زندانونو كې اختر / رضوان الله ( فيضاني )

رضوان الله ( فيضاني )

اخ څومره خوند مزه كړي تورو غرونو كې اختر
په دښتو او ميرو په ګړنګونو كې اختر

څه خوند به د اختر وي په کورونو په ښارو كې
ډېر خوند لري والله په سنګرونو كې اختر

بې شمېره سلامونه دې وي هغو شازلمو ته
چې تېر يې كړو په مينه زندانونو كې اختر

حيران يمه څوك خاندي په اختر كې خوشحالي كړي
څوك لمانځي په ژړا او په غمونو كې اختر

ډېر خلك تېروي اختر په ښو مزو چړچو كې
مونږ تېر كړو واړه عمر په جنګونو كې اختر

اختر كې خو ډېر خلك عجيبه غوندې مېلې كړي
شي تېر په مظلومانو په آهونو كې اختر

الله دې نګهبان شي د بې وزلو مسافرو
راځي پرې په پرديو وطنونو كې اختر

ژړېږي ( فيضاني ) له خپل وطن ځنې جدا دى
تر څو به تېروي په هجرانونو كې اختر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.