غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

لیږ راغاړې وځه غمه! چې ارام شم
محبت کې له صنمه! چې ارام شم

غم یې ستر ده زه وړوکی ورته ناست یم
تنهایې کې له عالمه! چې ارام شم

په شپو،ورځو کې یوارې راته ګوره
هسې نه ده له مرهمه چې ارام شم

خدایه! ستا په عالیشانه پاچاهي کې
څه به کم شي له کرمه چې ارام شم

دا ادم دي دلته بیا غلطې کاندې
دا محروم دي کړه ادمه! چې ارام شم

دتش نظز دي رانه مه اړوه ګوره
رحمانی درپسې مرمه چې ارام شم
ـــــــــــ
نصیب رحمانی



یوه تبصره

  1. رحمانی صاحب

    د صنم په معنی شاید چی ونه پوهیژی کنه شعر کی مو نه کارولو،،

    صنم معنی بت

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.