ورک جانان/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

په تور ماښام له کلي تللی جانان
خدایه پرتا مې دی سپارلی جانان

چېرته به شپه وي چا ورکړې کنه؟
وي به شوګیر که خوبولی جانان

له به وي ډېر ستړی ستړی
پر لار به ډېر وي غورځېدلی جانان

سپينې سپوږمۍ لږ مې خبر کړه ترېنه!
تاخو به چېرته وي لیدلی جانان

چې تر ملګرو رسېدلی کنه؟
کوم اربکي نه وي نیولی جانان

په خاورو خړ ګران طالب جان یادوم
په ټولو ښکلو کې دی ښکلی جانان

کتاب یې پاته د مسجد حجره کې
را ځینې ورک دی نازولی جانان

(عرفاني) تا یې نوم پر څه لیکلی؟
ما خو د زړه پر تخت لیکلی جانان



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.