د بندیانو پریښودل د سولې د ټینګښت لپاره یو عملي اقدام

نن ټکی اسيا سرليکنه

طالبانو د خپل مشر د یوه ځانګړې فرمان له مخې د لوی اختر په مناسبت ۱۰۶ تنه سیاسي بندیان د هیواد په بیلابیلو برخو کې له خپلو زندانونوڅخه خوشي کړل.

بندیان د جګړې د لومړیو قربانیانو په توګه د جګړې په ګټات او بایلات کې مهم رول لري او زمونږ د هیواد په دغسي حساسو جنګي شرائطو کې د هرلوري له اړخه د بندیانو پریښودل د جګړې په وضعیت مستقیم اغیز پري ښودلی شي.

دا چې په دولتي محابسو کې په لسګونوزره افغانان له طالبانو د تړاو په تور له کلونو راهیسې بندیان او د هغوی کورنۍ او خپلوان له ډیرو ستونزو سره مخ دي ، که د ولت هم له خپل لوري څخه سولې ته د ژمنتیا له مخې یاد بندیان په تیره هغه بندیان کوم چې له کلونو راهیسې له محاکمې پرته په بي برخلیکه حالت کې د اسارت شپې تیروي له بنده خوشي کړي دا به واقعا چې د سولې د ټینګښت لپاره یو عملي او اغیزمن اقدام وي، داسې اقدام چې د سولې په اړه د سلګونو نمایشي غونډو او کانفرانسونو ترجوړ ولو به يي اهمیت او اثر زیات وي.

د جګړې په ډګر کې د جګړې له قربانیانو ټپیانو او بندیانو سره ښه چلند برسیره په دې چې د بشري حقونو د مقرراتو ایجاب دی د جګړې په کنټرول او مخنیوي کې رغنده رول لري.

هغه نمایشي غونډې چې په ښکاره ورکې د سولې خبرې اترې کیږي او ترشايي د جګړې لپاره احضارات نیول کیږي له دې پرته چې د سولې په مفهوم ملنډې ووهل شي بله هیڅ ګټه نه لري.

په هیواد کې د جګړې د خاتمې لپاره د بندیانو پریښودل تر بل هراقدام زیات مؤثریت لري ، د ملي یووالي حکومت باید دغه مؤثریت ته په کتو سره د بندیانود خوشي کولو په اړه د طالبانو په پله پل کیږدي.

دملي اردو د بندي شویو کسانو بمبارول او یا د جګړې بلوونکو په دستور د سیاسي بندیانو اعدامول پرته له دې چې د جګړې په اور نور تیل وپاشي د سولې په ټینګښت او د جګړې په ختمولو کې هیڅ رول نشي لرلای.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.