نیکمرغه لوی اختر او زمونږ د ځوریدلي ولس ناخوالې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نیک مرغه لوی اختر یوځل بیا په مسلمانو باندې په داسې حال کې راځي چې هغوی له افغانستان تر یمنه، له سوريي تر کشمیره له عراق تر فلسطینه او د نړۍ له یوه کونجه تر بل پوري ټول په ستونزو ، ویرونو او آفتونو مبتلاء دي.

د ټولې اسلامۍ نړۍ په کچه څوک داسې خبره نشي اوریدلی چې د اسلامي امت د خوښۍ ، سوکالۍ او کامیابۍ پیغام ولري ، هر ځای د مسلمانانو ترمنځ تفرقې دي ، ستونزې دي او له یو بل څخه د لیري والي هڅې.
حج د اسلام د مقدس دین د ۵ رکن په حیث یواځینی هغه لامل و چې تراوسه پوري یې مسلمانان د یوه امت په توګه په خپلو مناسکو ، احرام ، په عرفات دریدل ، طواف او نورو مراسمو کې په یوه وخت، یوه ځای او یوه غږ کې سره را یوځای کول ، خو له ډیره بده مرغه چې په سږني حج کې د مسلمانانو ترمنځ هماغه یووالی هم متضرر او لیدل کیږي چې ځیني کسانو کعبې شریفې ته د حج د فریضې د اداء کولو په ځای کربلا ته مخه کړې او په دې سره یې د اسلامي امت ترمنځ هغه نړیوال مذهبي او ټولنیز وحدت هم زیانمن کړ.

اسلامي مناسک هغه که لمونځ دی ، که روژه ده ، که زکات دی او که حج ټول د مسلمانانو ترمنځ اسلامي وحدت او یووالی تضمینوي او هغوی ته د یو اوبل په وړاندې د ورور ولۍ او همغږۍ احساس وربښي، خو له بده مرغه چې نن د مسلمانانو ترمنځ دغه د و حدت اساسات هم د بیلوالي په عواملو بدل شوي.
سږني لوی اختر زمونږ په ځوریدلو هیواد والو هم په داسې حال کې راځي چې تر بل هروخت یې مشکلات او ستونزې ډیرې شوې.

د هیواد په داخل کې د جګړو او ناامنیو له امله د افغانانو په منځ کې د مرګ ژوبلې زیاتوالی ، بیروزګاري، په دولتي دوائرو کې د فساد ترویج او سلګونه نورې ناخوالې او له هیواد نه بهر له کډوالو افغانانو سره د ګاونډیو هیوادونو وحشیانه تعامل هغه څه دي چې افغانان یې هم د خپل هیواد په دننه او هم له هیواده بهرله یوه غیر قابل تحمل وضعیت سره مخ کړي.

د ملي یووالي په نوم له جوړشوي حکومت څخه دا توقع نشي کیدلای چې د افغانانو په دغه بد وضعیت کې دې مثبت بدلون راولي او نړیواله ټولنه قصدا غواړي چې مسلمان افغانان تر دې هم په مزیدو مشکلاتو کې راګیروي.

بس له یوه او متعال خدای څخه به د خپل ځوریدلي ولس او هیواد د ژغورنې سوال کوو ، هماغه ذات دي زمونږ په حال رحمت وکړي ، نور مو دي خدای جل جلاله په هیواد کې د جګړې اور خاموش او کړیدلو افغانانو ته دي د خوښۍ او سوکالۍ ژوند ورنصیب کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.