رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۰برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دتومَس کار لائيل
Carlyle Thomas په آ ند
تومَس کار لائل څوک دی؟

تومَس کار لائل د برطانیې یو ادیب او فلسفي ؤ، په ۱۷۹۵ میلادي کال سکاټلنډ کې پیداشوی دی او په ۱۸۷۳ میلادي کال کې یې د فرانسې پر انقلاب باندې یو ضخیم کتاب ولیکه، په ۱۸۴۰ میلادي کال یې ((د نړۍ مشهور خلک)) یو کتاب تالیف کړ، چې هغه کتاب د(Hero and Hero Worship) په نامه سره دی.

دا کتاب په ۱۸۴۱ میلادي کال کې خپور شو چې په دې کتاب کې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم شامل دی او ده رڼا ورباندې اچولې ده، له دې څخه وروسته تومَس کارل لائل د کرامویل Cromwell لیکونه، خطبات او دفریډرک دی ګریټ سوانح ولیکلې، دایې اخري تصنیفونه دي، په ۱۸۶۵ میلادي کال کې په (ایډنبرا پوهنتون) کې د اعزاز په ډول سره مقرر شو، په ۱۸۷۴ میلادي کال کې یو نړیوال اعزاز هم ورکول شو او په ۱۸۸۱ میلادي کال کې تومَس کارل لائل له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دی دنبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله پخپل کتاب کې لیکې:

دا چې د اروپا په شمالي سیمو کې جهالت، بت پرستي، شرک او لامذهبیت شتون درلوده،  بل لور ته په جزیرة العرب کې یو برحق پېغمبر مبعوث شو، چې دا معمولي خبره نه ده، د نبوت څرک په ټوله سیمه کې انقلاب راوست،چې ددې ستر انقلاب بنسټ ایښودونکی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ؤ، ده دا دعوه نه کوله چې زه خدای یم او نه هم دده پیروانو ده ته ویل چې ته خدای یې، دا چې په ده کې خدایي صفتونه موجود وو او خلکو ورته پېغمبر وایي له همدې کبله زه ورته اتل (Hero) وایم، ما محمد صلی الله علیه وسلم ددې لپاره نه دی انتخاب کړی چې دی مشهور پېغمبر دی؛ بلکې زه د یوه غیر مسلم په صفت کولای شم چې دده په هکله خپل اظها ر وکړم، بل لور ته چې زه د ده کوم لوړ او ستر صفات بیانوم، له دې څخه مې موخه دا نه ده، چې زه یو څوک مسلمانوم؛ بلکې زه د ده ستاینه د انصاف او پوره عقل په تله کې کوم، زما په آند دی یو رښتینی پېغمبر ؤ، زه نه غواړم چې دده په ستاینه کې له تعصب څخه کار واخلم؛ بلکې هر څه به رښتینی وي، زه داسې نه کوم لکه ځینې کسان چې پر محمدصلی الله علیه وسلم باندې درواغ وایي، لکه د انجیل لوی عالم ممتاز مستشرق ایډ ورډ پوکاک (Edward Pococke) چې له جرمني مستشرق ګروټیئس (Grotius) څخه پوښتنه وکړه چې د دې الزام په هکله تاسې څه وایاست چې د محمدصلی الله علیه وسلم پر غوږ باندې کفتره کښېناستله، دانه یې خوړله او دا کفتره ملائکه او وحې وه، ګرو ټیئس وویل: موږ د دې خبرې هیڅ ثبوت نلرو او دا لغوه خبره ده؛ دا خبره د پیریډیکس په کتاب (History of Decline and Fall of Roman Empire) کې کړیده، چې په ۱۶۷۸ میلادي کې خپور شو، پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندې داسې بې بنیاده تورونه دجارج سېل (George Sale) په کتاب (Preliminary Discourses) کې هم خپاره شوي دي او ما د دې بې بنسټو تورونو تکذیب په ۱۸ می ۱۸۳۸ کې وکړ، او دا ټول مې درواغ وبلل.

په ۱۲۰۰ کلونو کې ۱۸ کروړه خلکو د اسلام دین قبول کړ، چې داهم دآدم اولاده ده، چې دا شمېر د ټولو مذهبونو څخه ډېر دی، دا ټول خلک د محمد صلی الله علیه وسلم پر ټولو احکامو باندې پوره تصدیق لري، دهغه هره خبره مني، د تعجب وړ خبره خو دا ده چې که یو کس په درواغو سره د خښتو او خټو یو کور جوړ کړی، نو هغه تر ۱۲۰۰  کاله پورې نه پاتې کیږي، بلکې هغه ډېر ژر له منځه ځي او دا چې د تهذیب او اخلاقو بنسټ کښېږدي په دې کې د درواغو هیڅ امکان نشته، نو دا کس (محمدصلی الله علیه وسلم) رښتنی انسان دی او هر څه یې رښتنی دي، اصول یې دانسان له فطري شریعت سره برابر دي او فطري شریعت بیا د عقل او رښتینی اوصولو یوه ټولګه ده، کله چې یو انسان داسې فکر وکړي؛ چې دا قانون درواغ دي؛ نو هغه له فطر ته خلاف قانون دی چې جعل کاري پکښې وي خو د محمد صلی الله علیه وسلم په قوانینو کې هیڅ داسې خلاف فطرت قانون نشته نو ځکه ویلای شو چې دی رښتینی دی،  داسې کس ته څوک د درواغو نسبت هم نشي کولای، دا ځکه دی صادق انسان ؤ او صداقت د انسان په شخصي تعمیر کې خورا پوره ونډه لري، اخلاص د یوه انسان پر قیادت باندې پوره اغیزه لري، مخلص انسان
هغه نه دی چې دی په خوله وایي چې زه مخلص یم؛ بلکې دده داعمالو او افعالو څخه معلومیږي چې دی څومره وزن لري.

زه محمدصلی الله علیه وسلم ته اصلي کس وایم، د ده اغیزه پرکاڼه، ړانده ، بې کوره باندې هم وه، دده الفاظ له نورو عامو خلکو څخه بېل وو، نو ځکه زه ویلای شم چې دا بل شی نه دی، بلکې وحې ده، دا وحې د خدای اخري او نوی پیغام دی، که چېرې د ده تعلیماتو ته توجه ونشي، دا به حماقت او لوی جهالت وي، د ده یوه خبره نه درواغ شوه او نه یې فعل غلط وختلو، نه هم د ده یوه خبره بې معنا او بې مفهومه ده، داسې بېلګه هیڅوک نشي وړاندې کولای، ده نړۍ روښانه کړله، د خالق په سبب یې دې نړۍ ته خلاصون پیداکړ، داسې یوه وړه بېلګه به هم له چاسره نه وي چې د محمد صلی الله علیه وسلم څخه دې یو لغزش شوی وي، هره خبره چې د خولې څخه یې وتل هغه روښانه وه، په الهي نور سره ښکلې وه، د صداقت په څپو کې وه، دا منم چې مخکې هم نورو پېغمبرانو ته وحې شوې ده؛ خو دا وحې تازه او اخري وحې ده، په بایبل کې د پېغمبرانو په هکله هر څه ویل شوي دي خو ګناوي ورڅخه شوي دي، لکه د داؤد علیه السلام څخه (نعوذبالله) خو د محمدصلی الله علیه وسلم په هکله هیڅ داسې څه نشته.

محمد صلی الله علیه وسلم په داسې ټولنه کې د عربو پیدا شو، چې جهالت اوج ته رسېدلی ؤ، عربو د لرګیو او ډبرو عبادت کاوه، په دې ډبرو کې حجرالاسود هم شامله ده، دا به د زمزم له څاه سره پرته وي او خلکو به یې عبادت کاوه، د محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې قریش تر ټولو غټه قبیله وه، محمد صلی الله علیه وسلم په ۵۷۰ میلادي کال کې پیدا شو او دی د قریشو د بنی هاشمو څخه ؤ، د ده کورنۍ د سیمي د معززو خلکو څخه وه، د ده له پیدایښت څخه مخکې دده پلار عبدالله وفات شو، کله چې دی د۶ کلونو شو، مور یې وفات شوه، بیا د ده پالنه، د ده د نیکه عبدالمطلب په غاړه شوه، چې هغه تقریبا د ۱۰۰ کلونو ؤ، د عبدالمطلب دوفات څخه وروسته دده پالنه د ده کاکا ابوطالب په غاړه واخیسته.

نوربیا…



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    پوهه
    پوهه پردوه قسمه ده:عامیانه اوعلم ۱. عامیانه:داپوهه دهرچاسره ده حتی حیوان هم تریوی اندزی ځنی برخورداره دۍ پدی پوهیږی چه داوښه زمادخو خورک دی اودانه دی پرپاڼ نه شوه کیږی لاره پیژنی……هم دغه رقم بیعلمه انسان هغه څه چه سمدلاسه دده تجربه سوی ده پیسی پیژنی دۍ الله اشرف المخلوق پیداکړۍ دی ده ته یی عقل اوتمیزورکړۍ دۍ اودعلم کولو استعدادیی ورکړۍدۍ چه خپل نور مخلوق ته یی نه دۍ ورکړۍ. علم پردوه قسمه دۍ: علم معاش اوعلم معاد، علم معاش دهرانسان سره تریوحده موجوددۍپه دی کی تجارت صنعت لکه اصلحی جوړول،موټران جوړول اوداسی نور دخلکودبیعلمۍ استفاده کول دهغوحقوق دخپل ځان په په ګټه اچول یوښه مثال یی دلته زه راوړم: سلطان سکندر دیونان ایرا ن ونیوۍ دهغه وخت دیونان شیطانی عالمان ډیرمشهوروولکه افلاتون،سقرات،ارستواوداسی نورنوسلطا سکندر وه خپلو شیطانانوته ولیکل ایران ډیر دهستیوډک دۍ خوزما فوجی قدرت دونه نه دۍ چه دا همیشه ترخپل تسلط لاند ی وساتلای سم تاسوماته داسی مشوره راکۍ چه دازه ترخپلی قبضی لاندی همیشه وه ساتلای سم هغو شیطانی عالمانوداسی مشوره ورکړه چه ترننه یی کفار زموږ پرملکو استعمالوی: پرلوړو چوکیو(قدرت) نااهله اوناپوه خلک مقرر که چه هغه دخپل قدرت دساتلو په خاطر همیشه ستادقدرت دحفاظت دپاره کارکوی اوپه ملک کی دمسکنۍ شرایط برابرکه چه خلک دعلم دکولو اودظلم سره دمقاومت اوپوهی طوان ونه لری،وګورۍ چه امریکااوانګریزانونن زموږ په ملکوکی دغسی ظالم حکومتونه ترخپل حفاظت لاندی ندی ساتلی ورور یی دورور دښمن همسایه یی دهمسایه دښمن په جنګ یی په مختلفوقسموسره اچوی دخپلواصلحودکارخانو اصلحی پرخرڅوی دملک دغلاپیسی ځغلوی د دوی په بینکوکی جمع کوی ددوپه ملکوکی کارخانی په جوړیږی ددوی ځوانان کارکی کوی زموږ ځوانان بیکاره ګرزی یعنی علم معاش دپیسو اودقدرت ترلاسه کولوعلم دی دحق اوناحقه سره کارنه لری لکه چه په سیکولروملکوکی وکیلان ترټولوډیرښه درواغ جوړوی اوخپل مجرم د جرمه خلاصوی لکه چه وایی: د دنیاپه چاره هرسړۍ عالم دۍ چه سړۍ پری سړۍکیږی علم بادۍ ۲.علم معاد:داپه اسلام کښی دۍ داعلم چاته اجازه نه ورکوی چه څوک دی پرچاظلم وکی په دی علم کی فریب کول،درواغ ویل اوهغه څه چه د انسان په ضرروی دخپلی نفعی په خاطر کول ممنوع دی الله فرمایی:کل نفس ذا‌‌ءیقتُ الموت ط ونبلوکم باالشروالخیرفتنت ط والیناترجعون.(الانبیاء ۳۵)معنی(هریونفس څکونکۍ دۍ دمرګ اوموږاز مویوتاسی په سختۍ او آسوده ګۍ کښی په طریقه دامتحان اوزموږ طرف ته به راوه ګرزول سۍ.اوحدیث شریف دۍ:ستاسوهیڅ یوکامل مؤمن نسی کیدای ترڅوچه دخپل مؤمن وروردپاره محبوب ونه ګڼی هغه څه چه دځان د پاره یی ګڼی.داعلم پرهرمسلمان فرض دۍمثلاً خلک دهیروینو،چرسو اونورومخدره موادوکارکوی دۍ علم دین نه لری چه دافسادکول دی په مځکه کی دادالله او دهغه درسول سره جنګ دۍ ددی سزا قتل ،لاس اوپښی پریکول دی داحقیقی علم دۍ هر هغه انسان چه پرآخرت ایمان لری په دی پوهیږی چه تردی موقتی ژوند هغه ابدی ژوندبهتردۍله ګمراهۍ څخه لاس واخلی دالله څخه وبیریږی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.