټولو د ډیرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ.

استرالیا چې سري لنکا ته د سیالیو لپاره تللې نن یې له دغه هېواد سره ۲۰ اوریزه لوبه درلودله. بچه سري لنکا وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه.

د لوبې پيلیدو سره میکسیول او وانر تېزه لوبه پیل کړه. په ۴.۵ اورونو کې يې ۵۷ منډې جوړې کړې چې وارنر وسوځېد.

وروسته عثمان خواجه توپوهنې ته راووت، هغه او میکسیوبل منډې تر ۱۵۴ پورې ورسولې. د عثمان خواجه سوځېدو سره هیډ له میکسیول سره منډې تر ۲۶۳ پورې ورسولې او سري لنکا ته یې اسمان څک هدف وټاکه.

د استرالیا له لوري میکسیول په ۶۵ بالونو ۱۴۵ او هیډ په ۱۸ بالونو ۴۵ تېزې منډې جوړې کړې.

د ۲۶۴ منډو هدف مقابل کې سري لنکا یواځې ۱۷۸ منډې جوړې کړې او په ۸۵ منډو یې سیالي وبایلله.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.