نظرمحمد مطمئن لیکوال او سیاسي شنونکی

کرزی صاحب مننه؛ د جامعه عمر او د کابل پوهنتونو د نومونو بدلون

نظرمحمد مطمئن

د کرزي صاحب هغه ویډیو چې د حبیب الله کلکاني د بیا ښخولو په جواب کې يې خلکو ته ویلي چې ملاعمر هم شاه بود، حق دارد که ‏مقبره ‏داشته باشد، به عزت دفن شود، دا ویډیو په خواله رسنیو کې ډیرو خلکو ته جالبه وه، بیا هم زموږ د کمزورو حافظو خبره ده.‏

کرزي دوه کاله او درې ورځي وړاندي په کندهار کې هغه مسجد چې د جامعه عمر په نوم وو، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د بنسټ ډبره ‏د ‏طالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد لخوا کیښودل شوې وه، بیا د کرزي د واک پرمهال یې اماراتو د بشپړه کیدو مصارف ورکولو ژمنه ‏وکړه، ‏کرزي له دي سره مخالفت وکړ چې هغه جامع مسجد دي د جامعه عمر په نوم پاتي شي.‏

د جامعه عمر نوم یې (دکندهار د حضرت عمرابن خطاب رض جامع مسجد) ته واړاوو، موږ وایو چې حضرت عمر رض چې د رسول ‏اکرم ص ‏دویم یار او د عدل نمونه وه، ډیر زیات احترام مسلمانان ورته لري، ښه داوو چې د کابل هوایې ډګر دهغه په نوم شوی وای، ښه ‏داوو چې د ‏ښووني او روزني پوهنتون د هغه په نوم شوی وای، ښه داوو چې کومه لویه غونډۍ کې د هغه په یادګار علمي مرکز او مسجد ‏جوړ شوی وای، ‏مګر په کندهار کې د جامعه عمر نوم له دي کبله واړول شوو، چې بیا به تاریخ کې دا ثبت وي او خلک به چې هر وخت ‏کې جامعه عمر ګوري ‏نو د ملامحمد عمر مجاهد کارنامي به یې وریادیږي.‏

د جامعه عمر د افتتاح د مراسمو په ورځ ستا ولي هلته دا په ذهن کې ونه ګرځیدل چې ملامحمد عمر مجاهد هم د افغان ټولني یو وګړی وو، ‏هغه د کندهار د سینما پرځای د مسجد ډبره کیښوده، او دایې حق دی چې دا مسجد په خپل نوم او خپل تاریخي شالید سره پاتي شي.‏

خلکو ته مه وایه چې ملامحمد عمر اخوند راوکاږئ ا وبیا یې ښخ کړئ، خلکو ته د خپلو تیروتنو په اړه ووایه، او د تیروتنو د اصلاح لپاره ‏کار وکړه.‏

کرزی صاحب! چې په ژوند دي د امریکا په لمسون ډیری افغانان وځپل، د ډیرو افغانانو بې عزتې دي وکړه، همدا ملامحمد عمرمجاهد او د ‏هغه پلویان ستاسي د ناسمو تګلارو له امله نړیوالو ته ترهګر معرفي کیدل، نور بس ده، دهغوی روحونه نور په قبرونو کې مه ځوروئ.‏

تاسي او ستاسي ملګري د شاشجاع په اړه څرګندونې وکړئ، پر هغه دي ستا یاران مقبره جوړه کړي، او هغه بله ستا په رنګ ډله دي د ‏ببرک کارمل په اړه څرګندونې وکړي، پر هغه دي مقبره جوړه کړي، د ملامحمد عمر مجاهد او امثالهم مقبره په خپواکۍ او ازادۍ مین ‏افغان ولس ته پريږدئ، زما په نظر چې ملامحمد عمر مجاهد په مسنونه او شرعي طریقه په پوره عزت سره دفن شوی دی.‏

اوس چې د کلکاني د بیا ښخولو په غبرګون کې کرزی د ملامحمد عمر مجاهد اړوند کومه خبره کوي، نو موږ ورته وایو چې سیاسي خبرې ‏او ‏سیاسي تیرایستل دي، د خپل واک په وخت کې به دي دهغه د یادګاري مسجد درناوی کړی وای.‏

کرزي صاحب! د خپل واک پرمهال به دي د کابل غونډۍ مړو ته نه ورکولي، دا بد کلتور ستا رواج راته پاتې شو، د خپل واک پرمهال به ‏دي ‏علمي ځایونه د جنګ سالارانو په نوم نه نومول.‏

د پاچا ظاهر په وخت کې د اوسني کابل هوایې ډګر سېمه د هوایې ډګر لپاره وړ وګڼل شوه، کله چې هلته هوايې ډګر جوړ شوو، پاچا ظاهر ‏د ‏هوایې ډګر نوم د هغې سیمې (خواجه رواش) په نوم ونوماوو، خپل نوم یا د خپل پلار نادرشاه په نوم یې ونه نوماوو، مګر کرزي صاحب ‏هغه ‏هوایې ډګر په خپل نوم ومانه.‏

که بیا هم تاسي واک ته ورسیږي همهغه پخواني خلک یاست، زموږ حافظې لاهم کار کوي



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

5 تبصرې

  1. بارک الله
    ډير مننه په قلم مو برکت

  2. مطمئن صاحب الله دې دراز ژوند درکړی،په قلم دې برکت شه، دا هغه حقائق دي چې دخلکو أذهان ترینه أړه ول کیږي اوکرزی ځان اوس دملت اوپښتون قوم خواخوږی معرفي کوي ترڅو بیا دغلامي ددریمې دورې لاس پوڅي تش په نوم ولس مشرشي،هغه وخت ئې هیر شوچې دپښتنوقاتلان ئې أتلان کړل او دزرګونو پښتنو خونخواران ئې دخپلواک په مهال بیرته په همدغوپښتنو مسلط کړل چې تر نن پورې ئې وینه تویه وي،…وائې چې جنګ سوړ شو میری تود شو…

  3. الله عزوجل دی اجر عظیم درکې پر قلم مو برکت سه الله جل شانه دی راوساته دا خو ډیر ناخوال دی ډیری غورځوی لاسونه ترشا نیسی —
    په ډیرو لویو پیښو کې ددوی ناځوانانو لاسونه وی — قاتلهم الله تعالی قتالاکبیرا

  4. کرزی يوه سیاسي فاحشه ده ! یارې ندی مالوم ، هرچا یې چې جیب ور ډک کړ نو دهغه په غیږ کې پرته وي !
    دا فاسد انسان نه شرم لري او نه حيا د پښتنو او دملت دښمنان خو دې مردار خواره راوستل !!

    دافغانستان سیاست به څه شی وي ؟ هلته هر غل او هېواد فروشه خپلې چړچې کوي تر څو یې چې جیبونه د اشغالګرو په دالرو ډک وي ! کرزي له ملت سره نا روا کړې الله دې دده له ټبره دغه غچ واخلي ! دا نامرد دبخښلو وړ ندی!!

  5. عبدالواحد اڅګزۍ

    تعجبه ده چه کرزۍ لاتراوسه خلک نه پیژنی ، کم وخت چه انګریزانو دامان الله خان سره ضد شروع کۍ نو نادرخان په فرانسه کښی سفیروو دنادرخان په مرسته یی دامان الله خان پرضد دپکتیاخلک راوپارول اودخپلو جعلی ملایانو په مرسته یی امان الله خان په کندهار اوهلمندکی کافرجوړکۍ نوامان الله خان تر داخلی خونریزه پاچاهی پریښوول بهتر وبلل نادرخان چه پاچاه سو دانګریزانوپه هدایت یی دتعلیم څراغ مړکۍ دانګریزانو دملایانو په تبلیغ یی مکتب ویل کفر وباله اونادرخان هغه محصلین چه امان الله خان خارج ته په تعلیم پسی استولی وو بیرته یی وطن ته راوغوښتل د تعلیمه یی محروم کړل او دغه شان ظاهرشاه هم دخپل پلار پر نقش قدم ۴۰کاله افغانستادبیسوادۍ په تورتم کی وساتۍ انګریزانو ته خوخپل وفادارظاهرشاه معلوم وو له ظاهرشاه یی وغوښتل چه دوی ته دده اودده دپلار په شکل وفادار معرفی کی ظاهرشاه کرزۍ ورته معرفی کۍ کرزی ظاهرشاه بابا ملت معرفی کۍ آیاغیرله بی علمه خلکو داسی څوک سته چه دنادر اوظاهر دظلمه نه وی خبرچه افغانستان یی له دونه زرخیزۍ سر ددانیاله فقیر ترینو ملکو وساتۍ داټوله خونریزی چه نن وینۍ داټوله ددغه زوی اپلار دحکومتو نتجه ده دازه دتاریخ له کتابه نه بیانوم دازمادپلادسترګولیدلۍ حال دۍ زماپلار دامان الله خان عسکرووکله چه امان الله خان افغانستان پریښوۍ دۍ وایی زه په غزنی کی وم

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.