شهادت او شهيدان

رضوان الله فيضاني

الحمد لله الذي فرض الجهاد علی المؤمنين لإعلاء الدين المبين، والصلاة والسلام علی قائدالمجاهدين الذي أمر بقتال المشرکين، وعلی آله و أصحابه الذين رفعوا رايات التوحيد علی بلاد الکافرين، و علی من تبعهم بإحسان إلی يوم الدين، اما بعد قال الله تعالی في کلامه المجيد :

(( ولا تحسبن الذين قتلوا في سبيل الله أمواتا بل أحياء عند ربهم يرزقون ))

شهادت

د الله جل جلاله، د دين په لار کې شهادت هغه سپېڅلی او لوړ مقام دی چې آقای دو جهان محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم، پخپله څو څو ځله د شهادت تمنا کړې ده لکه چې فرمايي :

(( والذي نفس محمد بيده لَوَدِدْت ان اغزو في سبيل الله فأقتل ، ثم اغزو فأقتل ، ثم اغزو فأقتل )) متفق عليه

په هغه ذات قسم چې د محمد صلی الله عليه وسلم، روح يې په لاس کې دی، زما دا ارمان دی چې د الله تعالی په لار کې غزا وکړم او ووژلی شم، بيا ژوندی شم غزا وکړم او بيا ووژلی شم، بيا ژوندی شم غزا وکړم بيا ووژلی شم.

زمونږ د مجاهد پيغمبر دا شان دی چې د الله سبحانه، په لار کې شهادت په يوځل نه بلکې په څو څو ځله غواړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم، د شهادت ارمان د شهادت د فضيلت لپاره لوی دليل دی.

د اسلام سپېڅلی او ځلاند تاريخ همېش په سرو وينو، په بې شمېره قربانيو او شهادتونو ساتل شوی او ساتل کېږي.

مؤمنان تل د شهادت مرګ د ځان لپاره لوی افتخار او سعادت بولي او د دې لپاره چې خپل ځانونه د الله رب العزة، د دې قول مصداق و ګرځوي :

(( من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوالله عليه فمنهم من قضی نحبه ومنهم من ينتظر و ما بدلوا تبديلا ))

په ډېره مينه او خوشحالي سره د مرګ غېږې ته وردرومي، نه د تورو او نېزو د ګوزارو څه پروا لري، نه له سرو اورو او غرغرو ځنې ډارېږي، او نه هم له سپر طاقتو نه، دا د اټکل خبره نه ده بلکې تاريخ په کراتو مراتو ثابت کړی حقيقت دی.

شهيدان

شهيدان هغه مبارک او د اوچتې مرتبې خلک دي چې په اړه يې الله جل جلاله، په قرآن عظيم الشان کې فرمايي :

(( ولا تقولوا لمن يقتل في سبيل الله أمواتا بل أحياء ولا کن لا تشعرون ))

تاسو ګومان مه کوئ په هغو خلکو باندې چې هغه وژل وي د الله جل جلاله، په لاره کې د مړو، هغه ژوندي دي تاسو نه پوهېږئ.

له حضرت مسروق رضي الله عنه، نه روايت دی هغه فرمايي چې مونږ حضرت عبدالله نه پوښتنه وکړه د دې آيت په باره کې :

(( ولا تحسبن الذين قتلوا في سبيل الله أمواتا بل أحياء عند ربهم يرزقون ))

هغه و فرمايل چې ما د دې آيت پوښتنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

چې د شهيدانو ارواح د شنو مرغانو په خېټو کې دي دوی لره د عرش لاندې ځوړند شوي قناديل دي، په جنت کې چکر وهي چې چېر ته يې خوښه شي، بيا بېر ته همدې قناديلو ته راځي، دوی ته وويل شي چې آيا تاسو د څه شي اشتها لرئ ؟

هغوی په جواب کې وايي د څه شي اشتها ولرو حال دا چې مونږ په جنت کې چکر وهو چې چېرته مو خوښه شي؟

نو دا سوال او ځواب به له دوی سره درې ځلې وشي، کله چې دوي پوه شي چې دوی نه پرېښودل کېږي تر څو چې څه و نه غواړي، نو و به وايي :

ای ربه، مونږ غواړو چې ته زمونږ ارواح بېر ته زمونږ په اجسامو کې واچوې تر دې پورې چې مونږ ستا په لار کې بيا ووژل شو، پس هر کله چې الله رب العزة، وويني چې دوي لره حاجت نشته نو پرې به ښودل شي.

د حضرت مقدام بن معديکرب، نه روايت دی چې

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې :

د الله جل جلاله، په نزد د شهيد شپږ (۶) خصوصي امتيازات دي.

اول .. د وينې د اول څاڅکي د غورځېدو سره د هغه بښنه کېږي.

دوهم .. د مرګ په وخت کې په جنت کې خپل ځای ويني.

دريم .. د عذاب قبر، او د قيامت له وېرې به محفوظ وي.

څلورم .. پر سر به يې د عزت تاج کېښودل کېږي، چې يوه ياقوتي ملغلره يې له دنيا او مافيها نه غوره ده.

پنځم .. د دوه اويا حور عين سره به يې نکاح وکړی شي.

شپږم .. د اويا ۷۰ نفرو خپلوانو شفاعت به کوي.

حديث شريف کې راځي:

(( قال رسول الله صلی الله عليه وسلم، اذا وقف العباد للحساب جاء قوم واضعي سيوفهم علی رقابهم، تقطر دماء، فازدحموا علی باب الجنة، فقيل من هؤلاء؟

قيل : الشهداء کانوا احياء مرزوقين ))

رواه طبراني.

رسول الله صلی الله عليه وسلم، فرمايلي چې کله بندګان د حساب لپاره ودرېږي، رابه شي يو قوم چې تورې به يې پر اوږو ايښې وي، وينې به ترې څاڅي، د جنت پر دروازه به ګڼه ګوڼه جوړه کړي، خلک به پوښتنه وکړي چې دا څوک دي؟

جواب به ورکړل شي چې دا شهيدان دي دوی ژوندي ول رزق يي خوړ.

خلاصه دا چې شهادت او شهيد کېدل د الله جل جلاله، يو لوی نعمت او لورېينه ده چې چا ته يې ورپه برخه کړي، دا څه د پيسو او د دولت وغيره دنيايي کمالاتو په زور نه حاصلېږي، يو ډېر کم زوری فقير او مسکين له رنګه تک تور انسان به وي، خو الله جل جلاله، يې په داسې لوی قېمت واخلي چې د چا تصور هم نه کېږي.

الله رب العزت، دې په خپل فضل او کرم سره مونږ ګناهګاران او ډېر کم زوري انسانان هم له دې عظيم الشان نعمت څخه برخمن ورګرځوي.

آمين آمين يا رب العالمين.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.