عمر فاروق رضي الله عنه او محکمه

ژباړه: قاري هاشمي

کله چې ابوبکر الصدیق رضي الله عنه خلیفه سو، عمربن الخطاب رضي الله عنه یی د مدینې منورې قاضي و ټاکه.

پوره یو کال تېر شو نه خو عمرفاروق محکمه کې کومه فیصله وکړه، او نه ورته کومه شخړه د حل لپاره راوړل شوه؛ نو له خلیفة الرسول ابوبکر الصدیق رضي الله عنه څخه غوښتنه وکړه چې له قضا څخه یی لرې کړي، هغه ورته وفرمایل: ايا له قضا او فیصلو کولو څخه ستړی شوې ای عمره؟!

عمر بن الخطاب رضي الله عنه و فرمايل: نه

بلکه دې مؤمن او مسلمان قوم ته زما د قضا او فيصلو اړتیا نشته، زه دوی ټول پېژنم چې له خپل حق څخه زیات شی نه اخلی.
او که په چا کوم شی حق وي، هغه پوره اداء کوي.

هر څوک هغه څه چې ځانته یې خوښوي بل مسلمان ته یې هم خوښوي.

که کوم یو چیرته لاړ شي؛ نور یې احوال اخلي، یو د بل د مریضۍ پوښتنه کوي، پخپل منځ کې له فقیرانو سره مرسته کوي، د غم او مصیبت په وخت کې غم ځپلي ته تسلي ورکوي.

دین د دوی لپاره خیر خواهي او نصیحت دی،

اخلاق یی امر بالمعروف او نهي عن المنکر دي.

نو آیا په دوی کې به هم څو شخړې کوي؟
آیا په دوی کې به هم څوک لانجې کوي؟



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.