طالبانو په ارزګان کې دولتي کارمندانو ته عمومي عفوه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې د ارزګان ولایت مرکز «ترینکوټ» د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی، طالبانو په دغه ولایت کې ټولو دولتي کارمندانو ته د عفوې اعلان کړی.

uruzgan taliban

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې که هر نظامي یا ملکي مامور له مخالفته لاس واخلي، دوی ورته د خپلو وروڼو په سترګه ګوري او د سر، مال، عزت او آبرو د حفاظت اطمنان ورکوي.

طالبان وايي چې د یاد کمیسون د ایجاد موخه او هدف همدا دی چې له دوی سره یوځای کیدونکو دولتي کارمندانو ته د سر او مال د ساتنې خصوصي تضمین او اطمنان ورکړي.

د طالبانو اعلامیه زیاتوي چې د عمومي عفوې اعلان یې ټولو هغو ډلو او کسانو ته متوجه دی چې له دولت او یا بهرنیو ځواکونو سره وظیفه او همکاري ترسره کوي. طالبانو د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په شمول ټولو پوځي او ملکي مامورینو ته بلنه ورکړې چې له مخالفته لاس واخلي او عمومي عفوې له اعلان څخه ګټه واخلي.

اعلامیې له طالبانو سره د رابطې لپاره د تلیفون او مخابرې شمېرې هم خپرې کړي، چې د دولت نظامي آو ملکي مامورین یې په واسطه له طالبانو سره اړیکي ونیسي او د عفوې اطمنان ترلاسه کړي.

راپورونه وايي چې طالبانو د ارزګان ولایت په مرکز له تېرو څو ورځو راهیسې د محاصرې کړۍ ورتنګه کړې او جګړه د ترینکوټ بازار ته رسېدلې. د سیمې خلک وايي چې اوسمهال د مرکزي محبس شاوخوا درنه جګړه روانه ده او محبس د طالبانو په لاس د ماتیدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې اوسیدونکي زیاتوي چې پوځي چورلکې هڅه کوي چې دولتي چارواکي له ترینکوټ څخه وباسي، خو تراوسه نه دي توانیدلي چې له هوا څخه ځمکې راکوزې شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.