د تبریکاتو ډالۍ د نصیحت په ډولۍ کې

لیکنه: م. حمد الله (دانشمند)

درنو او معززو مسلمانانو! په دې مبارکو شپو او ورځو کې چې کوم سپېڅلې عبادات تر سره کېږې، هدف ځني باید یواځې او یواځې د الله(جل جلاله) عظمت (لویي)، د هغه(جل جلاله) رضا خپلول وي. یاد هدف او موخي ته ځان رسول له لاندې لارو شونی دی: لومړی: تقوی(له ایمان سره – سره ښه عملونه تر سره کول). لوی الله(جل جلاله) د قربانیو د بیان په ترڅ کې داسي فرمایلي:

{ﻟَﻦْ ﻳَﻨَﺎﻝَ ﺍﻟﻠَّﻪَ ﻟُﺤُﻮﻣُﻬَﺎ ﻭَﻟَﺎ ﺩِﻣَﺎﺅُﻫَﺎ ﻭَﻟَٰﻜِﻦْ ﻳَﻨَﺎﻟُﻪُ ﺍﻟﺘَّﻘْﻮَﻯٰ ﻣِﻨْﻜُﻢْ ۚ …}

ژباړه: د الله پاک د قبول تر دره نه رسېږي غوښې او وینې د قربانیو، بلکې له تاسو نه تقوی د هغه پاک ذات د قبول تر دره رسېږي.

یاد ایت او دهغه سباق(مخ) او سیاق(شا) انسان د لوی الله و بندګۍ، د هغه پر نعمتونو وشکر ته رابلي. دا راز ور یادوي، چې د هغه جل جلاله هره سپارښتنه- که یې په عقل او پوهه درک کولای(موندلای) شي او کنه- باید عملي کړي او بې له ځنډه یې و امتثال ته ور ودانګي.

دوهم: رښتینی نیت او اخلاص: نیت هم په ټولو ښو او بدو کړنو کې لازم اغېز لري. په نبوي ملغلرو کې هم پرې ټینګار شوی

«ﺇﻧﻤﺎ ﺍﻷﻋﻤﺎﻝ ﺑﺎﻟﻨﻴﺎﺕ…»

ژباړه: هرو مرو هره کړنه تر نیته تړاو لري.

ځکه مسلمان د هر کار په تر سره کولو کې باید ښه نیت ولري ترڅو الله (جل جلاله) کامل اجر او ثواب ورکړي. کوم کار یا کړنه چې بې له نیته تر سره شې یا خو صحي نه ده، یا پرې ثواب نه دی مرتب.

بیا فرمایي:

(«ﺇﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻻ ﻳﻨﻈﺮ ﺇﻟﻰ ﺃﺟﺴﺎﺩﻛﻢ , ﻭﻻ ﺇﻟﻰ ﺻﻮﺭﻛﻢ , ﻭﻟﻜﻦ ﻳﻨﻈﺮ ﺇﻟﻰ ﻗﻠﻮﺑﻜﻢ») ‏[ ﺭﻭﺍﻩ ﻣﺴﻠﻢ ‏].

ژباړه: په حقیقت سره الله پاک نه ستاسو تنو ته ګوري او نه ستاسو صورتو ته ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو ته ګوري.

یاني الله پاک سپین، تور، لوی، کمکی او… ته نه ګوری، بلکې د هغوی د زړونو قصد هغه- جل جلاله- ته منظور دی.

اخلاص هم په عباداتو کې ډېر مهم رول لوبوي؛ ځکه نبي علیه السلام مبارک یې په اړه داسي سپارښتنه کړې:

(‏«ﺇﻥ ﺍﻟﻠﻪ ﻻ ﻳﻘﺒﻞ ﻣﻦ ﺍﻟﻌﻤﻞ ﺇﻻ ﻣﺎﻥ ﻛﺎﻥ ﺧﺎﻟﺼﺎ ﻟﻪ ﻭﺍﺑﺘﻐﻲ به ﻭﺟﻬﻪ»).

ژباړه: حقیقت دادی، چې الله پاک ته یواځې او یواځې هغه عمل د منلو وړ دی، چې د هغه (جل مجده) له پاره تر سره شوی او موخه ترې د هغه رضا وي او بس·

تېر ته په کتو سره مو په حجونو قربانیو، خیراتونو او نورو عبادتونو کې ښه نیت، ښه اخلاص باید شتون ولري ترڅو و خپل اصلي هدف اوموخې ته ورسېږو!

له ریا، سیالۍ، ځان نما، لویي او نورو بدو موخو نه باید ځانونه و ژغورو.

دا راز په دغو مبارکو ورځو، شپو کې له قیمار بازي، ناروا فیلمونو، سرودنو، بې ځایه مصرفونو او نورو ناوړه کړنو نه باید په کلکه ډډه وکړو؛ ځکه

ګناه په ښه او بابرکته زمانه کې دروند جرم، جنایت او له خپل حقیقي څښتن سره لوی خیانت دی.

په پای کې د دې ښایسته “بڼ” (نن ټکی اسیا) موسس، پالونکو، طوطیانو او  سیلانیانو، له همدې لارې و ټولو مسلمانانو په تېره بیا کړېدلو، ځورېدلو او دردېدلو افغانانو ته د راتلونکي لوی اختر تبریکات ډالۍ کوم! الله(جل جلاله) مو حجونه، قربانۍ او واړه نیک عبادتونه له موږ سره په خپل در کې قبول کړه. لوی الله دي موږ او تاسو ته د سپین سوچه اسلامي نظام تر زرین چتر لاندې د امن، سوکالۍ، ترقۍ او له خوښیو ډک ژوند را په برخه کړي(!)
امین یارب العالمین.

{و ما ذلک علی الله بعزیز}.

ستاسو ورور (م. حمد الله دانشمند)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.