رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۲۱برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

کله چې محمد صلی الله علیه وسلم ځوانۍ ته ورسیده، د تجارت او ټولنې سره اشنا شو، ده د خپل کاکا سره په یوه جنګ کې چې (جنګ حرب فجار) یې ورته ویلو؛ په ۱۸ کلنۍ کې ګډون وکړ، له دې څخه وروسته د ابو طالب سره په یوه تجارتي کاروان کې شام ته هم سفر وکړ، چې پر لاره باندې له یوه راهب  سره چې دنسطوریه عیسایي ډلې څخه ؤ، ولیدل، محمد صلی الله علیه وسلم د عربي ژبې ماسوا په بله ژبه نه پوهیده، نه یې مدرسه، نه یې ښوونځی لوستی ؤ او نه یې هم لیکل کولای شول، خو د تعجب خبر دا ده چې ده ته تر نبوت مخکې خلکو امین ویلو، د ده صداقت، دیانت او اخلاص ته خلک حیران وو، تل به خاموشه ؤ، خو کومه خبره چې به یې کوله؛ هغه به له تدبر څخه ډکه وه، دی تل مهربانه، مشفق، صمیم، خواخوږی،خاکسار، متواضع او خوشحاله کس ؤ، تل به یې پر مخ باندې د خوښیو څرک ؤ، د ده د ذهانت، ذکاوت، دیانت او صداقت څرک له ورایه معلومیده، بې بې خدیجه چې یوه شتمنه کونډه وه؛ د محمد صلی الله علیه وسلم له اخلاقو څخه اغیزمنه شوې وه، د خپل تجارت څه مال یې ده ته ورکړ او ده شام ته یووړ، زیاته ګټه یې ورته راوړه، چې پایلې یې ددوی ترمنځ واده رامنځته کړ. په دې وخت کې خدیجة الکبری د ۴۰ کلونو وه او رسول اکرم صلی الله علیه و سلم د ۲۵  کالو ؤ، چې دا صرف دده د اخلاقو اغیزه وه. په ۴۰ کلنۍ کې ورته د حضرت جبرائیل علیه السلام په واسطه وحې راغله او د نبوت په ستره ګاڼه سمبال شو.

د اتل او قهرمان لومړی کمال دا دی چې کله د یوه شي ظاهر ته وګوري؛ حقیقت ته سمدستي رسیږي، دا چې د مکې مشرکانو له لرګیو څخه جوړ کړي بتانو ته سجدې کولې او یایې ډبرو ته د طلا ملمع کاری کړې وه او په خدایتوبیې منلې وه؛ دا په حقیقت کې د خندا وړ وه، نو ځکه محمد صلی الله علیه وسلم خلک له شرک څخه منع او توحید ته وبلل، په داسې صحرا کې عربو ته څه شی ښکلی او د خلاصون لاره وه؟ آیا د روم پاچا هرقل او یا د فارس پاچا د خسرو پاچاهي عربو ته د خلاصون لاره وه؟ نه هیڅکله نه! بلکې د جنت نعمتونه او د دوزخ عذابونه دوی ته دعقل اخیري محور ؤ.

په اسلام کې د اطاعت، صبر او شکر فلسفه هغه شی دي چې ټول بشریت ورته حیران دی، د جرمني مشهور شاعر او فلسفي ګوئټی (۱۷۴۹- ۱۸۳۲ ع) وایي: که چېرې اسلام له اطاعت، صبر او شکر څخه عبارت وي؛ نو موږ ټول مسلمانان یو، په واقعیت کې هغه څوک چې د اخلاقي او روحاني ژوند قائله وي، هغه د دې فلسفې لارویان دي، چې زما په آند همدا د حقیقي ژوند درس دی، د اسلام ټول قانون له سر نه تر پایه درست او صحیح قانون دی چې همدا د اسلام روح دی.

نور بیا…

پایلیکونه:   د بحیراراهب سره دنبي کریم صلی الله علیه وسلم لیدنه:

دحضرت ابوموسی اشعری رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ابوطالب سره چې د قریشو نور کسان هم ورسره وو؛ شام ته تجارتی سفر کاوه او یو ځای یې پړاو واچاوه، چي یوراهب راغی، ټولو ته یې وکتل او بیا یې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ترلاس ونیوه او ویې ویل: دا زوی! د ټول جهان سردار دی، دا د رب العالمین رسول دی، دا به رحمت للعالمین وي او مبعوث کیږي به، قریشو چې کله دا خبرې واوریدې؛ نو له راهب څخه یې پوښتنه وکړه، ته څنګه پوه شوې؟ راهب ورته وویل چي کله ستاسو ډله ښکاره شوه؛ ما لیدل چې دغه هلک ته هرې ونې اوهرې ډبرې سجده کوله، د اسجده بې له دې نبي بل چا ته نه کیږي، او بله نښانه یې دا ده، چې د ده د دوو اوږو په منځ کې د مڼې په ډول سره د نبوت نښان شته.

د ابن اسحاق رحمة الله علیه په روایت کې راځي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د خپل کاکا ابو طالب سره شام ته په سفر باندې روان  شو، د سفر په دوران کې یې په بصره کې دمه سازه کړه، بحیرا راهب پخپله کلیسا کي ؤ، کله چي قافلې دلته تیریدلې؛ نو هیڅکله به راهب دوی ته هیڅ توجه نه کوله، هغه به پخپل عبادت باندې بوخت ؤ، دا د قریشو قافله راغله او تر یوې ونې لاندې تم شوه، راهب  ولیدل چې پر ونې سر بیره  یوه  سپینه وریځ وه او د ونې ښاخونه  د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر لورې اوږده  شول، راهب چې دا ولیدل نو را بهر شو، دوی ته یې د ډوډۍ خوړلو ست وکړ او ورته ویې ویل: ای قریشو! تاسې ټول زما میلمانه یاست! د قریشو څخه یوه وویل: ای راهبه! تا نن له خپل عادت څخه خلاف کار وکړ اوټوله قافله دې دعوت کړه؟  بحیرا  ځواب ورکړ: تاسې ښه وویل، البته زما بلنه د اخلاص څخه ډکه ده او زه ستاسو احترام کوم.

کله چې د بحیرا راهب ځای ته ماسوا له نبي کریم صلی الله علیه وسلم نه، ټول ورغلل، نو راهب دوی ته وکتل، هغه د نبوت نښانې یې د ددوي په ډله کې ونه موندلې، نو قریشوته یې وویل: ای قریشو تاسې  ټول راغلي یاست؟  د میلمنو څخه یوه وویل: موږ ستا شکر ګذار یو راهبه، موږ ټول حاضریو، ماسوا له یوه کوچني څخه، چي هغه مو  سامان ته کښينولی دی.

بحیرا ورته وویل: دا زما د طبعیت خلاف کار دی، یو قریشي ولاړ شو او نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې راوست، کله چې خلک له ډوډۍ څخه فارغه شول،  نبي کریم صلی الله علیه وسلم یې له نورو څخه بیل کړ او ورته یې وویل، چي زما دې په لات منات اوعزا سره قسم وي، چي ته به زما جواب راکوې! نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل زما د لات، منات اوعزا څخه ښه نه راځي، د دوی نومونه ماته مه اخله. نبي کریم صلی الله علیه وسلم هلته یو څه ارام وکړ، راهب هم په  خوب کې اوهم په بیدارۍ کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وازمایه، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه یې وپوښتل چې خوب دې څنګه دی؟ هغه وویل په سترګو ویښ یم او په زړه ویده یم، بیا یې هغه د نبوت مهر ولیده، چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم پر مبارکه شا باندې ؤ، ملاقات ختم شو.

د بحیرا راهب ابوطالب ته راغی او پوښتنه یې وکړه، چې دا هلک د چا دی؟ ابوطالب ورته وویل، چې زما دی، راهب ورته وویل: زما په خیال د ده پلار وفات شوی دی! ابوطالب ورته وویل، دا هلک زما وراره دی. راهب بیا وویل هغه چیری دی؟ ابوطالب ورته وویل هغه د دې هلک له پیدایښت څخه مخکې وفات شوی دی. راهب ورته وویل دا درسته خبره ده، دا وراره دې بیر ته واپس کړه او د یهودو له شر څخه یې خلاص کړه، یهود دی په ځینو نښانو سره پیژندلای شي، دا به لویه خطره کې شي، ابوطالب هم د بحیرا  د راهب مشوره ومنله، سفر یې لغوه کړ او بیرته مکې معظمي ته راغی.

(بیهقی،ابونعیم، خرائطه، الهوائف)

ابن حجر رحمة الله علیه په (الاصابة) کي لیکي چي ددې حدیث ټوله راویان ثقه دي.

(الخصائل الکبری ټوک ۱ پاڼه: ۱۶۹)، تاریخ ابن کثیر ټوک ۲ پاڼه : ۶۸۷)

یادونه: ودې درختي ته شیخ الاسلام محمدتقی عثماني صاحب هم ورغلی دی، اوده دخپل دې سفربیان پخپلو سفرناموکي کړیدئ، له دې څخه علاوه دبحیراراهب دکلیسا انځورونه مولانا ارسلان بن اختر صاحب هم تبرکات ۳۵۰ نبوي صلی الله علیه وسلم په ۲۶۷- ۲۷۰ کی رااخستی دي، په دې انځوروکي یوځای د(ناقة الرسول صلی الله علیه وسلم ) په نامه سره دی چي داهغه ځای دي چي کله نبي کریم صلی الله علیه وسلم دلته ارام وکړ، په دغه ځای کي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم داوښی پلونه په ډبروکي شتون لري.

بحيرا الراهب، ذكره ابن منده في الصحابة وتبعه أبو نعيم، وقصته معروفة في المغازي. وذكره الحافظ ابن حجر في الإصابة

وقال الحافظ: “إنما ذكرته في هذا القسم؛ لأن تعريف الصحابي لا ينطبق عليه. وهو: (مسلم لقي النّبيّ صلى الله عليه مؤمناً به ومات على ذلك) . فقولنا (مسلم) ؛ يخرج من لقيه مؤمناً به قبل أن يبعث كهذا الرجل”. اهـ. والله أعلم. (ر: تجريد أسماء الصحابة ۱/۴۴، للذهبي، الإصابة ۱/۱۸۳، ۱۸۴) .
۲ في ص، م (مدر) ، وصححت من الشفا۱/۵۹۳، ومن رويات الحديث في مصادرها.
۳ أخرجه ابن إسحاق معلقاً. (ر: السيرة ۱/۲۳۶-۲۳۹) ، والترمذي ۵/۵۵۰، وابن أبي شيبة ۷/۳۲۷، ح رقم ۳۶۵۴۰، وعنه البيهقي في الدلائل ۲/۲۴-۲۶، وأبو نعيم ص ۱۷۰-۱۷۱، والحاكم ۲/۶۱۵-۶۱۶، وعنه. وقال الحاكم: “صحيح على شرط الشيخين ولم يخرجاه”.

وذكره ابن كثير في البداية ۲/۲۸۵-۲۸۶،

قلت: عبد الرحمن بن غزوان الخزاعي، ويقال الضبِّي المعروف بقراد ثقة له أفراد. وذكره ابن حبان في الثقات. وقال: “كان يخطئ”. وقال الدارقطني: “ثقة له أفراد”. (ر: التهذيب ۶/۲۲۳، التقريب ۱/۴۹۴)



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.