ګلبدین حکمتيار

د حکومت او حکمتیار ترمنځ سوله به د هیواد پر روان وضعیت څه اغیز ولري؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د سولې د عالي شورا له لوري یوځل بیا د حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د یوځای کیدو اوازې تیزې شوې دي .

د سولې دعالي شوری مرستیال عبد الخبیر اوچقون رسنیوته ویلي چې په راتلونکو دوو ـ دریو ورځو کې به د حکمتیار او ملي یووالي حکومت ترمنځ د یوځای کیدو سند لاسلیک شي.

له تیرو ۵ میشتو راهیسي د حکومت او حکمتیار تر منځ د سولې په اړه هلې ځلې روانې او هرکرت د لاسلیک کیدو په مرحله کې خبره بیرته وځنډیږي.

سوله او د جګړې خاتمه په مجموع کې د افغان ځوریدلی اولس هغه ستر أرمان دی چې د ترسره کیدو لپاره یې ډیرې قرباني ورکړي .

خو د ښاغلي حکمتیار او حکومت ترمنځ د سولې ماهیت ته په کتو سره داسې ښکارې چې دلته سوله د جګړې د خاتمې لپاره نه ؛ بلکې سوله د دواړو اړخونو له لوري د شخصي مصلحتونو د تحقق په غرض ترسره کیږي، هغه مصلحتونه چې ښايي دا مصلحتې سوله په ګډ حکومت کې د یوې بلې لانجې د زيږیدو لامل وګرځي.

د حکومت له لوري له حکمتیارسره د سولې موضوع د دوو هدفونو په غرض تر سره کیږي:

لومړی افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته دا څرګندول چې د سولې شورا هغه بي اهمیته اوغیر فعال ارګان چې له تیرې یولسیزې څخه یې د سولې او سوله ییزو فعالیتونو په پلمه په سلګونو ملیونه ډالرحیف ومیل کړي د دې وړتیا لري چې حکمتیار غوندې مخالف هم له حکومت سره روغې جوړې ته قانع کړي.

دوهم له حکومت سره د حکمتیار په یوځای کیدو د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ د شته اختلافاتو زیاتول.

ځکه د حکومت مؤسسین (امریکایان) غواړي د حکومت په هر اقدام سره د افغانانو ترمنځ داخلي اختلافات او لانجې راپورته کړي .

د حکمتیار له لوري بیا د سولې له موضوع څخه د هغه د له لاسه ورکړي پخواني پوځي او سیاسي حیثیت اعاده کول او د ګډ حکومت له امکاناتو څخه مادي استفاده کول دي.

که دا خبره نه وي نو د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په یوه ولسوالۍ کې هم چیرته نه لیدل کیږي چې د ښاغلي حکمتیار له لوري دي د ملي یووالي حکومت ته پوځي مزاحمت ایجاد شوی وي.

په داسې حال کې چې ګډ حکومت خپله تربل هروخت زیات د داخلي لانجو، بي باوریو او اختلافاتو ښکار دي او د سنبلې د میاشتې په پایته رسیدو سره يي د جان کیري د توافقنامي مصنوعي مشروعیت هم پایته رسیږي ، له حکمتیار او له بل هر مخالف جهت سره یې دا ډول مصلحتي سوله د هیواد په روان بحراني وضعیت نه مثبت اغیز کولای شي او نه ترې د کوم مثبت بدلون توقع کیدلای شي.



5 تبصرې

  1. په رښتیا هم حیرانونکی او د مظلوم اولس به سترګو کی په ښکاره او څرګنده توګه خاوری شیندل دی او یا ورته وایی چه زمونږ ټول نور مو منلی داهم به وج زور ومنۍ !!!!!
    سوله یا روغه جوړه هغوی کوی چه څه وخت په جنګ کی وو او یا اوس هم په جنګ کی دی که اوس هم په جنګ کی وی لمړی یی اوربند او بیا د روغی جوړی به اړه خبری پیل کیږی او که جنګ ولاړ وی یو اړخ یا دواړه دی ته قانع شوی چه د ورونو یا همکارو به شان په د هیواد به جوړونه کی برخه اخلو نو بیا د ګټو او واکونو به اړه د روغی جوړی خبری کوی .
    حزب کله په جنګ کی وو یا دی چه اوس سوله یا روغه جوړه کوی او که به جنګ کی وو هم د مقاومت سره د یو وخت د پاره په جنګ کی وو چه د اربکانو مشری ورته ورکړی شوی وه .
    انګریزان پوهیږی چه څوک چیری او څه وخت د څه کړنو د پاره وکاروی ، د حزب اسلامی د بی ثباته او بی بندوباره دریزونو حخه په استفاده چه پرون یی ورته د اربکانو مشری او قومانده ورکړی وه نن ورته د داعشی ملیشو مشری ورکوی ، خبری یا لانجه یی د هغو دمعاشو او وسلو په سر ده ، حزب د اربکانو وسلی او معاشونه پوره نه ور ر رسول د مظلوم اولس سره دوحشت له امله یی په لوی لاس مظلوم اوس د مقاومت سره ملګری کړو
    اشغلګر نه غواړی چه له یوه سوری دوه ځل وچیچل شی ، او په عین حال کی د داعشی ملیشو د قوماندی د پاره بل بدیل هم نه لری یعنی د حزب کیفیت او ماهیت ( چه د یو جهادی ګوند به نامه شهرت لری ) د دغه قوماندی د باره مناسبت لری جنجال په څه دی .
    جنجال : دوه اړخه لری ، یا د حزب اسلامی له خوا چه اوس هم د ملیشو په معاشو او وسلو تاکید کوی چه دوی به یی توزیع کوی چه څه ورته باتی شی یعنی داعشی ملیشی د یو لیو قراردا حیثیت لری په قراردادونو کی خلک بیلونران شول حزب هم غواړی چه له امله هم شهرت ، هم پیاوړتیا او هم د نورو په شان مړشت رامنځته شی او د جنجال دوهم اړخ شاید د شمالی ټلوالی له خوا وی هغوی نه غواړی چه خپل پرونی دشمن حزب بیا مطرح ، پیاوړی او تر هغوی غښتلی شی کیدی شی اول ګذار په هغوی وکړی او د دوستم پرونی ملګری سره په ایتلاف کومه کودتا وکړی او داسی نور

  2. کومه سوله او کوم حکمتیار فکر کوم نور باید بحث پری ونشی حکمتیار او حزب ومړ هغوی نور د بحث وړ ندی نه سوله د دوی په لاس راتلای شی نه هم جنګ نران دی دوی د زرهاوو شهیدانو ارمانونه تل خپل مصلحتونو قربان کری تل یی داسی نظامونه سره ایتلاف کری چی د سقوط به حال ول ای کاش یا خو دا سوله نجیب سره شوی وی ولی چی نجیب سره یو روسی هم نه و پاتی نه هم ادارات دومره فاصد ول نه هم د اسلام ضد دومره سه کیدل چی اوس کیګی ای کاش دا سوله یی مسعود سره شوی وی مسعود هم د همدی د نهضت ملګری وه هم ربانی او نور مجاهدین خو متاسفانه دوی دا ونکرل چی مسلمان سره یو زای شی او تنازل وکری طالبانو تری بعیت غوشتو دوی دا خپل ذلت باله خو اشرف غنی ته بعیت ورته افتخار ښکاری حکمتیار صاب وایی دا جنګ د افغانانو منځ کی دی افغان پکی مری نو حکمتیار صاحب ایا کوم کسان چی تا او مسعود وژل هغوی روسان او یهودان ول زما یقین دی چی رب به درسره حساب کوی

  3. عبدالقدیر مهمند

    شاغلی حکومتیار جهاد فروش در پس پیری رسمی و علنی غلامی غلامان و سلطه صلیبی را قبول کرد و غلام غلامان شد !

  4. لکه نن چی دابعضی دافغانستان ولس طا لب ته هم دشک په نظر ګوری همدا ویره لری چی نه بله ورځی دربانی ، سیاف، مسعود ، حکمتبار په لارو راوان شی. لکه اوس چی هم دی خپل اولادونه یی درسونه وایی خو زمونګ مکتب ورانوی. ربانی ځوی دبرتیا نی تا بعت لری او دا تا بعت یی د خپل پلار په ژوند کی احستی وه. همداسی ټول رهبران سره ونیسی. کا ش چی دخا ین به ټنډه یو داع وی چی هر سړی پری پوهیدلی، زمونګ دمظلوم ولس دپا کو احسا ساتو حخه هرچا استفاده کړی او خپل مزی او چړچړی یی پکی کړی. بس الله دی هر خاین تبا اوبربا د کړی

  5. هره ټولنه ( جه هغه لویه او که کوچنی وی ) ښه او بد کسان لری ، د یو څو ښو او بدو له مخی ټوله ټولنه د پوره شو او یا د پوره بدو په نوم نه شو مسمی کولی، د یوی کورنۍ ټول غړی په یوه کچه نه وی ، د ځینو دا خبره چه لیکی ( خپل اولادونه یی درسونه وایی او زمونږ مکتبونه ورانوی ) د خلکو تیرویستنه د پاره ده او یا هغه کس څه عقلی او عصبی ستونزه لری ، زمونږ هیواذ کله د یوه او کله د بل استعمار له خوا داخلی او خارجی حنګونه روان دی زمکه به ټانکو او هوا به الوتکو پټه ده او ځینی ورته اوس هم داخلی ( د افغانانو تر منځ ) جنګ وایی او یا دا ډول کوم انګریزی ژباړن او یا دهغوی غلامان لیکی چه خیتو او جیبو کی یی د هغو ډالر براته دی
    زه د ولیخان ورور د خبرو سره تر ډیره کچه موافق او لږه کچه توافق نه لرم ، مونږ ته به کار ده چه له څیړنو لاس په سر نه شو او تجدید نظر وکړو هر څه سمیږی په دی شرط چه مونږ د نورو په دستور او د نورو د ګټو د باره څه نه لیکو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.