د نړۍ ګرمېدنه

فضل الدين احسان  

په تدريجي ډول د ځمکې د سطحې، سمندرونو او اتوموسفير ګرميدلو ته د نړی ګرمېدنه وايي. ساينس پوهانو ثابته کړې چې د 1800 ميلادي پيړۍ څخه ورورسته تر اوسه پورې د نړۍ په تودوخه  کې زياتوالی راغلی او په راتلونکو کلونو کي به لا نور هم زياتوالی راشي. د نړۍوال چاپېریال ساتنې ادارې (EPA) د احصائې په اساس په تيرو 100  کلونو کې د نړۍ تودوخه 1.4FO (0.8CO)  په اندازه زياته شوې ده. وړاندوينه شوې ده چې په راتلونکو 100 کلونو کې به د نړۍ تودوخه  (2-11.5)Fo  يا (1.133-6.42)Co زياته شي. د متحده ايالاتو د هر ډول الوتونکي ماشينونو حکومتي اداری يا  NASA د يو راپور له مخي د نړۍ مهمې ساينسي اداري دی حقيقت ته رسیدلي چې د نړۍ ګرمېدنه يو حقيقت دی او د نړۍ 97% د اقليم ساینس پوهانو ټاکلې ده او هم دي تجربې ته رسيدلي چی د نړۍ د ګرميدنې ميلان په طبعي ډول نه واقع کيږي بلکې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې واقع کيږي.

د شين خونيزه ګازونو تاثير:

د نړۍ ګرمېدنه د شين خونيزه ګازونو د تاثير څخه  رامنځ ته کيږي کوم چې د ځمکې او د اتوموسفير د متقابلو اغيزو څخه رامنځ ته کيږي.دلمر وړانګي د اتوموسفير پواسطه د ځمکې په سطحه لګيږي او د جذب کيدلو وروسته په حرارت بدليږي او اتوموسفير ته بيرته انعکاس کوي. په اتوموسفير کي شين خونيزه ګازونه د اتوموسفير 90%  حرارت جذب کوي او بير ته ځمکې ته انعکاس ورکوي چې په نتيجه کې يې  د ځمکې سطحه 15co   ګرمه کړي او زمونږ د ژوند د اوسيدلو شرايط يې برابر کړي يعني که چېرې دا ګازونه په اتوموسفير کې نه واي نو تودوخه به د اوسنی تودوخې څخه 15CO    څخه کمه وه او ژوند به سخت وو.

شين خونيزه ګازونه عبارت د CO2، CH4، N2O، H2O او CFCs  څخه دي چې تر ټولو غالب او زيات خطرناک ګاز يې کاربن ډای اوکسايد  (CO2 ) دی. په اتوموسفير کې ځينې کاربن ډاي اکسايد په طبعي ډول شتون لري لکه د صنعتي انقلاب نه پخوا د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm وه يعنې په تيرو 800000 کلنو کې د کاربن داي اکسايد اندازه په اتوموسفير کې 280ppm  وه خو د صنعتي انقلاب نه وروسته د کاربن داي اکسايد اندازه په بي اندازی زياته شوې ده او NOAA د احصائې په اساس د کاربن داي اکسايد اوسنی سرعت يا زیاتوالی د پخواني يخچالي دورې په نسبت 100 ځله زيات دی. د 2013 ميلادي کال د مئ مياشتي د يو ساينسي راپور له مخې د کاربن داي اوکسايد اندازه د 400ppm څخه زياته شوې ده.  د کاربن ډاي اکساي ترټولو لومړي او غټه منبع د فوسيلونو(تيل ، ګاز،کويله او نور )  سوزیدنه ده چې د انساني فعاليتونو په نتيجه کې سوزول کيږي  او دوهمه منبع د انسانانو په واسطه د ځنګلونو له منځه وړل دی ځکه چې ونې کاربن دای اکسايد په زياته اندازه جذب کوي او په اتوموسفير کې د کاربن داي اوکسايد اندازه کموي او په نړۍ کې د ځنګل غوڅونې په نتيجه په يو کال کې يو بيليون ټن کاربن داي اوکسايد هوا ته خارجيږي.

د نړی د ګرميدنې تاثيرات :  

د نړۍ ګرميدنی تاثيرات د نړۍ په زياتو سیمو کې تر سترګو شوي دي د مثال په ډول د  USGS د احصايي په اساس  Montana Glacier National Park پخوا 150 يخچالونه درلودل او خو په اوس وخت کې يوازي 25  يخچالونه پکي ليدل کيږي.  سيانسدانانو ښودلي ده چې د نړۍ ګرمېدنه د اقليم د بدلون سبب ګرځي چې د اقليم د بدلونه څخه په نړۍ کې شديد طوفانونه رامنځته شي د کولمبيا د پوهنتون يو پروفيسر وايي چې شديدي بړبکئ يا سمندري طوفان خپله انرژي د حرارتي بدلونو څخه اخلي چې کې شديد طوفانونه ،بړبکۍ او سيلابونه رامنځ ته کوي.  د NOAA د احصائي له مخی حرارت درجه ورځ په ورځ زياتيږي په شمالي امريکا کې  2012 ميلادي کال د 1895 ميلادي کال څخه وروسته دويم زياتی تودوخې لرونکی کال وو او د نړۍ په سطح د 1880 ميلادي کال څخه وروسته څلورم ګرم کال وو.

د نړۍ د ګرميدنې  تاثيرات:

  1. وژونکی حرارتي وړانګې: انسانان د نړۍ د ګرميدنې سبب ګرځيدلي او د وژنې امکانات يې دوه چنده کړي  چې وژونکو ګرمو وړانګو د 2003 ميلادي کال کې د جولاي او اکست په مياشت کې په اروپا کې 27000 انسانان ووژل چې دغه اوړي داروپا د وچی په سطحه په تيرو 500 کلونو کې تر ټولو ګرم اوړی وو او د ګرمو وژونکو وړانګو پواسطه د نړی په سطحه تر ټولو زياته مړينه وه.تودوخی ، وچکالي او د ځنګلونو خود بخود اور اخستنی د اروپا ځنګلي ، برقي او زراعتي سکتور ته 13 بيليونه يورو تاوان اړولی دی.  همدارنګه په انډيا کې  د 1998 ميلادي کال په اپريل او جون مياشتو کې 3022 انسانانو ته د ګرمي پواسطه مړينه واړوله او شکاګو کې په 1995 ميلادي کې کې 525 کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
  2. سخت بارانونه او سيلابونه : د موندل شوي معلوماتو له مخې د نړی ګرميده زياته شوې ده او  د باران د اوريدلو پيښې په اوسنۍ لسيزه کې بي اندازې زياتی شوی د مثال په ډول په 1999 ميلادي کې داسی سخت بارانونه ، د ځمکو ښويدنه او سيلابونه رامنځ ته شول چې په تيرو 100 کلنو کې هم نه وو راغلي او 30000 انسانان يې ووژل.
  3. وچکالي ، ځنګلي افتونه او ځنګلي اور اخستنه : د 1998-2002 ميلادي کلونو ترمنځ د زياتې ګرمي او کم باران په وجه په شمالي امريکا، جنوبي اروپا او جنوبی او مرکزی اسيا کې زياته وچکالي رامنځ ته شوه کوم چې په تيرو 500 کلونو کې تر ټولو زياته وچکالي اټکل شوې ده. عموماً د نړی په سطحه ګرمي د ارام سمندر په لوديځی برخی او د انډيا د سمندر په ګرمو اوبو پورې اړه لري.

حشرې به د نړۍ د ګرمېدنې نه پخوا په يخ موسم کې ځنګلونو ته تلې او هلته به يې ژوند تيرا وه خو اوس  وخت کې عموماً د نړۍ د ګرمي يا تودوخې اندازه زياته شوې ده او د حشرو ژوندي پاتي کيدلو ته يو خطر واقع شوی دی.

وچکالي  ، تودوخه او د حشراتو حملی د سخت ځنګلي اور ګرځيدنې سبب ګرځي د مثال په ډول په الاسکا کې  2004 ميلادي کال د تيرو 30 کلنوڅخه سخت دځنګلونود اورلګيدنې کال وو چې د ماريلينډ د ساحې زيات ځنګلونه يې له منځه يووړل.

  1. د سمندرونو د اندازې يا ساحی زياتوالی : د سمندرونو د ساحی زياتوالی د د نړی د ګرميدنی يوه مهمه اغيزه ده. په 20 پيړۍکې د نړۍ د سمندرونو اوبه 8-4 انچو په اندازه جګی شوی دي چې د تيرو 3000 کلونو په نسبت 10 چنده زياتې دي.  که چېرې د نړۍ د سمندرونو اوبه په دي اندازه جګيږی نو په راتلونکي 21 پيړی کې به د نړۍ د 15  غټو ښارونو څخه 11  غټ ښارونه د نيويارک،  ټوکيو ، ممبئ ښارونو په شمول د سمندرونو د اوبوڅخه لاندی راشي.
  2. د انواعو د لړيو انتقال او بدلون او کلني دورانونه :د ماهيانو او تي لرونکو څخه تر ونو او ښو د 1400 څخه زياتې نوعې تجريه شوی چې په دي نوعو کې د 80٪ څخه زياتو نوعو د ټيټ عرض البلد څخه لوړو عرض البلدونو ته مهاجرت کړی ددی ټول انتقال يا مهاجرت يواځني عامل د نړی ګرمېدنه ده چې د وخت په تيریدو سره به شديد ايکالوجيکي او اقتصادي بدلونونه رامنځ ته کړي لکه د موجوده ساحو څخه د ماهيانو له منځه تلل دي.
  3. د ناروغۍ خپرېدنه : د تودوخې او حرارت درجې زياتوالی ددې سبب ګرځي چې د ناروغيو انتقالونکي په خاص ډول خوله لګونکي او غوماشي ژوند ته پر مختګ ورکړي او شايد د غوماشو هغه وخت په کوم کې چې دوی ژوند کوي اوږد کړي او همدارنګه په مکسيکو، کولمبيا او راوندا کې د نړی د ګرميدنې څخه مخکې د استوائي ناروغيو کوم تاثيرات نه ليدل کيدل خو په اوس وخت کې د تودوخې دزياتوالی پواسطه د استوائي ناروغيو(ملاريا، ډينګي تبه او ژيړه تبه ) خپرېدنه  زياته شوې ده.


یوه تبصره

  1. الحاج استاذ بیانزی

    ټول مخلوقات د پیدایښت ، مرګ او د مرګ او ژوند تر منځ چه کوم تعاملات او معاملات تر سره کیږی .وخت او د هغه دکیدو او نه کیدلو عوامل یا علتونه له اوله ټاکل شوی او کارول کیږی . مګر د هر څه خلق کیدلو ته د هغوی د پیدایښت هدف ټاکل شوی الله ج فرمایی مونږ دا هر څه د هیڅ د پاره نه دی خلق کړی ، د زمکی ، سپومی او په لمر سربیره دغه لاینتاهی ستوری چه ځینی یی له زمکی کوچنی مګر ډیر یی له زمکی او لمر هم لوی دی ځینو ته یی مونږ انسانانو سفر هم وکړو مونږ ته خالی او بیکاره معلومیږی ، مګر زمونږ د علم ساحه د هغه ستوری د ماجول د کارکولو کچه او کیفیت ورته نه لګیږی مګر الله ج فرمایی چه دغه هر شی د هغه د فطرت ، طبیعت او جسامت له مخی څه کړنی تر سره کوی یا پکی کومی کړنی ترسره کیږی .
    زمکه چه مونږ انسانان یی ورباندی حاکمان ټاکلی یو د زمکی د پوهیدلو علم یی هم راکړی او زمکه یی زمونږ د علم علمی څیړنو او کړنو د باره برابره پیدا کړی حتی د زمکی ماحول یی داسی جوړ کړی چه مونږ ټول ژوندی شیان پکی په اسانی او خوښالی ارام ژوند وکړو . انسانانو ته یی زړونه او مغزونه ورکړی چه د الله ج دغه د زمکی مواد د ځان د ګټو د پاره سره یوځای یا جلا کړی . الله ج فرمایی چه انسان می په احسن تقویم سره خلق کړی ، چه هر څه په مناسبه کچه تر سره کړی مګر دا چه انسانان د بد مرغۍ او نیک مرغی له امله په دوه ډوله ویشل شوی حریص او قانع انسانان چه د همدغه ویشنی له مخی انسانان د حق او باطل په اړخونو ویشل شوی او له امله یی الهی ازموینه رامنځته شوی ، حریص انسانان د نورو د استثمارولو د پاره هڅه لری چه لمړی زر ، زور او تزویر خپل واک کی کړی او بیا یی د نورو له ګټو څخه د استفادی کولو دپاره وکاروی ، د ظلم ، فتنو ، دسیسو ، وحشت ، بی عدالتیو ، وژنو او فساد څخه کار اخلی .
    په دغه افراطیت کی زمکه چه مونږ ته د مور حیثیت لری هم متضرره کیږی ، او دغه اضرار د زمکی د ګرموالی او زړښت سبب شوی ، یعنی د نورو عواملو په څنګ کی انسانی عامل د زمکی د زړښت د پاره تر ټولو عمده عامل دی یعنی انسان په لوی لاس د حرص له امله خپل ځان او خپل هغه خوږه مور چه د هغی په غیږ کی مونږ خوشاله ژوند تیروو له منځه وړو یا هغه تخریبوو او بیکاره کوو له افراط او تفریطه کار اخلو له کومه چه مونږ الله متع کړی یو .
    حیرانوونکی یی بیا دا چه همدغه دهشتګر او افراطیون د خپلو دهشتګری او افراط پړه هم په نورو قانع او شو خلکو وراچوی ، مونږ او تاسی د دی خبرو مثالونه په خپل ژوند کی په خپلو سترګو ګورو مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.