hikmatyar-608

کوچني اختلافونه د حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې خنډ شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۷مه ۱۳۹۵ل): د سولې عالي شورا وايي چې د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په لاسلیکولو کې د دواړو لورو تر منځ کوچني اختلافونه خنډ دي.

د سولې د عالي شورا ویاند شهزاده شاهد بي بي سي ته ویلي چې د دواړو لورو تر منځ کوچني ناحل شوي مسایل پاتې دي او ډیر ژر به دا هم اعلان شي چې دغه اختلافات څه دي.

هغه ویلي چې د هوکړه لیک د اجرا بهیر، د اجرا پر بهیر نظارت او او ممکنه سرغړونې د جنجالي مواردو څخه دي.

شاهد په وینا ټاکل شوې چې په را روانو دوه اونیو کې دغه هوکړه لیک نهايي شي.

که څه هم یو شمېر سرچېنې وايي چې د اجراییه ریاست د حزب اسلامي سره د سولې په مخ کې تر ټولو مهم خنډ دی خو شهزاده شاهد بیا دا ردوي او په وینا یې د ملي وحدت د حکومت د رهبرانو تر منځ په دې اړه هېڅ مخالفت نشته دی.

تېره اونۍ ګډ حکومت چاوراکو او د حزب اسلامي استازو چې د سولې په مذاکراتو کې یې ګډون کړی و، ویلي وو چې د حکومت او حزب اسلامي استازي د سولې د هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته نېږدي شوي دي.

خو یوه ورځ وروسته انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل چې د سولې هوکړه لیک د حکومت دننه د اختلافاتو له کبله ځنډیدلی دی.

هغه زیاته کړې وه چې ټاکل شوې وه چې د سولې هوکړه لیک به د اختر څخه درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ لاسلیک شي خو هغسې ونشول.



4 تبصرې

  1. دا د حزب سلامی د سولی نه په ذلتونو کی ځنکدن دی ، سوله نه ده د داعشی ملیشی قومانده ورکول دی .
    جنجال یی داعشیانو ته د وسلو او معاشونو پر توزیع دی ، حکومت ورته له دغو له توزیع نور هر څه چه دوی غوښتی ورکوی . مګر وسلی او معاشونه به د کابل غلامان او باداران خپله ورکوی
    ولی ؟؟؟
    ځکه چه حزب مخکی د اربکانو له وسلو او معاشونو غلا کوله ، له بل اړخه اربکانو کی یی هغه کوڅه ډب ، په نشه توکو اخته او بی سواده وحشیان جذب کړی وو کله چه په هغوی معاشونه او مرمی کمیدلی هغوی په دی نه پوهیدل چه چایی معاشونه کم کړی او ځندولی دی ، خیټی ورسره وی په هماغه کلیو کی چه دوی اوسیدل د هماغه خپلو کلیوالو سره یی هر اړخیز وجشت پیل کړو ، تر دی چه مظلوم اولس یی په لوی لاس د مقاومت سره ملګری کړو یعنی پخوا که طالبان یو ګروب وو اوس د ملت په کچه سر تاسری انقلاب جوړ شو ، کله د کابل غلامان او باداران متوجه شول ناوخته وو مګر بیا هم اربکان یی له حزب اسلامی لیری او د محلی پولیسو سره یو ځای کړل.
    دا چه یهودی استعمار غواړی دحزب سلامی او حکومتیار له نومه استفاده وکړی ، حزب سلامی ته یی داعشی ملیشو قومانده په نظر کی نیولی مګر دا ورته له اوله وایی چه وسلی او معاشونه به یی د کابل غلامان او باداران خپله ورکوی .
    دا نو د پورو دروازو شاته رازونه دی چه حزب سلامی ورسره په دغه توزیع مخالفت لری او که شمالی ټلواله له دی داریږی چه حزب سلامی به د داعشیانو په قومانده راتلونکی کی د جنرال دوستم په شان کودتا وکړی او د کابل ټول قدرت به تر لاسه کړی د اجرایی ریاست او شمالی تلواله له دغه ناحیی ډ‌اریږی والله اعلم ، شاهزاده شاهد هم ویلی چه د مخالفت اصلی ټکی به په څو ورځو کی روشانه شی ، مګر زه بیا هم فکر کوم چه د مخالفت ټکی به دوی کله هم روښانه نه کړی ځکه چه داعشیان یی په تور لست کی لیکلی او دروند ورور حکومتیار له تور لسته راباسی نو تور د سپین سره نکاج نه کوی بیا د داعشیت اهمیت د اربکانو به شان کمیږی .

  2. عبدالواحد اڅګزۍ

    حکمتیارصاحب الله تعلی په قرآن کی پرمایی : آیاتاسونه یاست خبر چه دمځکی اوآسمانوپاچهی دالله ده اوستاسو مدد ګار اودوست تنها الله دۍ.ښه جهاد دی وکۍ زماپه نظر دافغایستان اوپاکستان آزادول اوخلاصو له سرولښکرو (روسانو)څخه تنها ستاسو او دضیاءالحق شهید دجهادنتجه ده زماپه یاددی نورولکه جمعت……دخارجیانو پراصلحودمجاهدینو څخه پیسی اخستلی تاسومحترمو موتی ورکولی او پخپله مو په جهار کی برخه اخصته بیایوه لو اشتبادرڅخه وسوه چه الله درڅخه ناراضه سو چه له تڼی ملحداوافغانی قاتل سره مو اتحاد وکۍ دالله مدد دی پری ښووۍ له هغه دی پند وانه خیست اوبیاله چاسره صلح کوی په دی حکومت کی ته نه وینی څوک دی آیاته دوی خطایستای سی اوکه خپل ځان خطاباسی

  3. شیر احمد صاحب سلامونه می ومنه ، د لوی اختر مبارکی هم درته وایم !
    ستاسی په حزب باندی د ارین صاحب تبصره د دی په ځای چه څرګند او مستند حقایق وګڼی تهمت ورته وایاست نو زه به یی درته د ځینو مستند نومونه واخلم .
    لمړی : همدا اوس چه مجاهد ورور دکابل غلامانو او بادارانو ته د سجدی کولو اراده لری او هغه یی حتی سجدی نه منی یعنی د غلامیۍ اهل یی هم نه ګڼی دا تهمت دی ؟؟؟
    دوهم : کله چه دوی د لویدیز به لویه بیه رانیول شول او ګرم جهاد یی ورله په سوړ نوم بدل کړو یعنی ( د روسانو او امریکایانو جنګ چه افغانان پکی استخدام شوی ) هغه تهمت وو ، تاسی که یی تهمت ګڼی ورشی د جمیعت او حزب نشرات وګوری چه پکی ( مسعود قهرمان جنګ سرد ) په سوونو کرت په ډیرو ویاړونو لیکل شوی او د حزب په شهادت کی حکمتیار د سوړ جنګ قهرمان ) په ډیرو ویاړنو لیکل شوی دی که نه ؟؟؟؟
    دریم : کله چه روسان مات شول ولی په حقیقت کی مات نه وو روسانو افغانستان اروپایانو او امریکایانو ته په دی شرط وسپاره چه روسان او افغانی کمونستان به هم د امریکایانو سره لاس اړونه لری ، د هغوی ددغه وخت پلان زمونږ د ورونو قومو ترمنخ دخپل منځی جنګو رامنځته کول وو چه جهاد او مجاهدین بدنام کړی او د اسلامی نظام په ځای په کی د موکراتیک او سکولریستی نظام رامنځته کړی ، د دغه خپل منځی جنګوونو یو لوی سپه سالار خبله حزب نه وو ؟؟ که نه وو ځانله د کابل شبیته زره بی کناه ا او بی دفاع مسلمانان جا د خاورو لاندی کړل ؟
    څلورم : کلکه چه د دوهم اشغال وار شو د طالبانو حکومت یی لیری کړو د حزب برخه د کابل په غلامی اداره کی بهر دننه وټاکل شوه یعنی د حزب یو ګروپ د حکومتی سهمیو څخه برخه مند او بله برخه یی د حکمتیار به مشری به ظاهری شعارو د اشغلګرو مخالف اما اصلی دنده یی د مقاومت سره مقاومت وو چه له امله یی ټول یا اکثره مجاهدین تری جلا شول . دا تهمت دی ، که دا تهمت وی د حزب د جنګ لاسته راوړنی او جبهی ماته په ګوته کړی مګر هغه چه امریکایانو ورته کومه ډرامه ځانوژنی جوړی کړی او دوی یی مسولیت اخستی .
    پنځم : کله چه حزب مجاهدین له لاسه ورکړل اشغلګرو ورته د اربکانو به نوم نوی مجاهدین جوړ کړل حزب د غزنی د اندړو په ولسوالی کی د ملی پاڅون په نوم د فیضان حزبی تر مشری لاندی د هغو اولنی تلین یا شودنه وکړه او له هغه وروسته ټول افغانستان ته د اربکانو به نامه خواره شول .هغه تهمت دی ؟؟؟؟
    شپږم : حزب به هغو اربکانو کی ټول کوڅه ډب په نشه توکی روږد ، وحشی او بی سواده کسان ننویستی وو معاشونه او وسلی به تری حزب غلا کولی ، مګر هغو بی سوادان نه پوهیدل چه زمونږ وسلی او معاشونه چیرته ورک کیږی نو د خپلو کلیو به مظلوم اولس سره به یی وحشت پیل کړو چه له امله یی مظلوم اولس د مقاومت سره ملګری شول کله چه د کابل غلامان او باداران دی ته پام شو اربکان یی د حزب له واک او قوماندی وویستل او د محلی پولیسو سره یی یوخای کړل او حزب په تش میدان پاتی شو . داهم تهمت دی ؟؟؟؟؟
    اووم ، اشعلګرو د حزب د لاپو د معلومولو د پاره ورته د جمهوری ریاست ته د نومولو بلنه ورکړه ، حزب د خپلی اجرایی شوری ریس هلال جان په سره ډولۍ کی کابل ته ولیږلو او د کامپاین د پاره یی ورته بل حزب له فرانسی راوغوښت ټولو حزبیانو ته وویل شو چه دا ستاسی سړی دی مګر د رایو په صندقو کی یو څو رایوو شتون درلود . دا هم تهمت وو ؟
    اتم : بیا یی هلال صاحب د داکتر نجیب د توري په زوی او د هغه هم عقیده کمونست او سکولریست متفکر وپلورلو او له پلورلتیا وروسته ورته وویل شول چه هلال د معنویاتو ځان وژنه وکړه . دا هم تهمت دی ؟؟؟؟؟
    نهم : مګر د کابل غلامانو او بادارانو ته د حزب کمیت یا شمیر مهم نه وو د حزب او حمکتیار نوم ورته مهم وو ، دغه وخت په سوریه او عراق کی داعشی ملیشی زیږول شوی وی دوی حزب ته هغه پروژه ورکړه په یوه استثنی چه معاشونه او وسلی به یی د کابل غلامان او باداران ورکوی او حزب به یی روزنه او قومانده ورکوی . دا هم تهمت دی
    لسم : د همدی امله ورته د اشغلګرو څو خالی نظامی بیسونه د شهرکو نو به نوم هدیه شول حزب اسلامی تر دیره د هغو په معاشو او وسلو توزیع یا تصدیت باندی ټینګار کولو ، همدغه ټینګار د دوی د تش په نامه سولی وځنډولی او که شمالی ټلواله چه د حزب سره پخوانی دشمنی لری د حزب له دی پیاوړتیا وډاریدل چه په راتلونکی کی به لکه دوستم چه نجیب ختم کړو حکمتیار به مونږ ختم کړی او د هماغه دوستم سره په ایتلاف به خپل حکومت جوړ کړی او خيل نهای ارمان ته چه حکومتیاری ده ورسیږی ایا دا تهمت دی ؟؟؟؟ که تهمت یی ګڼی د تهمت دلایل یی ولیکی لکه مونږ چه یی په غلامی ، تسلیمی او سجده کولو دلایل ولیکل ، ارین صاحب ټولی خبری د تایید او ستاینی وړ حقایق دی مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.