ایران ۱۹۷ بندیان افغانستان ته وسپارل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۵ل): ایران ۱۹۷ افغان بندیان چې په دغه هېواد کې محاکمه او په بند محکوم شوي وو نن د اسلام کلا په بندر کې افغانستان ته وسپارل شول.

دا دوهم ځل دی چې افغانستان او ایران د یوه بل سره بندیان تبادله کوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي چې دغه عمل د دواړو هېوادونو تر منځ د تفاهم په صورت کې شوې دی.

هغه زیاته کړې چې نن سهار ۱۹۷ افغان بندیان چې ټول نارینه دي د دواړو لورو د هیئتونو په حضور کې افغانستان ته وسپارل شول.

د سرچېنې په وینا دغه افغان بندیان د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي او د نشيي توکو د قاچاق، ترافیکي پېښو او نورو جنايي جرمونو په تور د ایران امنیتي ځواکونو له خوا نېول شوي او محاکمه شوي وو.

د روانې میاشت په پیل کې په افغانستان کې د ایران سفارت ویلي وو چې ۲۱ ایرانیان چې په افغانستان کې بندیان وو د افغانستان او ایران تر منځ د بندیانو د تبادله کولو د موافقې له مخې تهران ته انتقال شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.