رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

په انجيل برناباس کې دفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم په هکله رښتینې اوسپينې وړاندوينې:
دیارلسمه وړاندوینه:

ژر ده چې خدای له دغه یو موټي خاورې څخه یو سلو څلویښت زره پېغمبران په نښه کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په نښه کړي، خدای تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم روح له ټولو ژوندیو موجوداتو څخه مخکې یعنې شپیته کاله وړاندې پیداکړ. دوی ټول پېغمبران راغلل، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ژر راشي ځکه چې دغه خدای غواړي چې د هغه لاره برابره کړي.

څوارلسمه وړاندوینه:

نو خدای انسان ته هغه لیکنه ورکړه، د ښي لاس د ګوتې په نوک چې نص یې (لا اله الا الله) دی او د هغه د چپ لاس په نوک کې (محمد رسول الله) لیکلی ؤ، نو اول انسان (آدم علیه السلام) دا مچ کړل او پر سترګو یې ومښوول او ویې ویل چې رحمت او سلامتي دې وي پر تا، په هغه ورځ چې ته دې نړۍ ته راځې.

پنځلسمه وړاندوینه:

کله چې آدم پر پښو روان شو؛ نو په هوا کې یې د لمر په شان یوه ځلانده کلمه ولیدله، چې په هغه کې نوشته وو، چې (لا اله الا الله محمد رسول الله).

شپاړسمه وړاندوینه:

آدم علیه السلام وویل: ای خدایه! زه تا ته په دې کلمه سره دعا کوم، محمد رسول الله.

اووه لسمه وړاندوینه:

آدم د جنت پر دروازې ولیدل چې لیکل شوي وو: ( لااله الا الله محمد رسول الله).

اتلسمه وړاندوینه:

اواز پورته شو او خلکو وویل: ای خدایه! خپل پېغمبر ژر راولیږه، ای محمدصلی الله عليه وسلم ژر راشه او دې نړۍ ته نجات ورکړه.

نولسمه وړاندوینه:

کله چې د خدای سپیڅلی پېغمبر محمد راشي، نو رسوایي او بدنامي به ختمه شي.

شلمه  وړاندوینه:

کله چې دی (محمدصلی الله علیه وسلم) راشي؛ نو ټول شیطانان به چیغې کړي، او وبه وایي چې تر سکروټو لاندې شئ او یو بل ته به ووایي چې والوځئ او له دغه ځایه څخه زموږ دښمن محمد راځي.

یویشتمه وړاندوینه:

حواریینو وویل: ای باداره! دا څوک دی چې ته یې په هکله خبرې کوې او دې نړۍ ته راځې؟ عیسی د زړه په خوښۍ سره ځواب ورکړ، چې هغه محمد رسول الله دی او کله چې هغه راشي؛ نو دا داسې مثال لري لکه چې پر یوه ځمکه چې باران وشي او هغه ځمکه ډېره ښه میوه وکړي او بیا شاړه نشي.

په انجیل برناباس کې ۶ ځلې نور هم د محمد صلی الله علیه وسلم نوم مبارک راغلی دی، چې دلته پورتني ایاتونه کفایت کوي انشآءالله.

په دې هکله به پوره تفصیل د (نبي کریم صلی الله علیه وسلم په قرآن او بایبل تر عنوان لاندې) کتاب کې مطالعه کړئ ان شاء الله.

په انجيل برناباس کې ۱۵ ځلې د محمد صلی الله علیه وسلم نوم مبارک راغلی دی او په قرآن کریم کې لا دومره ډېر نه دی ذکر شوی، خو بیا هم عیسایي نړۍ ورباندې سترګې پټوي او دا وایي چې دا بایبل، برناباس نه دی لیکلی او یو مسلمان لیکلی دی، دا ځکه چې د برناباس انجیل احکام قرآنکریم ته نژدې دي او حال دا چې دا انجیل د سیدنا حضرت عیسی علیه السلام یو حواری برناباس لیکلي دي او د لومړي پاپ جلاسیوس په واسطه منع شو  او تاریخ ګواه دی چې لومړی پاپ جلاسیوس د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مخکې تیر شوی دی او نه دا انجیل یو مسلمان لیکلی دی او نه یې هم لاس پکې وهلی دی.

د انجیل برناباس بله نسخه په ترکیه کې وموندل شوه، دغه په طلایي آب لیکل شوې لاسي نسخه چې ۱۴ ملیونه پاونډه قیمت لري  او د حضرت عیسی (ع) په خپله مورنۍ یعنې آرامي ژبه لیکل شوې ده، ډیرې پخوانۍ ښوونې لري او هم د راتلونکې پېغمبر وړاندوینې پکښې دي .

دغه کتاب چې د حیواناتو پر پوستکو لیکل شوی دی، په (۲۰۰۰) کال  کې د ترکیې د پولیسو لخوا د قاچاقبرانو پر ضد په عملیاتو کې پیدا شوی دی . هغه تر ۲۰۱۰ کال پورې په ښه ټینګه ساتل کېده، خو وروسته بیا د انقرې «د نژادونو څیړنیز موزیم»  ته وسپارل شو  او ډېر ژر به په لږو قیوداتو سره د خلکو پر مخ پرانیستل شي، د دې لرغونې لاسی نسخې د یوې پاڼې فوټو کاپي کول به  تقریباً یو نیم ملیون پاونډه بیه ولري .

اوس دغه انجیل په ۲۰۱۲ کال کې اعلان شوی دی، چې ۱۵۰۰ کاله مخکې لیکل شوی انجیل دی، شپاړسم پاپ بن ډیک په رسمي توګه دترکېې له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې دا انجیل له نژدې څخه وګوري، ځکه دغه لاسي نسخې ټوله عیسايي نړۍ حیرانه کړې ده.

په دې انجیل کې نه تثلیث شته، نه دعیسی علیه السلام الوهیت شته، نه دحضرت عیسی علیه السلام صلیب شته؛ بلکې د دغه انجیل په متن کې ویل شوي دي چې هغه یو اسقف یعنې پادري ته داسې وویل شول: هغه مسیح به څه نومیږي؟ راهب ځواب ورکړ: مبارک نوم یې محمد صلی الله علیه وسلم دی. .نړیوالو څیړونکو چې دا نسخه له نژدې لیدلې ده، په دې اند دي چې دا نسخه تر اسلام مخکې لیکل شویده، دوی شواهد وړاندې کوي چې له لیکنو، طلایی آب، پوستکو او لیکدود څخه دا په ښکاره جوتیږي چې دا د برناباس رسول انجیل دی، چې ټوله عیسایي نړۍ یې حیرانه کړې هم ده اوډېر ژر به په نورو ژبو وژ باړل شي او په نړۍ کې به خپورشي

نور بیا…

پایلیکونه:   (انجیل برناباس فصل ۳۶: ۶)

(انجیل برناباس فصل ۳۶: ۶)

(انجیل برناباس فصل ۳۹)

(انجیل برناباس ۳۹)

(انجیل برناباس فصل ۴۱)

(انجیل برناباس فصل ۹۷)

(انجیل برناباس فصل ۱۱۲)

صلی الله علیه وسلم

( انجیل برناباس فصل ۱۳۶)

(انجیل برناباس فصل ۱۶۳).



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.