پرليکه مشاعره

ترتيب : شاکرجان هلمندي

د تيرې پنج شنبې د شپې مشاعره چي د مرحوم مولاناعبدالغفار بريالي صاحب د شعر په مطلع سره پيل شوي وه د محترم ورور عبدالرحمن محمود صاحب پر ديوال پاى ته ورسيده، اوس يې ستاسو مخې ته ايږدو هيله ده چي شعري تنده مو پري خړوبه کړى.

مسخره وشخصيت ته تاوانې ده
نتيجه ئي په اخر کي خفګانې ده
جواداحمد
سمہ لارہ داسلام دہ پري روان شه
کژہ لارہ  کي  ملگرو بربادي دہ

هدايت بدر
جگړه مو شروع کړي نن په مینه
اروزگان کي مو په برخه کامیابي ده

احمدبريالى
دعاقل حيثيت يومخي تباه کړي
په دا لار کي سراسرسرګرداني ده

قيس خپلواک
صلیبان یې په قیمت کله پوهیږي
د غازي د ښکلو وینو ارزاني ده

رشيدحبيب زئى
ته وه ګرده په دي پوه شئ افغانانو
وه ګټلی مو جګړه دا صلیبی ده

عمرکوچى
رازہ یارہ نن دمینی قرباني دہ
ورنہ زاربہ کڑوسرونه سربازي دہ

زاهدافغان
دشهیدجانان له وینو مي خال ایښی
په تندې مي دانيــښان ده ازادې ده

رشيدحبيب زئى
غلامي و افغاني ته تاواني ده
نتیجه یې په اخر کې تباهي ده

حقمل زرمتي
مخ یی ٹول دپاک الله له نوره ډک ده
دشهید جانان ســـــیره مو نوراني ده

عمرکوچى
پہ حریت کی کہ سوک مڑشی پروانہ کا
لوئ پیغورموپہ دستورکی غلامي دہ

قيس خپلواک
سلسله مو دسَند رسې تر بدره
تسلسل کې د غزاو  ازادي ده

رشيدحبيب زئى
زه و دومره درته وایمه ملګرو
رابیدار شئ کنه ختمه مو ځوانی ده

زاهدافغان
په حريت کي که څوک مړه شي پروا نه که
خــدای وهــلی غلام هرځــای تاوانــې ده

دادم عرفان
چه عزت دمور او پلار په ژوندون وکړي
هم ددی انسان په برخه کامیابي ده

عرفان الله عرفاني
د ملګرو دې ښایسته مـــشاعرې ته
دا یو بیت ورته ډالۍ د عرفانـــي ده

حقمل زرمتي
داغیارو دوحشت به مو خدای ژغوري
مونگ په دین باندی ورکړی قرباني ده

نائل زوري
وطن مو وران او ویجاړ پروت ده
لویه خدایه زموږ خوښه ازادي ده

ذاکرمسافر
دغیرت داستان چی لیکی دغازیانو
لیکوالانوته همدغه فيروزي ده

هدايت بدر
توری زلفی یی ثقیل سره مزه کڑي
دراکیٹ هیبتي کڑنگ یی رنایي ده

حمدالله دانشمند
د راتللو لار یې څارم ګنې راشي
مظلوم یار مې په روزګان کې زنداني ده

حذيفه بدر
ځان اصلاح کړه ګوره دادنیا فاني ده.
ګناه مه کړه عاقبت یې پښیماني ده.

عبدالله دانش
ربه ستا په نصرتونو بری غواړي
ده طالب له سره ښامارسره سیالي ده

افغان قندهارى
لږڅه پوه سه دو نياپاته ده فاني ده،،،
چى پخوا مودعقبا سخته خواري ده

جواداحمد
زہ جواد دی پہ شعرونو کی رانغاڑم

زکہ ماھم شروع کڑی شاعري دہ

عبدالله دانش
ازادۍ مو ناوکۍ غوندی ساتلئ
داسور شال یه زموږ ده وینو نښاني ده

عبدالغفارذاکر
سپين ايمان سپين مومسيرسپين موهدف دى،،،
سپين بيرغ مو نښانه دآزادي ده

حمزه افغان حسيني
علم شه د هر إنسان زيب او زينت دى
جهل توره ترگمى ده  ظلماني ده

ابومحمدحامد
قتل وکړی خیانت وکړی بیانوخان شی
ددی ځای دخلکودغسی خاني ده

نبي انقلابي أشنا
سربازان چی داسلام په نوم قربان شول
افتخارراته دهرتن قربانی ده،

چی تاریخ یی شایسته کر.په نومونو
پاس په سرکی یی نوموری فدایي ده،

ابراهيم صياد
مستې حورې مې هدف ندي صیاده
شهید روح مې د رب مخ ته سودایې ده

احمدخان شاکر
په دوشمن به لکه تندر راغورزيګى
يارمى کړى اراده استشهادي ده

شاکرجان
زما د زړه تسل دده په ديدن کيږي
د طالب جانان څهره مي نورانې ده

تپاندزهاد
مجاهده راشه ښکل دي په تندي کړم
غیرتمن یي نن مات کړي دي غربي ده

بشيرخان
که عزت مي په ډالر او په پيسه وي
ماپري ايښي لاپخوا له دغه خاني ده



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.