د کرکټ بورډ مخالفین او دفاع

محمد ر حیم سکندر

یو وخت د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش په انګلیسي یوه اصطلاح لیکلې وه ( چې سپي در پسې غاپي ، نو ته په هغه پسې مه ودریږه او کاني مه پسې شړه) بیا ځینو کسانو دا پوسټ سکرین شاټ کړی و او ګیله یې کوله چې مشر ولې داسې خبرې وکړي .

زما ځواب دا و چې انګلیسي ډېره پراخه ژبه ده ، یو لغوي معنا ده او بل اصطلاحي معناوې دي او یوه اصطلاح یې په لسګونو معناوې لري .

که وچه یې همدا خبره هم کړې وي ، بده یې نه ده کړې ، تاسې لاندې مطلب ولولئ !

آهو یا هوسۍ په ساعت کې ۹۰ کیلو متره او زمری په ساعت کې ۵۷ کیلو متره چټکتیا لري ، خو اهو تل د زمري ښکار وي ، ځکه چې هوسۍ ویریږي او په منډه کې شیبه په شیبه له زمري سره د خپل واټن د معلومولو لپاره شاته ګوري او په دې وجه یې چټکتیا کمیږي . په پایله کې د زمري خوراک شي .

که مونږ د ژوند په منډه کې تل شاته شاته ګورو او له تېرو یادونو سره لوبې پیل کړو هم له ژونده شاته پاتې کیږو او هم خپل راتلونکی له لاسه ورکوو.

د نسیم الله داش مطلب همدا و چې هر چاته ځواب ورکول هم سړی له چټک تګ راسستوي .

ځینې کسان شته چې نیت به یې په کرکټ بورډ کم وي ، خیرا به خپلې لوبډلې ته کوي چې خدای دې ماته کړي. یوه ورځ دوو کمپوهو ناځوانو همدغه خیراوې کولې، چې مه که لوبې وبایلو او په همدې سره به کرکټ بورډ ناکام ثابت شي. زمونږ چې شخصي ګټه نه وي پکې، حتی مقدساتو ته هم احترام نه لرو.

ښاغلی دانش خو څه، ان د کرکټ بورډ ګارد ته هم د دې اعظم جهاد مبارکي وایم، چې زمونږ پام له ناخوالو اړوي. زمونږ په کلي کې یو کس و ، کله به یې چې پخپله ښځه زور بر نه شو ، نو د کور لوښي یا سامانونه به یې د باندې راوشړل.

(نن شوو ، په نغن شوو) خو شکر نه باسو. په هر حالت ویاړ.

زه د دغو ناځوانو نومونه ځکه نه اخلم چې دوی د خپلو نامشهورو نومونو لپاره همداسې نیت کمۍ کوي ، چې یو څوک مو نوم واخلي او مشهور شو. زوی مو ستر شه ، خو په سالمه سیالي او په مثبتو کارونو ځانونه مشهور کړئ، نه په کاذب شهرت .
د ملګري ضیا ودان خبره :

((وايي لوبه خو لوبغاړو وګټله، دې کې د ادارې څه کمال نشته، ما ويل چې که يې وبايلي بيا خو داسې نه وايئ چې لوبغاړو وبايلله ، بيا خو وايئ چې اداره کمزورې ده.
داسې نه کيږي قربان دې شم ، چې په تاوان مې شريکوې او په ګټه نه، لا به ګټل او بايلل دواړه ادارې ته راجع وي، لا به دواړه لوبډلې ته او لا به دواړه حالتونه دواړو خواوو ته راجع وي. خو مسلکي نظر دا دى چې د لوبې په ګټلو او بايللو کې د لوبډلې او ادارې دواړو وياړ او مسٶليت شريک دي.))

کرکټ بورډ: هغه لوبغاړي چې په بهر کې اوسي دوی به یې د لوبیدو چانس ورنه کړي او قرارداد به یې لغوه شي ، دا هم د کرکټ بورډ مینه ده چې له خپل هیواد سره یې لري او د ولس غوښتنې مني .

له دې وجې اکثرو لوبغاړو کډې را بار کړې او خپل ګران افغانستان کې یې ژوند پیل کړ .

په کندهار، ننګرهار ، لغمان ، کونړ، مزار شریف ، خوست ، پکتیا او نورو ډېرو ولایاتو کې کرکټ بورډ د کرکټ په برخه کې اکاډمۍ او میدانونه جوړ کړي. حتی په بلخ کې هم له لوبغاړو سره مرستې وشوې او تشویق شول، چې د کرکټ مینوالو کچه یې کمه ده، مقصد هر چا چې غوښتنه کړې او له کرکټ سره علاقه لري، نو کرکټ بورډ ورته پام کړی، اکاډمۍ او میدانونه یې ورته جوړ دي.

د ملي ټيم، نولس کلنو او شپاړس کلنو تر څنګ د معیوبینو لوبډلو ته پریمانه سیالۍ برابریږي او په اکثرو ولایاتو او ولسوالیو کې مونږ راپورونه اورو، وینو او لولو چې د اختر په نوم، د سولې په نوم ، د سپرلي په مناسبت ( څومره ورځې چې مونږ لمانځو، همدومره کرکټ بورډ د همدې ورځو په مناسبت دکرکټ سیالۍ برابرې کړېدي) او دتکړه لوبغاړو تر څنګ هغو لوبغاړو ته هم په کې موقع وي چې له سره په کرکټ نه پوهیږي اوپه کرکټ بورډ پسې بې منطقه خبرې هم کوي.

دوی ته معلومات نشته چې دا سیالۍ څوک برابروي ؟ او دا معلومات هم نشته ورته چې کرکټ بورډ په هر ولایت کې استازي لري، له هغو سره مشوره کیږي او په ځینو برخو کې مرستې ور سره کوي ؟

د اکثرو ټورنمینټونو په پای کې د کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش د ټلیفون پر لیکه راځي، د ټورنمېنټ جوړوونکو او لوبغاړو ته مبارکي ور کول کیږي او په ځینو برخو کې مرستې ور سره کیږي، نو داسې هم نه شي کیدای چې نسیم الله دانش هر کلیوالي لوبغاړي او مینوال ته معاش ولګوي .

کرکټ بورډ ته چې ای سي سي څومره کلنۍ بدیجه زیاته کړیده ، همدومره یې د فعالیت ساحه هم پراخه کړیده .

د پاکستان حبیب بانک کرکټ لوبډلې سره دننه په افغانستان کې سیالۍ برابرې شوې.

د هند معلولینو لوبډلې سره د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې سیالۍ برابرې شوې، ستر ویاړ دی. له ایرلینډ ، سکاټ لینډ او هالند سره چې سیالۍ وې، نو مخکې له مخکې به ځینو خودعرضو فسبوکیانو به چټیاټ ویل: دا لوبغاړی باید کیني او دا لوبغاړی باید پورته شي، نه لرې که، لوبه مو وبایلله، په شرمونو یې وشرمولو. زمونږ ملګری بسم الله ارمان چې له خپلې لوبډلې پرته له کرکټ سره علاقه هم نه لري، خو په غوسه یې پوسټ وکړ چې دا خلک خو له سره په کرکټ نه پوهیږي، ځکه هغه لوبې مو وګټلې چې دوی بایللې بللې وې او هغه مو وبایللې چې دوی ګتلې بللې وې .

څه وخت وړاندې د کرکټ بورډ په خلاف لاریون و، خو څه لاریون و، ټول د کابل پوډریان یې راټول کړي وو او پیسې ورکړې وې. نو ما دا ټپه ورته وویله :

ملنګه دوه ګټې دې وکړې
یو دې خیر ټول کړ بل دې وکړل دیدنونه

ځکه راغلي لاریون ته وو، نور یې په کرکټ بورډ کې له حبیب بانک سره زمونږ د پرمختیايي لوبډلې لوبې ته ناست وو ، هم يې د کرکټ له نندارې خوند واخيست او هم يې د لاريون له مشرانو ( متعصبينو) پيسې ووهلې. خو يو کار يې وکړ ، چې افغان بالران يې له نظره کړل او لوبه مو وبايلله او سریز مساوي شو . له داسې شرموونکې مبارزې مو هم وساتې .

بیا وايي چې د لاریون مشرانو ور سره غټه لانجه وه چې پیسې خو راکړئ چې په لاریون کې مو هم برخه وانخیسته ، خو دوی ورته ویل چې مونږ ټولې پیسې اوس په ایسکریم او چېپسو ورکړې دي .

په همدغه شپه چې سبا د بورډ خلاف لاریون و ، ښاغلي دانش پوسټ وکړ چې له ویسټ انډیز سره یو سریز لرو ، ځینو فسبوکیانو ویل : دا پوسټ یې د لاریون له ویرې وکړ چې خلک له لاریون منع کړي ، خو تاسې ولیدل چې څه وخت وړاندې ویسټ انډیز ومنله چې د راتلونکي میلادي کال په جون میاشت کې به له افغانستان سره پنځه یوورځینۍ او درې شل اوریزې لوبې ولرو .

دغه راز به له ایرلنډ سره هم د ۲۰۱۷ په مارچ کې پنځه یوورځینۍ او درې شل اوریزې لوبې تر سره کړو .

هر سړی حق لري چې له کرکټ سره مینه ولري ، خو هر څوک دا حق نه لري چې ځان کرکټ پوه حساب کړي . له ایرلنډ سره په یوه اساسه لوبه کې راشد ارمان ۶۰ شپېته منډې وکړې او څلور ویکټې یې واخیستې ، یو کرکټ پوه ویل : راشد یې ولې د لوبې غوره لوبغاړی کړ ، کوچنی ماشوم دی !؟ بله ورځ بیا بل کرکټ پوه ویل : کپټان اصغر ستانکزی باید نن کېنول شي؛ ماویل : خود کپټان خو نه دی !؟

د کرکټ بورډ یو څو مشخص مخالقین دي چې غواړي دغه اداره پخپل واک کې واخلي او بېرته یې معاشونه چالان شي .

دوی ته دا نه ده مهمه چې همداسې قوي او له فساده خالي ادارې دې پاتې شي. همدغه یو څو خودخوا کسان دي چې په فسبوک او یو دوو ویب پاڼو کې په کرکټ بورډ پسې منفي لیکنې کوي، خو د دوی پلویان د ګوتو په شمېر دي او هغه هم همدوی مستعاریان دي چې کمېنټونه ورکوي او خوښوي یې، خو د کرکټ بورډ دفاع کوونکي بې شمېره دي چې د کرکټ بورډ د مخالفینو مبارزو رنګ یې داسې کړی، لکه په ټکنده غرمه کې چې څراغ ولګوې.

همدا اوس چې له بنګلادیش د سریز راپورته شوه ، دا هم چا نه منله ، کله چې ومنل شوه ، بیا یې ویل: په تلویزیون چې یې نه خپروي ، دا هسې زمونږ د لوبډلې سپکاوی دی، مګر کرکټ بورډ هڅې پیل کړې او په بنلادیش کې یې په (غازي تلویزیون) خپرول ومنل .

د اسیايي شورا پشپړ غړیتوب هم خلک له نیت کمۍ نه شو منلی، خو ولس اوس هغه ولس نه دی، فسبوک او سایټونه ګوري او له ما او تا مخکې دوی له هر څه خبريږي.

راتلونکي کې له هند ، نیوزلینډ او انګلینډ سره هم د یو ، یو سریز لپاره خبرې نېږدې شوې دي، دا به هم د نور کله په څېر مخالفین نه مني ، دوی په کرکټ بورډ څه چې زمونږ په لوبډله هم د خپل ځان په څېر باور نه لري ، دوی دا نه مني او نه یې پر افغانانو دا خوښي لوریږي چې څنګه دومره چټک تګ وکړو !؟

په افغانستان کې اول د یو کامیاب رهبر په ارمان وو ، خو کله مو چې دا ارمان پوره شي ، بیا پسې بې منطقه لګیا وو او د راغوځولو په ارمان یې وو .

شږنۍ کامیابه شپږیزه همداسې درواخله چې د تمې خلاف تر سره شوه ، په کرکټ کې مخکې له مخکې هیڅ وړاندوینه نه چلیږي، اوس کرکټ بدل شوی،کمزورې لوبډلې مخکې ځي او مخکښې لویډلې راغورځي او بل وخت برعکس.

د کرکټ مخالفین وایي: د کرکټ بورډ رئیس دې رشید دوستم هم وي ، چې په اوله کرښه کې جنګیږي ، د الازهر پوهنتون استاد دې هم وي، د دیوبند مدرسې دیني عالم دې هم وي ، فزیک پوه نیوټن دې هم وي او د ویسټ انډیز برین لارا دې هم وي .

مګر مونږ وایو چې د کرکټ بورډ رئیس دې لکه همدغه دانش داسې وي چې په راتګ سره یې د ولس زړونه خپل کړل، د افغاني کرکټ څېره یې له نړیوالو سره یو شان کړه او له ادارې یې د افغانستان په کچه دوهمه اداره جوړه کړه.

دا زمونږ تجربه ده چې غوره رهبرانو ارمان له غورځيدو وروسته کوو او دا هم ومنئ چې که خدای مه کړه نسیم الله دانش نه و، په بل کامیاب رئیس پسې به هم غږیږو او راغورخوو به یې او دا بې ځایه مخالفتونه به نور هیڅ ونه کړي؛ پرته د خپل کرکټ له تباهۍ .

نسیم الله دانش هسې ولس په نېک پال نیولی دی ، څومره یې چې مخالفین لیکنې پرې کوي او نمایشي لاریون پسې کوي، له همدې څو چنده زیات په ستاینغونډو، ساینلیکونو ، مډالونو او نویو بریاوو پوښل کیږي، چې دا ځانګیړنې ډېر کم رهبران لري.
مقصد مونږ ته همدغه د کرکټ بورډ کامیابه اداره او پیاوړې لوبډله د ارزښت وړ ده، الله تعالې دې د افغانستان ټولې ادارې او رئیسان د کرکت بورډ ادارې او رئیس په شان له فساده خالي او پیاوړي لري .

امین یا رب العالمین .



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.