له حاجیانو یوه هیله !

لیکوال : عبدالفتاح فاتح

د عرفات په غرونو ولاړو حاجي صاحبانو !

تاسو په اوسني وخت کې د نړي تر ټولو خلګو الله ته نژدي یاست ، تاسو یاست چې له زړه څخه مو نن د کدروت ، کینې ، حسد او بیکاریو ګردونه لري شوي او په ځای يې د نور وړانګو ستاسو زړونو ته لاره موندلې ، تاسو بختور یاست چې خدای ج د ټولو کایناتو له منځه خپلې تسبیح او پاکي ته غوره کړي یاست او تر دې ځایه یې رارسولی یاست

پس نو تاسو یاست چې هره دعا مو مستجابه ، او له خولې هر وتونکي توري مو د ملایکو په اوازونو بدرګه کیږی ، زه باور لرم چې کله به هم ستاسو غوښتنې رد نه شې او نه به ستاسو رب ستاسو له هیلو او غوښتنو انکار وکړي

نو اې د خداي ناوزلي مخلوقه !

کله چې ددعاء لپاره لاسونه د الله لور ته لپه کوي پام چي خپلي ځاني غوښتنی دومره درباندې راتاو نه شي چی د نړي په مسلمانانو روان حالت دې له سترګو  لري کړی ، ته شاید خبر یې یا نه دا تیره ورځ سوریه د وینو څپو په سر اخستې وه ، واړه او ګلالي ماشومان په وینو کې لژند پراته وو ،ته به خبر وې یانه دا پرون زما د ښکلي وطن په خلګو د الوتکو غږونو خوب حرام کړي وو او د اختر سوچ خو بیخي له ذهنه وتلی وو همداسی نوره مسلمانه نړي درواخله ،

محترم حاجي صیب !

کله چې ته دعاء ته لاسونه پورته کړي ، ملایکې ، اسمانونه او ټول کاینات به غوږ ، غوږ شي ،ته به هلته دا احساس کړې چې زما خداي زما د غوښتنو اوریدلو ته تیار دی

نو زمونږ رب ته زمونږ پیغام داسې پیل کړه اې ربه ! مونږ ستا بنده ګان یو تا پیدا کړي یو ، تا خپل نعمتونه راباندي لورولی

مونږ کله هم ستا د نعمتونو اداینه نه شو کولاي او نه ستا ثناء څنګه چې ښایي په هماغه توګه ویلای شو ، مونږ ستا ګنهګار مخلوق یو شپه مو په ګناه او ورځ مو په معصیت کې تیریږی ، مونږ په خپل ژوند کې داسې څه نه دي کړی چې تاته د شفاعت امید ترې وشی خو اې بخښونکيه ذاته ! ستا د رحمت او مغفرت سیوري تر دې هر څه چي مونږ کړي ډیر لوي دي ،

مونږ وبخښه او ستا له امتحانونو مو وساته

مهربانه خدایه ! نن چې ددې نړي خلګو په مونږ باندې کوم ظلم روان کړي دی ته يې ښه وینې  چې مونږ څومره مظلوم یو او دوي څومره ظالم ؟

دا هر څه زمونږ د اعمالو د ونې میوه ده چې مونږ یې خوند څکو ،ستا په هکله کله هم د ظلم تصور نه شی کیداي دا هر څه زمونږ د خپلو ناروا کړنو پایلې دی .

الهې ! خو په دې هر څه سربیره ستا دربار ته امید لرو ستا د رحمت او  مغفرت تږی یو ، ته یې چې کولاي شي دا تور ټغر زمونږ له ځمکو پورته کړي او پر ځای یې د امن ټغر وغوړی

ربه ته زمونږ سره زمونږ د اعمالو په تله عمل مه کوه ، بلکې ستا د رحم او کرم په ترازو په مونږ باندې لوریینې وکړه ،

خدایه ! زمونږ نیتونه خالص او اعمال مو ستا د پرهیزګارو بندګانو په شان کړه ،له بدیو مو راوګرځوه او د نیکیو په لوري مو ورمخه کړه

الهي ! زمونږ مخې ته راتلونکي طوفانونه منع کړه ، پر مونږ باندې ظلم کوونکي راته کمزوری کړه او زمونږ د وینو تږی په خپل قهر او غضب باندې اخته کړه ، صلح ستا خوښه ده صلح ستا د خواږه نبي میراث دی چې مونږ ته پاتې دی پس ته مو په لر اوبر او ټول اسلامي امت کې صلحې ته لاره هواره کړه ،

خدایه ! پر مونږ د مسلطو ظالمو واکمنانو لاسوه زمونږ له غاړي لري کړه او په ځای یی ستا پرهیزګاره بندګان زمونږ رهبران وټاکه

ربه ! ستا د مسلمانو بندګانو تر منځ د نفاق بلې لمبې د اخوت په اوبو باندې مړې کړه ، ددوي تر منځ نفاق ته لمن وهونکي کسان د خپل عذاب څپو ته وسپاره .

همدا ته یې چې زمونږ سترګې درته اوړی او همدا ته یې چې زمونږ غږ ته ځواب ورکولای شي ته مو دعاء په خپل در کې قبوله او منظوره وګرځوه .

امین



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.