اختر ته محمد هاشم ذاکر نظم

محمد هاشم ذاکر

د دې پورې غره لمن کې
د ترنک د سیند له غاړې
زمونږ د وران کلی اختر ده
په ویجاړو کنډوالو کې
د سپیرو خړو کورونو
څه نري لوګي جګیږي
د سبا نغري تاوده شول
د کوچني اختر سهار دی
اسوېلي آوریدل کیږي
خدایه! دا به د چا کور وي
د یتیم تنکی خبرې
په سلګیو بدرګه شوې
خپلې ګونډې مور ته ژاړي
چې دا ولې نه جامې لرمه مورې
نه نکریزې په لاسونو
نه دې سترګې زما تورې
د مورکۍ یې هم له غریوه زړګۍ ډک شي
د زاړه پـړنې پېسکه
د یتیم په مخ کړي تیره
بیا کړي خپلې اوښکې پاکې
ته به هم وایې اختره
چې پر څنګه کلی راغلم
چې خفه نشې جانانه
دلته ډیري ځوانی لاندې شوې تر خاورو
دلته ډیر ګلونه وخواړو سیلیو
دلته ډیرې هیلې باتې شوې نیمګړې
دلته ډیر بچي بي پلاره شو اختره
دلته بوټې زمونږ له وینو خړوبیږي
دلته غوښې په اورونو کې پخې شوې
دلته ډیرې ځوانیمرګې ارواګانې
زمونږ د ستړي ارمان سیورې ته ودیږي

خوار شول، خوار شول اوربلونه له سینګاره
له بارودو، له لوګیو، له غباره
دلته ډیرې درنې غاړې شوې بې هاره

د خوښۍ نغمې خاموشې دي اختره
شوې د خیال او د جمال سندرې ګونګې
ګوره دلته د سرونو انقلاب دی
په دې کلی کې نه لمر شته، نه سهار شته
په دې چم ده د تورتم لمن هواره
نه په شونډو مسکا ښکاري، نه بهار شته

هغه بره غونډۍ وینې؟
چې پرې جوړه هدیره ده
د شهیدو زلمو کور دی
په څو ماتو شناختو پورې
څو شلیدلي دسمالونه

ته به هم وایې اختره
چې په څنګه کلي راغلم

دا ولس د زړه په وینو لمبیدلی
دردیدلی، غم ځپلی
په دي کلي دي بمونه اوریدلي
په هر غولې سره اورونه اوریدلي
د دې خړ کلی په منځ کې
د جومات منار شهید دی
غلئ، غلئ آذان کیږي
د جومات پر ټنډه هم بم ده پرېوتی
خو!
د جومات په یوه کونج کې
یوه تته رڼا ښکاري
یو امام، څو کلیوال سره راټول دي
د اختر خوشالی لمانځي
د همدې غمجن ټبر به څه اختر وي
ماشومان د جنګ له ویرې، چیرته نه سره ټولیږي
هیڅوک نه تر سترګو کیږي

ګوره اوس هم پاس تاویږي الوتکې
د بامو پر سر غمبر وهي چورلکې
خدایه نیت به یې د کوم کلي د بمبار وي
چې د چا د اجل غیشې به پرې بار وي

ته به هم وایې اختره
چې پر څنګه کلی راغلم؟
نه د چا لاسونه سره دي په نکریزو
نه جشنونه، نه میلې د اخترونو
نه تولي چیرته ښکاریږي د ځوانانو
نه حجرې شته، نه تاوده دي مجلسونه
نه چینار شته، نه په زلفو کې ګلونه

څه د تورې بلا ساه پکښې ختلی
څه د غم تورتم پرېوتی په دیار دی
څه ویرجنه سیلۍ ګرځي په دې غولې
دا کوم دیو د ښاپیرو په حرم پروت دی
کوم ښامار مو د آرزو په زمزم پروت دی

چې خفه نشې اختره
ته دعاء کوه جانانه ـ چې دا تورې شپې سهار شي
وحشتونه کډې بار کړي
ماښامونه کډې بار کړي
د هیواد په سپینه غیږ کې
آزادۍ لکه سپوږمۍ شي
په شمله به دې اختره
(ذاکر) وټومبي ګلونه

په شمله به دې اختره ـ ذاکر وټومبي ګلونه



یوه تبصره

  1. اختريزه ډالۍ نورشاه نوراني خوست

    هغې سره په لاس کې يو شين غوندې ټوکر و.په ګړنديو ګامونو روان و.،
    ناڅاپه په لاره کې ورباندې دګاونډي زوى پېښ شو، له روغبړ وروسته يې ترې
    وپوښتل ګرانه! څنګه داسې ساه نيولى او چابک روان يې خير خوبه وي ؟
    تورجان ورته وويل :هو خيرت دی ، هغې پورې خړې دښتې ته ځم هلته څه
    کارلرم. ايمل ورته وويل: عجيب سړی يې دا دې ا ختر شپې او ورځې وګوره
    زمونږ اوستا په څير ماشومان دځان او نورو ملګرو اود کورنۍ دغړو لپاره
    بيلا بېلې تخفې او توکي اخلې تا يوازې شين ټوکر په لاس کې اخيستی دخړې
    دښتې په لورروان يې ،تورجان چې کله داخبرې واوريدې څو شيبې يې دده
    دخبرو په غبرګون کې دده په ټټر کې سترګې خښې کړې او وروسته يې يو
    سوړاسويلی وکيښ ، ايمل ته يې سترګې ور پورته کړې ، او ورته ويې ويل : اوس
    به رښتيا درته ووايم مور مې په ښارکې هګۍ پلورلې وې او هغه څو روپۍ يې
    چې دتورکتان ټيکري په پېڅکه پورې تړلې وې ماته يې راکړې او راته ويې ويل
    زويه ! دغه پيسې واخله په ښار کې يو متر شين رنګه غوندې ټوکر پرې واخله،
    همداسې مې وکړل ،کله مې چې کورته راوړ مو ر مې تيارپه ستن کې تار اچولی و
    اوپه چاودوګوتو کې يې ستن ونېوله او له لږ ځنډ وروسته يې ترې جنډاجوړه
    کړه او راته ويې ويل: چې دا اختريزه ډالۍ به دخپل پلارقبر ته يوسې او پر
    لکړه به يې ورو ټومبې اوس دادی دخپل پلارد قبرپه لوري ځم پرمزار يې
    دولاړولکړو څخه زړې څيرې ويرې لېتاړې لرې کوم او پرځای يې دغه نوې جنډا
    ورټومبم ځکه داخترپه شپه او ورځ کې زما په څير ډير ماشومان دتيرو څولسيزو
    راهيسې ترننه پورې په هر وړوکي او لوی اختر کې دخپلو پلرونو پرنويو
    قبرونو باندې پرلکړو جنډې ورټومبي .خو زه نه پوهيږم ترکومه به دوير ماتم
    او دوژنې دغه سلسله روانې وې او ترڅو پورې به زمونږ همزولي ماشومان په
    اخترونو کې دخپلو پلرونو قبرونه ته اختريزې ډالۍ ور وړي . ايمل له دې
    خبرو سره په سترګو کې رڼې اوښکې په څپوشوې همداسې ترې روان شو . تورجان
    هم دخپل پلاردقبر په لورې ګړندي ګامونه واخيستل.
     

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.