«غزني کې ۸۰ طالبان او پنځه عسکر وژل شوي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د غزني والي ادعا کوي چې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ۸۰ طالبان او ۵ دولتي عسکر وژل شوي دي.

طالبانو تېره ورځ د غزني ګیرو ولسوالۍ محاصره کړې وه او پر هغې یې ډله‌ییز برید کړی و.

د غزني والي عبدالکریم متین ویلي چې په ګیرو ولسوالۍ باندې نېږدې ۳۰۰ طالبانو برید کړی و. د متین په وینا سیمې ته لومړی کومکي ځواکونه ولېږل شول او تېره شپه پرې هوايي بریدونه وشول.

هغه ویلي چې تر دې دمه په دغو بریدونو کې ۸۰ طالبان او پنځه دولتي عسکر وژل شوي او ۱۰۰ طالبان او ۷ عسکر ټپيان شوي دي.

د متین د ادعا له مخې طالبان اوس د یادې ولسوالۍ څخه شاتګ ته اړه شوي او وضعیت هم ښه شوی دی.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له اربکیانو سره جګړه تایید خو د دولتي ځواکونو سره رد کړې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.