په درود ویلو یې ډېر څه وموندل – رښتینې کیسه

لیکوال: محمد محمود الجرافي
ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند)

یو سړی له نادارۍ او محتاجۍ کړېده، قرضو پر سر اخیستی و، (۵۰۰) دیناره د خلکو پوروړی وه، د خلکو دوامداره غوښتنې تر پوزي را ویستی و؛ خو څه یې نه لرل، چې د هغوی ځواب پرې ووایي! ویې انګېرله، چې فلان تاجر ته به ورشم له هغه نه به یاده اندازه روپۍ په قرضو واخلم. همداسې یې وکړل. یاد تاجر ورته معلوم مهال ویش وټاکل، ورته یې کړه: له همدې مهال ویش نه به سر غړونه نه کوې.

نوموړی ولاړ، د خلکو قرضونه یې اداکړل؛ سوچونو ترېنه خوب په بډ وواهه : اې الله پاکه! د تجار نېټه په پوره کېدو ده؛ خو زما ناداري و صفر ته راښکته شوه؛ نه یو دینار، نه یو درهم په کور کې شته؟

یاد تجار یې په ټاکل شوي مهال وېش کور ته راغلی، څه یې ترې و نه موندل؛ د وخت قاضي ته یې شکایت وکړ. قاضي د هغه په حبس(بند) حکم وکړ، ترڅو یې چې د تجار حق ادا کړی نه وي ترهغه به په زندان کې وي.

ناداره(په رېږدېدلي غږ) ور غبرګه کړه: قاضي صیب! که تر صبا مهلت راکړې تر څو مي خپله ښځه او زامن په یاده پېښه خبر کړم. قاضي ور غبرګه کړه: د بیرته راتللو ضمانت به دي څوک کوي؟

هغه ورته کړه ضامن مي “محمد رسول الله – صلی الله علیه وسلم -” دی. که را نغلم نو د هغه علیه السلام امتي به نه یم!

قاضي چې یو نیک وګړی و، د هغه غوښتنه یې و منله، کورته یې د تللو اجازه ورکړه.

کله چې کورته ولاړی، خپله نېکه ښځه یې په تېره ماجرا خبره کړه، هغې د مشورې په توګه ورته کړه: (تا قاضي ته نبي علیه السلام ضامن ور کړی؛ راشه په هغه مبارک درود ووایو، ښايي الله پاک د هغه مبارک په توسل راته د حل لاره ومومي.

دواړو د درود په ویلو پیل وکړ تر هغه چې پرې د خوب څپې راغلې. سړي نبی علیه السلام مبارک په خوب وليد؛ هغه مبارک ورته ویل: (صبا والي ته ورشه زما سلام پرې وایه، ورته وایه زما قرض ادا کړه. که یې ستا په رښتینولۍ نښه وغوښته، ورته ووایه: دوه نښې لرم: لومړۍ: ته په هغه مبارک په شپه کې (۱۰۰۰) ځله درود وایې. دوهم: وړمه شپه یې په شمار کې شکي شوی وې؛ خوښ اوسه تعداد دي پوره کړی دی).

په صبا وختي له خوب نه پاڅېد، د ښار په لور یې موخه کړه، والي یې و موند، د سلام په وړاندي کولو سره یې مخ ته ودرېد، ورته کړه یې: نبي علیه السلام پر تا سلام وایه، غوښتنه یې داوه، چې زما پر ذمه پور باید ته په غاړ واخلې!

والي ورته وېل: څومره پور دي پر ذمه دی؟

– ناداره: (۵۰۰) دیناره.

-والي: پر خپله وینا کوم سند یا ثبوت لرې؟

– ناداره: هوکې، دوه نښې نښانې لرم:

لومړۍ دا چې ته هره شپه پر نبي علیه السلام مبارک(۱۰۰۰) ځله درود وایې.

– والي: رښتینی یې؛ تړمې اوښکې یې پر مخ را ماتې شوې، وېلې: دوهمه؟

– ناداره: دوهم دا چې وړمه شپه دي په درود ویلو کې ځان تېروتی احساساوه. د هغه علیه السلام مبارک په سپارښتنه: تېروتی نه وې!

– والي: رښتیا وایې؛ د اوښکو سیلاب یې د ګرېبان تر پولي ورسېد.

امر یې وکړ: (۵۰۰) دیناره له “بیت المال” نه یاد ناداره ته ورکړئ! بیایې امر وکړ: زما له خاص مال نه دوه زره(۲۰۰۰) زیاتې روپۍ ورکړئ، زیاته یې کړه دا دنبي علیه السلام د “سلام” او ستا د اکرام او عزت یوه وړوکې بدله ده.

ناداره په بېړه د نوموړي قاضي د دفتر پر لور و خوځېد ترڅو قاضي ومومي او د پور په ادا کولو سره یې ځان له زندان او زولنو وژغوري او ځان په خپله کړیې وعده او پیمان کې سپین وښیي.

کله یې چې سترګي په قاضي ولګېدې

د هغه همیانۍ په لاس کې ده د همدې نادراه د راتللو لاره څاري، ور ته ویې ویل: ها! دا (۵۰۰) دینار واخله خپل پور پرې ادا کړه؛ ځکه ما ستا له برکته د نبې علیه السلام مبارکه څېره په خوب اولیده! هغه مبارک په خوب کې راته وویل: (که د دې ناداره، محتاجه پور اداکړې، زه به له تانه په ورځ د قیامت اداینه وکړم).

یاد تجار ته ورغلی(کوم یې چې ناداره ته پور ورکړی) هغه یې په لیدو د خوښۍ احساس وکړ، قاضي ته یې کړه: قاضي صیب! ما ټول مال ور بښلی؛ دا(۵۰۰) دیناره زما له خوا ورته تحفه ده، قبوله دې کړې؛ ځکه ما د ده په برکت نبي علیه السلام په خوب ولیدی، هغه مبارک راته ویل: (که دي یاد ناداره ته بښنه وکړه؛ زه به ستا له پاره د قیامت په ورځ د عفوي او بښنې غوښتنه وکړم).

ناداره د قاضي له دفتره په داسې حال کې ووت، چې پر شونډو یې موسکا خوره وه، په بیړه یې کور ته ځان ورساوه، ښځه یې په ټوله ماجرا پوی کړه، ورته وېلې: د(۵۰۰) پور ادا کولو په لټه ووتم؛ دا دی(۴۰۰۰) مې زیاته ولجه کور ته راوړه!!!

پوهېږې: داولې؟!

دا د هغه درود برکت و، چې د نبي علیه السلام مبارک روح(اروا) ته یې لېږلی و!؟

که د تېرې کیسې له لوستلو وروسته یو ځل درود د هغه علیه السلام و مبارک روح ته ډالۍ کړې، د الهي لسو رحمتونو جوګه بشې!

“اللهم صل علي محمد وعلي ال محمد کما صلیت علی ابراهیم و علي ال ابراهیم انك حمید مجید، اللهم بارك علي محمد وعلي ال محمد کما باركت علی ابراهیم و علي ال ابراهیم انك حمید مجید”



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.