پاکستان وایي واګه بندر د افغان سوداګرو پر مخ خلاص دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا وایي چې پاکستان د واګه بندر د افغان سوداګرو پر مخ نه دی تړلی او دوی کولای شي چې خپل مالونه له دغې لارې هند ته صادر کړي.

نفیس زکریا له بي بي سي سره په مرکه کې زیاته کړې چې پاکستان خپل ژمنو باندې ولاړ دی او افغانستان ته یې د ترانزیت لاره ورکړې ده.

هغه څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیت د تړون له مخې افغانستان نشي کولای هندي توکي د پاکستان له لارو وارد کړي.

دا په داسې حال کې چې اشرف غني تېره ورځ ویلي وو چې که پاکستان د واګه بندر د افغان سوداګر پر مخ خلاص نه کړي دوی پاکستاني سوداګریزو لاریو ته د خپل خاورې له لارې منځنۍ اسیا ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویاند محمد اشرف هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزیت موافقې له مخې افغان سوداګر کولای شي چې خپل سوداګریز توکي هند ته صادر کړي او په دې اړه پالیسۍ کې هیڅ تغیر نه دی راغلی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.