اشرف غني ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو ویشلو طرحه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۸مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر دوهم مرستیال وايي چې ولسمشر د انتخاباتو د قانون لاسلیکولو سره د ټاکنو کمیسیون ته واک ورکړی چې انتخاباتي حوزې تعین کړي.

سرور دانش د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د ټاکنو پخوانی نظام یعنی د یوې رایې نظام چې بل ته انتقالېدلای هم نشي، تغیر نه دی کړی خو د تک کرسۍ يا په ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو ویشلو مسئله يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړې ده.

هغه ویلي چې دغه موضوع ډیرو مشورو او بحثونو ته اړتیا لري نو له همدې کبله یې د ټاکنو کميسیون ته پوره صلاحیت ورکړی چې ټاکنیزې حوزې د نفوسو تناسب ته په پام، د عمومي او عادلانه استازولیو د تامینول په معیارونو وټاکي.

هغه ویلي چې ټاکنو د کمیسیون له جوړېدو وروسته په درېیو میاشتو کې د انتخاباتي حوزو په تړاوو یوه کړنلاره چمتو کوي او بیا به خپل راپور کابېنې ته وړاندې کوي چې تر هغه وروسته به د کابېنې لخوا تصویبیږي او کمیسیون به پر کار پیل کوي.

اوسمهال هر ۳۴ ولایتونه یوه ټاکنیزه حوزه ده او هر یو له دوه تر ۳۳ پورې استازي په ولسي جرګه کې لري. ولایتونه د ټاکنیزو حوزو په شکل جوړیدل تر ډيرو نېوکو لاندې وو او ډير کله د لویو قومونو استازو نشوای کولای چې د امنیتي ستونزو له کبله ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي.

په تېرو انتخاباتو کې د غزني ۱۲ وکیلانو څخه یو پښتون وکیل هم ولسي جرګې ته لاره پیدا نه کړله. پښتانه په غزني کې اکثریت دي خو په ولسي جرګه کې هېڅ استازی نه لري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.