اتریش: درې افغان کډوال پر یو هلک د جنسي تیري په تور په بند محکوم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): درې افغان کډوال چې د اتریش د کډوالو په یوه کمپ کې يې پر یوه بل هلک ډله‌ییز جنسي تیری کړ، پر بند محکوم شوي دي.

ډیلي میل برتانوۍ ورځپاڼې د راپور له مخې دغه درې کسان چې عمرونه یې اتلس کاله دي هر یو یې له دوه تر درې نیمو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.

د راپور له مخې د جنسي تیري قرباني او درې تیري کوونکي د کډوالو په یوه مرکز کې اوسېدل او تیري کوونکو کسانو قرباني هلک ته ګواښ کړی و چې که جنسي اړیکي ورسره ونه نیسي دوی به یې و وژني.

د محاکمې پر مهال تورنو کسانو ادعا کوله چې هلک ورسره په خپله خوښه جنسي اړیکي نېولي او دوی هېڅ نه دی مجبور کړی. دوی ویلي چې قرباني هلک د جنسي تیري په بدل کې ترې لس یورو اخېستي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.