ارزګان: طالبان د ترینکوټ ښار ته ننوتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ارزګان ولایت مرکز ته له څو ورځنۍ جګړې وروسته طالبان ننوتلي دي او د ولایت په مقام او امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ځواکونو د ارزګان مرکزي محبس مات کړی او پرمخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د ارزګان والي ویاند «دوست محمد نایاب» د ښار په مربوطاتو کې د ۲۰ پوستو د سقوط خبر ورکړی وو او د بیړنۍ هوايي مرستې غوښتنه یې کړې وه.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې دا مهال د ښار په مینځ کې درنه جګړه روانه ده او یوازې د امنیې قومندانۍ په ودانۍ د دولت بیرغ لیدل کیږي.

شېبه وړاندې د ارزګان والي ویاند د هوايي ملاتړ د غوښتو ترڅنګ ویلي وو چې د ولایت مقام په امنیتي ټاورونو باندې د سپکو او درنو وسلو سختې ډزې روانې دي.

د ارزګان ولایت پخوانی سناتور «امان الله عظیمي» نن له رسنیو سره په خبرو کې څرګنده کړې وه چې په ارزګان ولایت کې د پولیسو او ملي اردو عسکرو روحیه له لاسه ورکړې او که همدا نن تازه دمي عسکر ورونه لیږل شي د دغه ولایت په سقوط کې شک نه پاتې کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په ارزګان ولایت کې د دولت ټولو پوځي او ملکي کارمندانو ته د عمومي بخښنې اعلان کړی وو او هغوی ته یې ډاډ ورکړی وو چې په خوندي ډول به یې خپلو کورونو ته رسوي.

د ارزګان ولایت په اړه د تازه جزئياتو لپاره نن ټکی اسیا څارئ.



یوه تبصره

  1. د کندوز او اوس د ترینکوټ ( د روز ګان ولایت مرکز ) فتح کول او نن صبا به د لشکرګاه فتح کول ، د کمونست علومی (چه کله داخله وزیر وو ) دا خبره را په یاد شوه ،. ویل یی [ طالبان ولسوالی نیس کومه لویه خبره نه ده ، له ولسوالیو وروسته د ولایتو وار او له هغه وروسته د کابل ( پایتخت ) وار دی . یعنی تر هغی چه کابل نیسی مونږ به خپل حسابونو او مالونه خوندی ځایو ته رسولی وی هماغسی وشول طالبانو د ولسوالیو نیولو وروسته د ولایتو نیول یو د بل پسی پیل شوی او علومی وخت هالیند ( خوندی ځای ته د خپلو حسابو او ډالرو سره رسیدلی یعنی څه چه یی غوشتل ( ډالری ) هغه یی تر لاسه کړل ، خبره د پاتی شوو ده چه په تبښته به بریالی شی او که د دا ود ، ترکی ، نجیب او امین د برخه لیک سره به مخ شی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.