علماء دقدر وړ دي که د وژلو

لیکوال: ابو مصطفی بدري

علماء هغه ګلان دی چې درسول الله صلي الله علیه وسلم له ګلبڼ څخه غوړیدلي او دهغه مبارک ص پیروي غوره کړې ده؛ نو له همدې امله دپیغمبرانو وارثانو په نوم نومول شوي دي ځکه چې له پغمبرانو څخه په میراث کې درهم اودنانیر نه دي پاتې شوي بلکې یواځې علم راپاتې شوی دنیا ولاړه دحقاني علماؤ په روی ده ځکه چې په دنیا کې څومره حیوانات دي دا ټول هغه غوره او نیک عالم ته دبښنې دوعا کوي تر دې چې ماهیان په اوبو کې له الله تعالي څخه  ورته بښنه غواړي،همداراز الله تعالی په قرآن کې دعلماؤ داسې وصف بیان کړی قول الله تعالی :إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمٰٓؤُا ۗ ٌ
حقيقت دا دى چي د الله د بندګانو څخه یواځې عالمان د هغه  وېریږي.

او په حدیث شریف کې راځي پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي: چاته چې الله تعالی دخیر اراده وکړي؛ نو دعلم څخه یې برخمن کړي او عالم هغه څوک دی چې الله تعالی له خپل علم څخه څه برخه ورکړي، عالم هغه څوک دی چې خلک یې له جهالت څخه رڼا او پوهې ته رابللي، عالم هغه څوک ده چې پنځه وخته لمانځه کې مقتدا  ګرځول شوی، عالم هغه څوک دی چې موږ ته یې علم او پوهه په خپلو قربانیو، تکالیفو او سرښندونو کې رارسولی، عالم هغه څوک دی چې چې په دنیا او اخرت کې عزت او قدر ورکړل شوی،عالم هغه څغراغ دی چې په تیارو کې رڼا راکوي،عالم هغه یاقوت او مرجان دي چې په نورو تګو کې ځلیږي،

نن ولی دعالم او دجاهل توپیر ونه شي نن ولي دکافر اود مسلمان توپیر ونه شي

نن ولی دکافر مرګ غندل کیږي د مسلمان او د عالم نه او حال دادی عالم هغه زر دي چې په سوزولو نور هم تجلا او ښایست پیدا کوي

ابو جعفر رح فرمایې: په الله قسم چې ديوه عالم مرګ شيطان ته، د ۷۰ عابدانو تر مرګ خوښ دی.
[صفة الصفوة ۲/۴۵۸].

افسوس په دا ځینو جاهلان دکافر مرګ غندونه کوي او د څپیڅلو علماؤ له مرګ څخه خوندونه اخلي او خوشالي پرې لمانځي بیا هم ددې دعوا کوي چې زه پیغمبرصلی الله علیه وسلم امتي یم  داسې بې شعوره مسلمانانو ته دې الله ج هدایت وکړي او که دهدایت وړنه وي مخ له ځمکې ورک کړې او الله جل جلاله دې په علماؤ کې اتفاق راوټوکوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.