د مومند ایجنسۍ د چاودنې د قربانیانو شمېر ۳۰ ته لوړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د ازادو قبایلو په مومند ایجنسۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې چاودنه کې د وژل شوو لمونځ کوونکو شمېر ۳۰ ته لوړ شوی او امنیتي ځواکونو په سیمه کې ګرځبندیز لګولی دی.

د مومند ایجنسۍ سیاسي ادارې ویلي چې دغه چاودنه د انبار په پای خان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال وشوه او په وژل شوو کسانو کې د یوې کورنۍ ۶ غړي هم شامل دي.

دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې ډیری خلک د جمعې لمونځ ادا کولو لپاره په جومات کې راټول شوي وو.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه چاودنه د جماعت الاحرار په نوم یوې «ترهګرې» ډلې کړې ده.



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.