أختره!/ مسرور درمل

مسرور درمل

خوشحالۍ درسره راوړه
د نغمو په سر او تال کې
د وصال خوږه ټپه شه
په شپېلۍ دچا د حال کې
په زخمي شونډو مسکا شه
مسافر اختره! راشه

زموږ کلی وران ویجاړ دی
زموږ کلی سور پرهر دی
په زړګي دی لګېدلی
نړېدلی یې ګودر دی
له پردیو الوتکو
بم پرېوتی یې پر سر دی
په زخمي غېږ کې شهید یې
یو ګلاب دی یو صدبر دی
کټ کټ وخانده مسکا شه
مسافر أختره! راشه

د خندا قاصده راشه
خوشحالۍ درسره راوړه
د خوښۍ په براق راشه
آزادۍ درسره راوړه
له سکونه رومال راوړه
اسانۍ درسره راوړه
زخمي زړه ته درمل راوړه
او پټۍ درسره راوړه
یتیمانو ته بابا شه
مسافر أختره! راشه

ته د أمن او د مینې
د رڼا سندرې وایه
په نازونو په فخرونو
په أدا سندرې وایه
مست بلبل شه را روان شه
په هوا سندرې وایه
د خوښیو ښکلی زنګ شه
راته بیا سندرې وایه
د پسرلي خوږه هوا شه
مسافر أختره! راشه

ماشومانو ته کتاب شه
او زلمیو ته الفت شه
د منصور یتیم ولس ته
د رڼا ماشوم جنت شه
د مظلوم افغان لپاره
د ښکلا لوی امانت شه
د نرګس إمام تصویر شه
د ګلونو إمامت شه
د لمر څرک دلمر ښکلا شه
مسافر أختره! راشه

ها د أمن ورور ته وایه
زموږ کلي ته إمام شه
د ساقي د لاس هبة شه
د ساقي له لاسه جام شه
راشه راشه راشه راشه
له کوترو نه د بام شه
د مسرور په زړګي وا شه
د وږمو رنګین پیغام شه
د خوښیو تمنا شه
مسافر اختره! راشه

#درمل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.