افغان ملی هویت د ډیپایلیانو له نظره

لیکوال: دلاور خان سیلاب

دمیړنیو په هیواد د وخت د زاړه ښکیلاک (قطبی خرس) یا پخوانی شوروی اتحاد (USSR (له خونړی بلوسی سره هم مهاله ، د دغه ټاټوبی دفاعی کرښه ماته شوه ؛ چه بیا د ناروغ بدن په څیر د هر بهرنی جراثیم ” Virus ” (يرغل) لپاره حاصلیزه ځمکه و ګرځیده.

قرآنکریم له نزوله تر قیامته د وخت او ځای له قید پرته ؛ د ټول بشریت لپاره یواځینی کامله مرجع او ستر لارښود دی. که څوک اشغال یا نیواک نه پیژنی نو پورته یاد لارښود یی ورته تعریفوی او ځانګړتیاوی یی ورپیژنی.او هغه داسی چه : ( إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ – سوره النمل 34)

خارجی زبرځواکان چه کله یوی سیمی ته ورکیوزی؛ نو فوراً یی فاسدوی ، سربیره پر دی هلته په یو منفی تحول او بدلون لاس پوری کوی؛ او همدارنګه د سیمی د خلکو پت عزت او شرف تر پښو لاندی کوی ؛ دوی دغه معکوسه متناسبه معادله د انسانی تفکر له پولو ها خوا، تر لامحدوده بریده پر مخ بیایی. كه د اشغال په پنجو کی اسیر مظلوم فرد حتی د یوی شیبی لپاره هم ؛ د خپل مظلومیت کچه او ورسره د ظالم پرله پسی، ناوړه او شوم عزایم ، یو پر سلمه کچه هم درک کړای شی؛ نو هماغه یوه شیبه به هم له غچ اخیستلو پرته ضایع نه کړی.

وایی چی یو مظلوم د یوی محکمی د ودانی تر مخه ناست یوه عریضه لیکونکی ته ددی لپاره ورغی؛ چه ځانته پری داسی یوه عریضه ولیکی چه له امله یی د قاضی په وړاندی دظالم د نادودو کیسه روښانه شی. تر لیکلو وروسته سړی عریضه نویس ته وویل: چه یو ځل خو می دغه عریضه راته ولوله چه څه دی ولیکل؟ کله چه کاتب د عریضی په لوستلو پیل وکړ؛ نو د سړی له سترګو د اوښکو سیلاب راروان شو.

کاتب تری په ډیره حیرانتیا د اوښکو د راتللو پوښتنه وکړه ، په داسی حال کی چه دغه سړی خو په عریضه کی د کښل شویو پیښو، په ژوندۍ بڼه ، د هری یوی عیني شاهد وو نو بیا ژړا د څه لپاره؟ سړي ورته په غریب نیولی غږ وویل: آه!! ماته څه پته وه چه پرما دومره ظلم شوی دی؟ زه خو اوس ستا د الفاظو د تعبیر په ژبه له خپله حاله خبر شوم.

زمونږد افغانانو هم همدا حال دی. که د قرآنکریم(چه اشغال تعریفوی او هیئت او کیفیت یی انځوروی) د الفاظو د تعبیر په ژبه له خپله حاله خبر شو، نو زمونږ ژړا، فریاد او ورسره به مو په زړونو کی د کسات اخیستلو څپه ؛ د آباسین له څپو هم ګړندۍ شي. لکه څنګه چی یادونه وشوه په قرآنکریم کی اشغال (دنیواک) عبارت دی له:

بیګانه سیمی ته بی اجازی نفو‍‍ذ (إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً).

فساد او نا امني(أَفْسَدُوهَا).

بی عفتی(په هر اړخیزه بڼه ملی هویت ، ناموس او تشخص تر پښولاندی کول(وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً).
له فطری موازینو سره د اشغال او نیواک ددغی معکوسی متناسبی معادلی حل(پایله) عبارت دی له:

=عفتی بی+فساد+نفوذ اجازی بی وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ

مطلب دا چه:

لومړی: پردی ټاټوبی په جبر نیول،فساد او بی عفتی به بی له ځنډه په پر له پسی توګه جاری وی.

دوهم: نیواکګر به د خپل اصلیت او طبیعیت له مخی د اشغال د معادلی په دری واړو صورتونو کی په داسی حال کی خپل مشق او تمرین ته دوام ورکوی چه مظلوم به تر وروستی سلګی هم ددوی په قانون د بخښلوڅښتن نه شی.

دریم:د(وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ) دحکم له مخی به نیواکګر په شته دریو صورتونو بسنه نه کوي بلکه د ظلم ، وحشت او بربریت نوری نوی نوی بڼی به هم چه د مظلومانو له تصوره بهر وی وخت په وخت صحنی ته وړاندی کیږي.(د اسلامی ټاټوبو په محبسونه کی په مظلومو بندیانو د نیواکګرو وحشیانه کړنی یی ښه مثالونه دی).

که په هیواد کی د ښکیلاکګرو شتون او کړنی یی په غور وکتل شي ، نو په زغرده جوتیږي چه دوی هم لکه څرنګه چه قرآن انځور کړی ؛ هماغسی خپل نیواک ته دوام ورکوي.

اوس پوښتنه داده ؛ عامه افغاني ذهنیت ولی د اشغال په باب ددغه واقعی مفهوم له درک څخه عاجز دي ؟
دا ښایی ځکه چی:

۱. ددرک او پوهی یو شمیر څښتنان له دښمن څخه د خپلی چوپتیا حق الزحمة اخلي او هغه عبارت له: پیسو، منصبونو او شهرت څخه دی.

۲. د بی طرفه میډیا نه شتون ، البته په افغانستان کی له ۸۰ زیات تلویزونی چینلونه او له ۲۰۰ زیات راډیویی دستګاوی ؛ او همدارنګه BBC، ازادي راډیو، امریکا غږ VOA او نور په پوره همآهنګۍ سره ددښمن په ګټه تبلیغات کوی چه له امله یی عام افغاني ذهنیت کاملا تخدیر دی او ددروغو او بهتانونو په تړلو او ویلو سره یی د خلکو له سترګو د حق لمر پټ دی.

میډیا اشغالګران د هیواد او خاوری څښتنان ، ساتونکی او واکداران اوبرعکس د هغی واقعي مدافعین شورشیان، باغیان او تره هګر تعریفوی. البته کله کله همدغه میډیا په حکومت کی دننه د فساد له شتون څخه څه نا څه پرده پورته کوی ، ترڅو دنیا ته وښیی چه ددیموکراسی له برکته دلته میډیا آزاده ده ځکه نو بلا تبعیض ددوست او دښمن ټولو په تصفیه کی یو ډول ګامونه اړین دی ، خو آیا دا ډول دعوی رښتیا هم په حقیقت کی همداسی دی؟

خو حقیقت دادی چه رسنۍ په مکمله توګه ددښمن په چوپړ کی د نیواکګرو تخریب ته تعمیر، دوست ته دښمن ، خپل ته پردی ، حق ته باطل ، اوباطل ته حق ویل یی خپله ورسپارل شوی دنده ګرځولی ده له دی امله عامه ذهنیت خورا درون زیان او صدمه لیدلی او لا ګوری یی.

آیا دغه میډیا د نیواکګرو د فساد او نا امنۍ ټولی بڼی په ګوته کوي؟

ددښمن خبری رسنۍ څومره رښتینی او افغان ولس ته وفاداری دی؟

آیا ددښمن څخه د رښتیا ویلو هیله به له سراب نه د اوبو دهیلی په معنی نه وی؟

د اشغال د لومړی ورځی بیا تر ننه چه ددښمن میډیا څه ویلی اویا یی هم کومی احصائیی نشر ته سپارلی ، څوسلنه یی له واقعیت سره سمون خوری؟

دبیلګی په توګه د نیواک له پیله تر اوسه یی چه د مخالفینو د مرګ ژوبلی کومی شمیری نشر کړی؛ که د هغوی ټولو نهایی مجموعه معلومه او راوویستل شی؛ ښایی د افغانستان د ټولو نفوسو څو برابره شی.

آیا بیا هم داسی څوک شته چه ددښمن په لاپو دی باور وکړی؟

د هیواد دننه او بهر ټولی رسنۍ بلااستثناء له یوی مرجع اداره کیږی.

دوی غواړی په دائمی توګه دآسیا له زړه نه یوه نظامی اډه جوړه اوبیا له دی لاری خپلی شومی موخی تعقیب کړی له دی امله نه غواړی چه دلته دی د ژوند امکانات شتون ولری اویا دی هم افغانان په خپلو پښو ودریږی ، له دی امله په قصدی توګه ړندی بمباری کوی ، خلک وژنی او بیا یی هغه چا ته منسوبوي چه د((Defile رژیم سره د ټکر په حال کی دی او دوی ورته باغیان ، شورشیان او تره هګر وایی.

البته پټه دی پاتی نه وي چی په هیواد کی دغه حکومت ډوله حکومت ته د( Defile ) لقب ، افغانانو نه بلکه یو شمیر آزادو او بی طرفه امریکایی لیکوالانو ورکړی دی ؛ هغوی وخت په وخت ، د امریکا ناعاقبت اندیش زبرځواکان ، توصیه کوي چه تاسو په افغانستان کی له ډیپایل (Defile=خوسا ، ګنده ، بی کفایت، بی عزت او..) رژیم نه ددفاع په تداوم کی ټوله امریکا بدنامه او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی مو امریکایی اتباع په خطر کی واچول او هم مو ورسره د امریکایی امپراطورۍ عمر رالنډ کړ.مګر په کابل کی په کلیدی پوستونو مسلط ډیپایلیان ( (Defiliants د کابینی د وزیرانو په نوم بیا هم د عامو افغانانو په سترګو کی خاوری اچوی او ځانونه آزاد او خپلواک بولی.

۳. یو کم شمیر بادرکه افغانان چه د چوپتیا حق الزحمة هم نه مني ، د هیواد تیر تاریخ ته په کتلو سره یی اوسنی وضعیت له تحمل او برداشت بهر دی. شرعی فریضه او احکام یی هم آرام ته نه پریږدی او همدارنګه د راتلونکو نسلونو له منصفانه قضاوت هم ویریږي ، دوی په خپل ټول توان د جنګ او نبرد ډګر ته وارد شوي. دوی ته بیا د دښمن میډیا او پورته یاد دوه ډوله مرجفین ( چه یو یی دحق نه د چوپتیا په بدل کی حق الزحمة خوړونکی او دوهم یی د امریکایی لیکوالانو په خبره د چارواکو په نوم ډیپایلیان دی) شورشیان او باغیان وایی. شورشیان او باغیان البته له حق او حقیقت نه منکر او له یوه قانونی حکومت څخه منکرینو ته ویل کیږی لکه د بیلګی په توګه د ابوبکر صدیق د خلافت په وړاندی ( چه د عام او صریح بیعت په نتیجه کی رامینځته شوی وو) مخالفین ، د زکات منکرین، د نبوت مدعیان او څلورم یو شمیر هغه ضعیف مسلمانان چه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د رحلت سره سمدستی له اسلامه مرتد شول . دا د بغاوت ښی بیلګی دی.په ټولیزه بڼه له حق او حقیقت نه انکار ته شورش او بغاوت ویل کیږی .

او که د( Defile )هغه رژیم چه په کابل کی د امریکا په سفارت کی د خارجیانو(جان کیري او نور) په خوښه جوړ او بیا دی ورته ملي؟!! اسلامي؟!! او افغاني؟!! حکومت وویل شی. ددوی مخالفین دی بیا باغیان او شورشیان ونومول شي؟ (مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ). داپه هیڅ اصل د منلو خبره نه ده .

ددی رژیم له بهره تپل شوي ځنځیري نوکران (ډیپایلیان) چه په غیر متجانس مخلوط کی په یوحکومت ډوله ټولګه کی سره رایوځای شوی دی ؛ نه ملی دی ، نه اسلامي دی ، او نه هم افغاني . او ددوي لپاره چه بیا د حکومت ، دولت ، پارلمان، ملي؟! ملي ؟! ملي ؟! خپلواک ؟! خپلواک ؟! خپلواک ؟! او یا هم داسی نور اصطلاحات کارول کیږي.یوه لویه تاریخی اشتباه به وی.
یو عربی شاعر(الرصافی) وایي:

عَلَمٌ و دستورٌ و مجلسُ أُمة کلٌ عن المعنی الصحیح مُحَرَّفُ

د ملی بیرغ ، اساسی قانون او ملی پارلمان اصطلاحات د خارجي مهرو لپاره چه د ملت له تایید څخه کاملا بی برخی وی ، کارول، دا بیا ددغو اصطلاحاتود مفهوم د تحریف په معنی دي.

د افغانستان بیرغ خو د کمونستي کودتاه څخه د مخه تور، سور او زرغون رنګونه درلودل. کمونستانو هغه له مینځه یووړ اومکمل سور شو. د مجاهدینو په نوم اسلامی حکومت؟!! پر مهال بیا تور، سپین او شین شو. د طالبانو د حکومت “اسلامی امارت ” په مهال ملی بیرغ سپین رنګ درلود. په دوي کی هغه کسان چه د خپلو حکومتونو په مهال یی د نادري کورنۍ او نورو پخوانیو حکومتونو بیرغ (تور، سور او شین) ړنګ او هغه ته یی د خپلی عقیدی، فکر او مبارزاتي بهیر په حکم ، بیل نوي نوي رنګونه ورکړل. او اوس مهال ددوی یو شمیر(د کمونستانو او مجاهدینو حثاله بقایا) په کابل کی په امریکایی چکنی ډوله رژیم کی سره راټول شول ، دخپلی تیری ایډیالوژی په خلاف ،څو لسیزی شاته هغه پیر ته بیرته ورستانه شول چه دوی به هغه توره ارتجاع ،برجوازی رژیمونه فیوډالیزم او داسی نور بلل، دوی نن یو ځل بیا د نادری کورنی پر بیرغ ، دهغه پر دریو رنګونو ( تور سور اوشین ) او تعبیرونو راضي شول په داسی حال کی چه دوی هغه دخپلو حکومتونو پرمهال له مینځه وړی و.او بیا یی د خپل طرز تفکر پر بنسټ نور رنګونه او تعبیرونه پکی رامینځته کړی ووخو اوس یو ځل بیا دغه خونړی په شا تګ د څه لپآره؟

نه پوهیږو دوی خپل ولس ، وجدان ، او نړیوالو ته څه ځواب لری؟

له دی نه دا جوتیږي چه دوی کومه واضح پالیسي او سیاست نه درلود، هماغسی یی بیرغونو هم د کوم فکر او مبارزي استاذیتوب نه کاوه او نه هم د بیرغ رنګ ددوی د مبارزی اصل ګڼل کیده.

بله دا چه ددوی هغه توره مسوده چه له بهره راوارده شوی ، دوی او بادرانو یی د ملت د اساسي قانون په نوم سپیڅلی لقب ورکړی. دنړۍ له ۷۰ نه د زیاتو قوانینو (چه د نړی په ګوټ ګوټ کی متعددو، اقوامو، قبایلو، مللو، رنګونو، نسلونو، ژبو، ادیانو او مذاهبو ته منسوب دي) یوه ټولګه ده څرنګه ممکنه ده چه دا دی د افغان مسلمان ملت د ژوند لارښود(اسلامي قانون) وی ؟ د داسی بهرنیو عبثو او بیهوده فرمانونو څخه کافي شوی مواد چه نه اسلامي رنګ لری او نه هم افغاني. او هغه څه چی نه افغاني رنګ لری او نه اسلامی ، هغه ناپاکي بلل کیږي.نو په دی اصل موجوده ټولګه (اساسي قانون) له ۷۰ څخه د زیاتو ناپاکیو یوه مجموعه ده.

آیا داسی یوه ناپاکه تولګه زمونږ لپاره د یو سپیڅلی فریضی او قانون حیثیت درلودلای شي؟

که درانه لوستونکی په دی باب د قضیی د جریان تسلسل ته لږ ځیر شوی ، نو وبه مومی چه ددغه قانون حتی مقننه قوه هم دهغه د ډیرو مادو په واضح توګه له تشریح او تبیین نه عاجزه ده هغه مهال می یاد شی ، یو شمیر بهرنیو خبری سرچینو د مقننه ارګان له ځینو په اصطلاح قانون پوهانوسره مرکی درلودی ، او ددوی نه ددوی په لاس د جوړ شوی دغه اساسی قانون د ځینومادو د یو شمیر ګونګو الفاظو او تعبیراتو درلودونکیو مادو توضیحات وغوښتل مګر دوی ورڅخه عاجز شول او هیڅ ځواب یی نه درلود. نه پوهیږو دا به په کوم اصل تصویب شوی وی اوبیا به ملت ته د یوی قانونی مرجع په شکل وړاندی شوی وی؟
تر کومه حده چه بیا ددی قانون په تطبیق او تنفیذ پوری اړه لری نو اولین ماتوونکی او مخالفت کوونکی یی بیا پخپله همدوی دی هغه څوک چه عام افغانان د یاد دستور تطبیق او عملی کولو ته هڅوی تر څو هغه ته په سپیڅلتوب قایل شی هغه ته عهد او میثاق وسپاری ، خپل ټول ژوند د هغه په سیوری کی تیر کړی په خپله یی هیڅ یوه بند ته هم وفادار نه دی.
په پوره چیلنج سره دا خبره د یادولو وړ ده چه د یاد قانون له (162) مادو څخه یی تر دی دمه یوازی یوه ماده پلی شوی ده او هغه داده چه:

کابل د هیواد پلازمینه (پایتخت) ده اوبس .

بله قضیه هم د پارلمان په نوم ، یو غیر متجانس مخلوط دی او ددی مخلوط ټول ترکیبی عناصر د ملی وحدت، ملی هویت، اسلامی تشخص، استقلال، پت، عزت او شرف له اوصافو څخه کاملا عاری څیری دي. په داسی یو مجهول الهویه حالت کی څنګه کیدای شی چه دوی دی د ملت استازی شی او یا دی هم ددی اهلیت او توان ولری چه ټول ملت ته په یو سمت او یو جهت حرکت ورکړی ؟ اویا دی له دوی د ملی مصالحو د تأمین هیله وشي؟ په دوي کی کمونست، شاپرست، ماده پرست او همدارنګه د ختیځ او لویدیځ مختلفو هیوادونو ته وفادار عناصر شتون لری چه هر یو یی د خپل بادار له طرفه د ورکړل شویو احکامو لوړه کړی دوی باید هغی ته وفادارپاتی شی ځکه دوی په همدی وفاداری مکلف دي او بس .

دغه متضاد افکار، نظریات او غوښتنی څرنګه کیدای شی چه یو مسیر او یوه لاره تعقیب کړي او نه یی هم لا تر اوسه تعقیب کړی.

ګران لوستونکی دی قضاوت وکړی چه د (الرصافی) په خبره په افغانستان کی بیرغ ، قانون او پارلمان کوم یو یی خپله واقعی معنی لری ؟

همدارنګه د ملی اردو په نوم له حقیقت نه لیری یوه بله اصطلاح ده چه په یو تعداد ټوپکمارو ظلماً وزوراً ورتپل شوی ده د ټوپکمارو دغه ډلګۍ د ترکیب دندی اومکلفیت له پلوه ، نه ملی ده او نه اردو.

ملی ځکه نه ده چه ملت ته وفاداره نه ده دا په حقیقت کی یوه اجیره ډلګی ده چه مسؤلیت یی د د ښمن شاوخوا د یو امنیتی کمربند دنده پرمخ بیول دی، او دښمن د همدی هدف لپاره په خپله مالی مرسته رامینځ ته کړیده، او هم هغه ته مسؤله ده او بس.
همدارنګه دترکیب له پلوه هم دټول هیواد د اقوامو ، قبائلو، مللواو اقشارو د اسهامو دونډو پر بنسټ نه ده تشکیل شوی.بلکه په دوی کی چه هرڅوک په هره موخه وردننه شوی بی له تردده تجنید او په کار ګمارل شوی. ( عین ممکنه ده چه د پارلمانی ډیپایلیانو د شخصی ملیشو بړیڅی او لنډه غر دی هم وردننه شوی وی چه د ضرورت پر مهال البته د هغوی په تایید نسبی پاڅون وکړی ).

یو بل حقیقت ته په پام سره کوم ملت چه دری اساسی ستونزی ولری چه هغه عبارت دی له : فقر، جهل ، مرض – بیوزلی ،نالوست توب، او ناروغی- (چه البته داټولی د جګړو زیږنده ده او هره یوه یی نن مهال د افغانانو بنسټیزه ستونزه جوړوی ) هغه ملت هیڅکله هم په خپل ځان باوری کیدای نه شی او نه یی هم دغلامی کړی له غاړی پریوزی دفقر له لاسه مو بلاتبعیض حتی خپل دوست او دشمن ته هم خوله خلاصه نیولی (كَادَ الْفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْرًا)

اوهمدارنګه یو شاعر وایی چه:

اگر خواهی که ازبندش رهی بایدت که دهنت رابندش دهی

یعنی که دچا له غلامی ځان خلاصول غواړی نو باید هغه ته دی د یوڅه دراچولو په موخه خوله خلاصه ونه نیسی که یی بیا نیسی نو لطفا سترګی به ټیټوی (داسی نه شی کیدای چه هم دی ورته خوله خلاصه نیولی وی او هم ورته اوچت ګوری؟!)
یهود او نصاری داسلام دښمنان دی هوکه ! داخبره د هغوی په چوپړ کی پراته اقایون هم کوی په عین وخت کی یی تسبیح په لاس دجومات په اول صف کی ولاړ اقامت کول هم خپل میراث بولی مګرد ډالری کاپیو د تر لاسه کولو لپاره بیا هررنګه سرټیټول د خاوری د خدمت په غولوونکی بهانه په کار وړی.

دبیسوادی کچه خو مو په ګرده نړی کی بی ساری ده د رژیم نږدی په ټولوارګانونو کی له وزیره تر حاجبه کارمندان د اقرباء پروری له مخی په دندو ګمارل شویدی په تیره بیا هغه بخشونه چه حیاتی بڼه لری لکه تعلیم صحت اوداسی نور دبیلګی په توګه د باوری ډاکتر ، یا معالج ، روغتون او درملتون د نه شتون له امله خو مو ناروغان ګاونډیو هیوادونو ته حتی د ډیرو وړو وړو صحی ستونزو د حل په موخه هم ستونزمن او له خطره ډک سفرونه طی کوی ګران لوستونکی دی ووایی ،
آیا روان دردناک وضعیت به یو آزاد مسلمان او وطن دوست سړی ته د منلو وړ وی؟
آیا اوس مهال یی د خپل هیواد سربیره دنړی په کوم بل ګوټ کی کومه بیلګه موندلای شو؟
اوس چه چاړه د افغان ( چه یو وخت په نړی کی د آزادی پیکر ګڼل کیده) په مرۍ کی نیمه دننه شویده او آهسته آهسته ددغه بسمل ژوند ته د پای ټکی ږدی آیا دغه حالت بیاهم ایجابوی ترڅو دغه نیم ژوبله انسان خپل ژوند ددغی ظالمی چاړی رحم او کرم ته وسپاری په دی طمع چه ګوندی چاړه او څښتن به یی ماته نوی ژوند راوبخښی( مظلومیت ته په مقاومت ترجیح ورکړی) دسید جمال الدین افغان په خبره : آزادی داسی یوحقیقت دی چه د مقاومت پر مټ لاس ته راځی او وړیا نه ډالی کیږی او همدارنګه علامه اقبال لاهوری وایی:

زور بازو آزما گِلَّہ نہ کر صياد سے
آج تک کويي قفس ٹوٹي نہيں فرياد سے

دغلامی قفس به د مټو په زور ماتیږی نه هم په حیله سازی او بهانه تراشی او له هغه ښکاری نه په ګیلو کولو سره چه تاته یی د اسارت طوق درپه غاړه کړیدی او هغه ګیلی داسی چه : مونږ خو ډیر په وطن او آزادی مین ملت یو مګر څه وکړو خلک مو یووالی ته نه پریږدی هغه فرد یا هغه ملت یا هغه ګاونډی اویاهم دا اوهغه زما دښمنان دی ځکه نو مونږ لاتراوسه د خپلواکی او آبادی څښتنان نه شو که خارجی لاسونه لنډ شی نو بیا خو زمونږ په څیر خلک په دی ګرده نړی کی نشته.

نن مهال پر افغانانو همداسی یو پوچ منطق او وهمی فرهنګ حاکم دی او هغه : ددی لپاره چه څرنګه خپله ګناه اشتباه او غلطی پټه وساتی اویا څرنګه وکړای شی تر څو خپلی شخصی منافع تآمین کړی له دی امله د همدی بی ځایه پوچ منطق په کارولو سره دعامه ذهنیت پام ورڅخه بل خوا د اړولو ناکام کوښښ کوی تل نور دخپلو بدبختیو مسؤل ګڼی ؛ په دی لړ کی یو بل توصیه کوی او تسلی ورکوی چه د خارجیانو شتون د هیواد په ګټه دی که دوی نه وی نو افغانان به د واک او ځواک پر سر خپلمنځی ټکر پیل کړی او ددی ټکر لامل هم خارجی نامرئی مداخله ده نه پوهیږو دغه پوچ منطق دوی ته د کوم دښمن له خوا تزریق شوی؟ ددوی پخوانی نیکونه خو هم داسی نه وو مګر دا هم د ښکیلاک یوه بله ناروا دسیسه ده چه ښایی تر ډیره پری ددی ملت ساده ګان وغولوی.

هر څوک چه آزادی په دغسی بی بنسټه ، میان تهی او خرافی رموزو سره تعریفوی سپین ته تور او تور ته سپین وایی دده قاموس د حریت او استقلال په څیر له مقدسو کلماتو څخه خالی دی .

په ټولیزه توګه ویلای شو چه دا ډول ، قانون ، پرلمان او هغه ملی بیرغ چه د شته ځنخیری نوکرانو د کړنو له امله کوم صحیح تعبیر او مفهوم نه لری ( تور رنګ توره تیاره چه د غلامی معنی لری ، سور یی هم د افغانانو د وینی له تویدنی څخه عبارت دی دا دواړه صورتونه اوسمهال صدق کوی مګر دریم رنګ چه شین دی چه د انګلیسانو له ولکی تر خلاصون وروسته د آزادی معنی لری باید ورڅخه حذف شی او که نه ډیپایلیان دی ووایی چه د اوسنی ملی بیرغ شین رنګ څه معنی لری؟ ) البته همدی وضعیت اوحالت ته ډیپایلیان افغان ملی هویت وایی .

یا په بل عبارت د نن مهال هغه افغان ملی هویت چه په نړیواله کچه یی ډیپایلیان استاذیتوب کوی ددی هیواد په تیر اوسنی او هم ښایی په هغه راتلونکی کی چه ددغو ډیپایلیانو له شتونه خالی وی کومه بیلګه تر سترګو نه شی .
دا هیواد ددوی نه بلکه د بازانو او زمریانو کور دی او ان شاءالله هغه ورځ لیری نه ده چه نوموړی ډیپایلیان هم د انګریزی شاشجاع ، روسی کارمل او نورو په څیر د تاریخ یوه برخه شی ، چه بیا به یی د هغه مهال افغانان د عبرت په توګه یادوی

د ډیپایلی رژیم پیژند پاڼه

Defile Regime C.V

ډیپایلی افغان ملی هویت:

دهیواد نوم : فغانستان(دتیرپه څیرپه لومړی سرکی “الف” شتون نلری)

اساسی قانون :له څه باندی ( ۷۰ ) نامینځل شویو لوښو نه راتوی شوی کاری مواد.

پلازمینی : بلخ ، کابل ، قندهار ، هسکه مینه او داسی نور

پولی واحد : ډالر،پاکستانی کلداره ، ایرانی تومن اوهمدارنګه د پولی تورم په ناروغتیا اخته (افغانۍ) نومی یوڅه کمزوری کرنسی مګر بیاهم د هیواد خدمت فرض وی ، ناروغتیا یی د کمزوری په معنی نه ده.

رسمی ژبه : د ټوپک د شپیلی غږیز توری او کلمات چه ډیر ژر پری سړی پوهیږی ، کله کله په نا قانونه توګه دری ، پښتو او داسی نوری ژبی هم د ورځنی تفاهم وسیله کیدای شی.

موقعیت : د آسیا زړه

جغرافیایی حدود : ددوی په اند ، لا نه دی ترسیم شوی (؟؟؟ کیلومتر مربع )

سرکاری دین : دیموکراسی

د نفوسو شمیر: د ۲۰۰۱م کال د ناټو او ایساف دسرشمیرنی ( احصائیی) له مخی د ګردی نړی له نفوسو څخه یی هم شمیر زیات دی ځکه په ټولوژنو ، زندانی کولو او بهرنیو ملکونو ته په تیښته مجبورولو هیڅ ډول کمبود نلری ، لا اوس هم چه څومره دی هغومره دی بلکه زیات شوی دی خو کم شوی نه دی .

فوځی ځواک : له ( ۴۲) قطرونو جوړه مللی ( “بین” کلمه شتون نلریِ) نظامی ټولګه ، چه له نهو مورچلونو نه په ترصد مکلفه ده ، ددوی په لاس جوړه شوي “فغانی” ملی اردو ددوی د ګارډ دنده لری ، ولس تاریخی افتخارات لری ځان ساتلی شی مګركه احیانا دغه ولس، د سرپیچۍ په ناروغتیا اخته شو، بیا خوبه “ملی” او “مللی” دواړه اردوګانی به د خپل مسؤلیت له مخی مجبوری وی ترڅو په هغو درملوچه له بهره را وارد شوی علاج وکړی . لکه :
Free Treatment prescription
Tab : bullet
Syrup: wine
Inj : white powder Lotion (which is able for blasting if it is dry )
Bed : graveyard



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

یوه تبصره

  1. د عالم الدین قدر :
    عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمایې:
    چا چې دعلماء سپکاوی وکړ، دهغه قیامت خوار شو
    له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
    «إِنَّ اللَّهَ لَا يَقْبِضُ الْعِلْمَ انْتِزَاعاً يَنْتَزِعُهُ مِنْ الْعِبَادِ وَلَكِنْ يَقْبِضُ الْعِلْمَ بِقَبْضِ الْعُلَمَاءِ، حَتَّى إِذَا لَمْ يُبْقِ عَالِماً اتَّخَذَ النَّاسُ رُءُوساً جُهَّالاً، فَسُئِلُوا فَأَفْتَوْا بِغَيْرِ عِلْمٍ، فَضَلُّوا وَأَضَلُّوا»
    (رواه البخاري ومسلم).

    ژباړه: بی له شکه الله تعالی علم یو دم نه لری کوی، چې له بنده ګانو څخه ئې واخلې، بلکه علم به د عالمانو په اخیستلو یعنې د عالمانو په مرګ سره پورته کړی شي، تردې پورې چې یو عالم به هم پاتې نشي، نو خلک به خپل مشران ناپوهه وټاکي او له هغو څخه به پوښتنې کوي، نو هغه به بې له علم او پوهې څخه فتوا ورکوي نو ځان او خلک به ګمراه کړي.

    فائده : امام أحمد رحمه الله فرمائې :
    د أهل علم په حق کښې ګستاخي او تمسخر له لویو ګناهونو څخه یوه ګناه ده بل دا چې د علماو غوښې زهرجنې دي، چا چې بوی کړې مریض شوی دی او چا چې خوړلې دي مړشوی دی.

    #قاری_حکیم_الله_صابری

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.