تنکي ځوانان له خپل لید لوري مسایلو ته څنګه ګوري

ژباړن : عطا محمد میاخېل

  تنکي ځوانان مسایلو ته څنګه ګوري ( تر هغه وخته چې خپل ځان د خپل زوی په څېر نه کړئ او مسایلو ته د هغه له لید لوري ونه ګورئ، نه شئ کولای، چې له هغه سره اړیکه ټینګه کړئ .

ښایي تر ټولو غوره لار، چې له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د یوه تنکي ځوان له لید لوري سره آشنا شئ، دا به وي، چې هڅه وکړئ د خپلې تنکۍ ځوانۍ دورې ته ور وګرځئ او په یاده دوره کې مو چې کوم احساسات، هیلې او نظریې لرلې در په یاد یې کړئ .

له والدینو څخه ډېری یې په معمول ډول د خپل ژوند دا دوره هېروي . داسې تصور وکړئ، چې تاسو د نړۍ یو له هوښیارو ځوانانو څخه یاستئ، ډېر ښه عمومي معلومات لرئ او ستاسو د پوهې او ځیرکتیا کچه له انشټین او یا له هغه څخه لږ څه کمه ده . سر بېره پر دې ستاسو ځواکمن معلومات د دې سبب شوي، چې له ستونزو سره ډېر ښه او اغېزمن چلند ولرئ .

اوس داسې تصور وکړئ، چې تاسو د دوه ناپوه کسانو له خوا، چې عمر یې له تاسو څخه ډېر دی، په کار ګمارل شوي یاست، د دې کسانو د پوهې او هوښیارتیا کچه له تاسو څخه ډېره ټیټه ده او عمومي معلومات یې هم ډېر کم دي، خو تل په تاسو باندې امر کوي، چې کوم کارونه ترسره کړئ او کوم مه ترسره کوئ . دغه راز هغوی تاسو ته نصیحت کوي، چې کوم څیزونه ارزښتمن او کوم بې ارزښته دي . له تاسو څخه غواړي، چې هغه کارونه ترسره کړئ، کوم چې ستاسو له کار او فعالیت سره هېڅ تړاو نه لري . هغوی هڅه کوي، چې تاسو ته د یوه خوشاله او نېکمرغه ژوند په اړه لارښوونې وکړي، په داسې حال کې چې خپله د یادو نصیحتونو په مفهوم نه پوهېږي، سره له دې چې تاسو هڅه کوئ، هغوی پوه کړئ، چې خبرې یې ډېرې کُلي او ذهني دي، هغوی خپل کار ته دوام ورکوي، په تحمیلي امرونو، نصیحتونو او ستاسو په کار کې په بېځایه غوښتنو سره مو ځوروي .

په داسې یوه وضعیت کې به څه احساس ولرئ ؟ په ډېر احتمال سره به غوسه کېږئ، ځکه هغه کسان چې کاري وړتیا یې له تاسو څخه کمه وي او تاسو ته وایي چې څه کار ترسره کړئ . که چېرې هغوی له تاسو څخه د کوم کار ترسره کېدل وغواړي، ښایي تاسو یې بر خلاف کړنه ترسره کړئ او یا هغه کار ترسره کړئ، چې خپله ښه پرې پوهېږئ او د هغوی غوښتنې له پامه وغورځوئ . ښایي له هغوی سره خپلې اړیکې را کمې کړئ او له هغو دوستانو سره مو اړیکه ټینګه کړئ، کوم چې ستاسو په درد خوري او ښه درک لري . اوس  وګورو، چې په یاد شوي مثال کې کوم شخصیت د تنکي ځوان په ځای او کوم شخصیت د والدینو په ځای کې قرار نیسي . دوستانو ! یو تنکی ځوان هغه څوک دی، چې صلاحیت، ځېرکتیا او پوهه یې خپله د ده له خوا د تایید وړ ده .           


تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.