د کابل د لرګیو په بازار کې اور لګېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د کابل ښار په قوای مرکز سیمه کې د لرګیو په یوه مارکیټ کې اور لګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي.

دغه اور نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د قوای مرکز د تخته فروشۍ په بازار کې ولګېد. عیني شاهدانو ویلي چې د اور لګېدو وروسته دوه د ګاز ډبو هم د مارکیټ دننه وچاودیدلې.

د کورنیو چارو زوارت وايي چې اطفایه او پولیس د اور مړ کولو لپاره سیمې ته رسیدلي او اور هم د مهاریدلو په حال کې دی.

تر دې دمه د اور لګېدنې علت لا څرګند شوی نه دی او نه هم د اور له کبله د رامنځته شوو تلفات معلوم دی.

دا په داسې حال کې چې څو اونۍ وړاندې د میرویس میدان (کوټه سنګي) کې د اباسین ځدران په مارکیټ کې اورلګېدنې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واړول.fire-kabul-2 fire-kabul-3 fire-kabul



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.