پاکستان: وزیرانو شورا د افغان مهاجرینو د وخت تمدیدولو طرحه منظوره کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د وزیرانو شورا په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تمدیدول طرحه منظوره کړې ده.

دنیا نیوز پاکستاني تلویزون د راپور له مخې د وزیرانو شورا د راجستر افغان مهاجرینو وخت د ۲۰۱۷ز کال د مارچ تر ۳۱مې پورې تمدیدول منظور کړي دي.

د وزیرانو د شورا په ناسته کې لومړي وزیر نوازشریف ویلي چې افغانان يې ورونه دي، دوی ته ډیر ګران دي او مهاجرینو ته د اسانتیاو برابرولو لپاره به یو شمېر اقدامات وکړي.

نواز شریف ټینګار کړی چې دوی به هېچا ته اجازه ورنه کړي څو په پاکستان کې افغان مهاجرینو وځوروي.

هغه ویلي چې د افغان مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره به داسې پلان جوړ کړي چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ولسونه منفي تأثر وانه‌خلي.

تر دې وړاندې لومړي وزیر نوازشریف په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده د روان کال د دسمبر د میاشتې تر ۳۱مې پورې غځولې وه او پاکستاني چارواکو ټينګار کړی و چې تر دې وروسته به په هېڅ صورت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تمدید نه کړي.

د پاکستاني پولیسو لخوا د مهاجرینو د ځورونې او د پاکستاني چارواکو د توندې رویې له کبله د مهاجرینو د بېرته ستنېدو بهیر بې ساری تېز شو.

اوسمهال هره ورځ په اوسط ډول ۳۵۰۰ افغان مهاجرین بېرته افغانستان ته ستنیږي او تمه ده چې تر لوی اختر وروسته به دا شمېر نېږدې درې چنده شي.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

2 تبصرې

  1. دا غځول نده دا دویستلو لپاره نوی وارننګ دی.مخاجر دیوه کال په موده هم قانه نه و.۶میاشتی…بی معنا اعلان

  2. ههه دوه نیمې میاشتي وخت غخول یوازی توهین او سپکاوی ده..خکه دا اکثر پښتانه دی..دمهاجرینو وزیر بلخی له ایران سره تر۲۰۲۱پورې اګرمنټ وکړ او پاکستان کې ایله دوه نیمې میاشتې وخت ورکړ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.