ليکوال: دلاور سيلاب

پښتانه افغانان او د ملوک الطوائفي «قومي شوراګانو» یو بل ناسور ټپ

بسم الله الرحمن الرحيم

پښتانه افغانان

او

 دملوک الطوائفي( قومي شوراګانو) یو بل ناسور ټپ

استاد دلاور خان سېلاب

وایي چې مصیبت له مصیبت څخه نه شرمیږي.

په همدې اصل نږدې څلور لسیزې پر له پسې انقلابونو مونږ ته د ساه اخیستلو او سر ګرولو فرصت هم نه دی راکړی. د ټیکنالوژۍ په ډګر کې خورا چټکو بدلونونو د نړۍ هر څه بدل کړل. د پراخې ځمکنۍ کُرِې څخه نړیوال کلی(Global Village) جوړ شو. سرحدات، پولې، سمندرونه، دښتې ، ځنګلونه او لوړ لوړ غرونه اوس د بشر د پرمختګ په لاره کې خنډ کیدای نه شي. ددنیا له یو کونج څخه تر بله پورې واټن له مینځه ولاړ.

د یو شاعر خبره:

دکاندار ناست په شمال کېې خرڅوي مال په جنوب کي
زموږ غږ نه رســـــــي ځان ته څه چــــاره وسنــجوۍ

له یوې خوا د مادیاتو له پلوه د نړۍ سریع پرمختګ له بلې خوا په همدې سرعت  زموږ پرله پسې  شاتک سړی ډیر ناهیلی کوي. د اسلامي نړۍ د څو ټوټې کیدو توطئې او هڅې د خلافت د ړنګیدو له وخته(۱۹۲۴) بیا تر نن پورې په خورا شدت په مختلفو بڼو سره دوام لري. که یوه شیبه خپل سرونه ګریوان ته ښکته کړو نو وبه پوهیږو چه مونږ افغانان څومره وروسته پاتې یوو، مونږ په یوه دنیا کې او نور انسانان په بیله دنیا کې اوسیږي.

که ځان ته د څه سپما په زعم، اسلام او وطن له شخصي ګټو قربانوو، نو باید پوه شو چه مونږ هیڅ ګټه نه ده کړې، ځکه اسلامي او وطني ګټې تل په ذاتي او فردي ګټو مقدمې ګڼل کیږي که دا خوندي وي نو فردي ګټې ضمناً تامینیږي.

خو له بده مرغه زمونږ ځینې هیواد وال په دې اند دي ، چه زه یواځې خپل ذات ته مسؤول یم او بس. او ددې لپاره یو څه بیهوده دلائل هم وړاندې کوي، له همدې ځایه ده چه د هیواد قاطع اکثریت(پښتانه افغانان) په بې ځایه او بې ګټې قومي ، سمتي او نژادي پوچو شعارونو لکه: احمدزي، خوګیاڼي، بابکرخیل، سپین خیل، تورخیل، ژیړخیل او داسې نورو په زمزمه کولو سره اول ځان او بیا دین او وطن ته په زیان اړولو بوخت دي.

دنړۍ قومونه د وحدت او یووالي خواته روان دي. او په دی لاره کی له هیڅ  راز سرښندنو څخه ډډه نه کوي مګر د ننني عصر ځینې پښتانه بیا داسې نه دي، د وخت د حساسو شرایطو په نظر کی نیولو سره په داسې حال کې چې ټول افغانان(تاجیک، پښتانه، ازبک، هزاره او….) بلا استثنا‌‌ء یو موټي کیدو ته اړ دي ، او دا تر هر بل وخت زیات نن له مونږ څخه د وخت غوښتنه ده ،مګر د وخت له نا دودو بې خبره  د تعدد او څو پارچه ګۍ په نشه کې ډوب یو شمیرپښتانه افغانان ، لااوس هم قومیت ته په اسلامیت او افغانیت ترجیح ورکوي.

“خیل ” ,”خیل” او “قوم” , “قوم” ته منسوبې قومي شوراګانې تشکیلوي ، له خپلو نورو پښتنو او افغانانو هیواد والو څخه د تبعیض او فاصلې نیولو پر بنسټ لارې بیلوي ، خپل لوړ استعدادونه په ډیرو وړو وړو مسایلو کې ضایع کوي.دوی به خپل قوم ، وطن او دین ته په کوم اصل د خدمت مصدر وګرځي؟

همدا اوس چه زه دغه څوكرښې کاږم ( د حاجی زرجان) نومی  یو سپین ږیری مې څنګ کی ناست دی ، له ده نه مې وپوښتل چه  حاجي صیب دغه د قومي شوراګانو په جوړولو کې مو څه رایه ده ؟ هغه راته کړه چه : ” مړه استاذه ! حکومت اوس خپل ( ټر ) په  (پر) پټوي، له یوې خوا په دې شوراګانو او اختلافونو خلک مصروف ساتي؛ له بلې خوا په دې هیله چې د دوی له سره به دغه شخړې او مسایل لیرې وي، هره بلا چه وي نو د شوراګانو پر سر به وي، له دې لاری غواړي دوی ته ورپیښې ټولنیزې ستونزې د همدغه شوراګانو له لارې حل کړي ، ځکه دوی خو یې هسې هم له حله عاجز دي . خو…  ګوره !حکومتیان  ملامت هم نه دي ، ډیر زیات مصروف دی، بې چاره ګان ، ځکه لا تراوسه حکومت نیمګړی دی ټول اداري تشکیلات یې پوره نه دي ، دا به چه پوره کیږي ، بیا به د ستونزو په باب ، پولی ګرامونه ( پروګرامونه ) جوړوي، بیا نو که خدای کول، او د حکومت  یو څه عمر باقي وو او له وسه یې پوره وه، نو زما اوستا فریاد اوریدلو ته به غوږ نیسي. له هغې به  همدا ورته  ښه وي چه خلک په خپلو کې مصروف وساتي.

په دې بې وسه او نیمګړي حالت کې دوی د خلکو کارونو ته چیرته وزګار دي؟

دوی د ځان واک نه لري نو د ملت به څه ولري؟

دوی غواړي چې  په لوی لاس خلک سره وجنګوي.

(تفرقه بینداز و حکومت کن!)

که چیرته کومه شخړه راولاړه شي، د هغې یو لوری به یوې شورا ته کش کوي او وایي به چې د دې نرخ ښه دی، او بل لوری به یې بلې شورا ته کش کوي، او وایي به چې ددې نرخ عادلانه دی، په دغه شکل به حکومت  د خلکو له غمه بې غمه او خپلو مزو او چړچو ته به خوشې وي.

او بل وروستی هدف یې ممکن دا وي،  څرنګه چې افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی، په دې وړو وړو او خامو قومي جرګه ګیو، سره حکومت غواړي،  پخوانۍ پخې جرګې او رواجونه له مینځه یوسي، زاړه او باتجربه ملکان او خانان چه قومي نفوذ یې په ټولنه کې ترهرچا زیات دی، هغوی تجرید او له کاره وغورځوید دی لپاره یې وطن کې همدغه ساده ګان پښتانه پیداکړي.زرجان حاجي زیاته کړه چې :

 په یاد به دې وي استاذه! لویه جرګه کرزي جان بدنامه کړه ،او هغه … رباني صیب هم ، الله دې اوس وبخښي ، د صحابه وو د وخت د «اهل آ…لو ، آ…کد » (اهل الحل والعقد) شورا بدنامه کړه ، نو دا حکومت خو به هم یو څه شی بدناموي کنه! البته دوی غواړي د پښتنو جمله رواجونه لکه جرګې ، مرکې او نور له یو مخه بدنام کړي.

ګوره ! نو !!! څه به کیږي ؟ او  په کوم سر به تمامیږي؟خدای دې خیر کي ، ماشومان وو ، دادی غاښونه مو ولویده او  ږیرې مو سپینې شوې، جنګونو کې” .

داوو د قومي شوراګانو په هکله ددې تجربه کار سپین ږیري ځواب .

ګران لوستونکي دې قضاوت وکړي چې د قومي شوراګانو په باب به ددغه سړي خبره څومره حقیقت ولري؟

دوی باید وپوښتل شي چې دغه میکانیزم( د قومي شوراګانو تشکیل) مو له کومه ځایه راکاپي کړی دی او دا د کوم خیرخوا او دوست مشوره ده ، چه تاسو یې په عملي کولو مجبور او مکلف یاست؟

داسې معلومیږي چې پښتني ټولنه ورو، ورو د ملوک الطوائفی ( بېلا بیلې متضادې ډلګۍ ، چه هره یوه یې جدا ، جدا موخې تعقیبوي ، او تل په ټکر کې وي او هره یوه یې د ملي زعامت مدعي وي) پر لور درومي.

ملوک الطوائفي چه د بشري ټولنې په هره سطحه (کلیواله، ولایتي، ملکي، او حتی نړیواله سطحه) شتون ولري ، ټولنه بې له شکه په فنا محکوموي. د بیلګې په ډول :

د اسلامي خلافت د له مینځه تګ یوعمده سبب ملوک الطوائفي وه .

په پخواني اندلس( اوسنۍ هسپانیه:(Spain & Portugal کی دمسلمانانو ( ۸۰۰ ) کلن حکومت شاتګ ته اړ کیدل ، او بالآخره په مکمله توګه ختمیدل ملوک الطوائفی وه.

د احمد شاه بابا د امپراطورۍ زوال ، همداسې دی ته ورته یوه ځان غوښتنه وه.

همدارنګه په عربي نړۍ کې د عربو سرمشریزه ټولنه – جامعة الدول العربیة-(Arab League) چه د انګلسانو په توطئه جوړه، اولا تر اوسه یې د یادې نړۍ نه یواځې دا چه کومه کړمه هواره  کړې نه ده ، بلکه نوره یې هم  د تعقید او پیچلتیا پر لور سمه کړیده، د بیلګې په توګه  فلسطین ، الجزائر، لبنان او داسې نور قضایا یې ، په سرمشریزه ټولنه کې د بحث له امله د عربانو د لازیات نفاق ، بې اتفاقۍ او شاتګ له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي، او معضلې هم هماغسې لاینحله پرتې دي.

نو ای تاسو د قومیت په رنځ اخته رنځورانو!!!

لطفاً په حال او ماضی کی داسی یوه بیلګه وښایاست ! چه ستاسو په څیر کومی ګڼ ګوندیزی ټولنی  دی چیرته کومه ښه نتیجه درلودلی وی؟ ، ترڅو له هغی نه په عبرت اخستلوسره تاسو هم په دی کار خپل درد دوا کړای شۍ ؟

د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ، خپل امت له دی کاره منع کړی ، او نسل پرستی او قوم پرستی یی بدبوی نومولی ده : «دَعُوهَا، فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ»

همدارنګه یو شاعر وایی :

نامردفخر په نسب کا

مرد نه مور لری نه پلار

دا چه زمونږ ټولنه یوه افغانی ټولنه ده

اوهغه څوک چه اوس مهال دی ډول کارونو ته لمن وهی، هغوی هم ددی ټولنی بچیان دی، چه موخه یی له دی کار څخه ، زمونږ په نیک ګمان سره ممکن خپلی ټولنی ته خدمت کول وی ، نو عین ممکنه ده چه یو عام افغان فرد ، د خپل ځان د ډاډمن کولو په موخه په دی باب د (استعلام ) په شکل  یو څه پو ښتنی مطرح کړی، او له بلی خوا څرنګه چه شوراګانی او مسؤلین یی معمولا ځان خپلی  ټولنی ته مسؤل ګڼی  ، نو ښایی دوی به دی ډول  پوښتنو ته د خپل دغه مبارزاتی عمل د لرلید له مخی معقول ځوابونه لری ، له دی امله اړینه ده ترڅویی د خپلو خلکو سره شریک کړی.

پوښتنی په لاندی ډول دی:

لومړۍ پوښتنه: هغه قومي شوراګانی چه تاسویی بنسټ ایښودونکی یاست د مفهوم له لحاظه څه ته وایي؟

دوهمه پوښتنه: د قومي شوراګانو د تشکیل انګیزه مو څه ده؟

دریمه پوښتنه:  د قومي شوراګانو تشکیل ابتکار دی که تقلید ( د کوم فرد یا کوم ګوند پیروی) ؟

 

څلورمه پوښتنه: هره قومی شورا  ښایی خپله کاری لایحه ( اساسنامه ) ولری ، له دی امله  باید هره یوه یی د کافه ملت او بالاخص د خپل هغه قوم چه د شورا نسبت ورته کیږی د ډاډمنتیا لپاره خپله لایحه په مفصله توګه نشر ته وسپاری ، آیا داسی څه مو ترسره کړی ؟

پنځمه پوښتنه: داچه ښایی قومی شوراګانی به بیلا بیلی لایحی لری ، د ټولو شوراګانو د لوایحو مشترک قاسمله کومو نقاطو څخه عبارت دی ؟ (هغه مشترکی مادی ، چه له استقلال ، ځمکنی بشپړتیا ، ملی ګټو، او اسلامی اصولو څخه ددفاع ژمنه تضمینوی ، البته دا کار  هغه مهال ممکن دی چه ټولی قومی شوراګانی په خپل مینځ کی همآهنګی – متفاهمی – وی ) نو بله پوښتنه داده چه :

شپږمه پوښتنه: آیا دغه شوراګانی د خپلو کارونو د لازیات پرمختګ او انسجام لپاره په خپل مینځ کی متفاهمی (همآهنګی ) دی   (که نه وی نو ښکاره ده چه متصادمی به وی) لطفا د تفاهم او یا هم د تصادم په صورت کی یی دلایل ووایاست؟

اوومه پوښتنه: د تاسیس له پیله تر اوسه مو چه کومی لاس ته راوړنی درلودلي دی ، لطفاً له خپلو خلکوسره یی شریکی کړي تر څوهغوی مطمئن او همدارنګه د نورو هغو، لپاره  چه ستاسو پر لیکه تلل غواړی ،اوپه راتلونکی کی مو مسیر تعقیبوی ، او خپلو خلکو ته د خدمت جذبه لری ، په ډاډمنه فضا کی حرکت وکړی .

اتمه پوښتنه: آیا په یوه ټولنه کی قومي شوراګانی د ملوک الطوائفي کوچنۍ بڼی نه دی که ځواب مو منفی وی لطفا ددواړو تر مینځ توپیرونه وښایاست ؟، او هم ووایاست چه له دوي څخه یی کوم یو عام المنفعه دی او کوم یی نه دی؟

نهمه پوښتنه : آیا قومی شوراګانی مالی سرچینی لری که ځواب مو مثبت وی نو باید دغه تمویلی جهات تر ممکنه حده ونومول ( نامګذاری ) شی ، او که نه وی نو څرنګه ممکنه ده چه یادی شوراګانی ، د یو حل او فصل د مرجع په توګه ویړیا پر مخ ولاړی شی ؟

لسمه پوښتنه : آیا قومی شوراګانی د داخله وزارت په چوکاټ کی رسما د کار کولو ترخیص ( اجازه ) لری ، په دی باب د هیواد په اصطلاح اساسی قانون کی څه صریح جواز او یا هم کنایی څه اشاره شته، یا بل عبارت د احکامو د صدور اساسی مرجع پخپله د ټولنی غړی دی او که نه د هیواد له محاکمو سره  دیوی قضیی دنهایی کیدو په باب څه تبادل نظر شته ؟

دا ، او دی ته ورته په لسهاوو نوری پوښتنی ښایی د خلکو په اذهانو کی وی ، که په هره ټولنه کی دا ډول بی شماره قانونی مراجع وخت په وخت سر را پورته کوی ، نوبیاخو اصلا د یو هیواد قضایی ارګان ته اړتیا نه لیدل کیږی ، ځکه عوام پوهیږی اوپه خپله یی ستونزی حلول .

بی له شکه د افغانستان په څیر یوهیواد کی چه هلته عملا د واک تشه شتون لری ، ددا ډول فتنو راولاړیدل د تعجب خبره نه ده .په بلواکۍ کی د خپلواکی تصور: خیال است و محال است و جنون .

دغه راپيښه فتنه د اورغورځونکي (آتش فشان) غره په څیر به مو ټولنه سره وپاشی او په دی ډول به د خارجی دښمن له تاړاکه راپاتی  یو څو با احساسه هیوادوال به خدای مه کړه ددغی خطرناکی داخلی فتنی ښکار شی ، همدا اوس یی د مخنیوی ډیرښه وخت دی ، او کیداشی لا یو څه مو ناوخته کړی هم وی .  .ځکه تر کومه ځايه چه ددغو شوراګانو دلاس ته راوړنو په باب ځمنکي حقايق ښیی ، هغه دادي چه د قومي شورا ګانو غړو د ودونو،کوئيدنو او نورو دا ډول غم او ښادۍ په غونډو او محافلو کي له خوراک،څښاک پرته بل څه نه دي کړي.

که ددي فتني مخنيوی ونه شي ښايي په يوه تلپاتی خپلمنځي  شخړو واوړي.ځکه هره شورا خپلو شخصی او قومی ګټو ته په ملی ګټو ترجیح ورکوی ، نوطبيعي ده چه دبلي سیالی شورا ، له ګټو سره ټکر کوي.

د قومی شوراګانو ترعنوان لاندی، تنظیم شوی وروڼه  بايد په يادولري ، چه دوي ددی ملت جزلاينفک  دی ، خير او شر یی هم  په همدی ملت پوری مستقیما اړه لری.

که دوی حتماً په ملت کي دخدمت د جذبي په نيت راپاڅيدلي وي نو دايي لاره نه ده ، دوي دي د خپل دغه کار ناوړه پايلي د اسلامي تاريخ په رڼا کی چه یو څو بیلګو ته یی بره اشاره وشوه ، مطالعه کړي .

لږترلږه دافغان جهاد په مهال دي دملوک الطوائفي بڼو(حزبي او ګوندي تعصب اوتعدد)څخه دي دعبرت درس واخلي.

دهری ډلګۍ ښکاره  شعار دغه الهی فرموده وه چه فرمایی:( وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ) او همدارنګه دا الهي نصيحت چه فرمايي:(وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ) خو په حقیقت کی یی ددی نصایحوپر ضد عمل کاوه نو پايله يي بالآخره خطرناک په شاتګ ، په ملي او نړيواله سطحه بي سابقي رسوايي ، له يوي غلامۍ نه نجات او بی له ځنډه پربلي اخته کيدل او همدارنګه دمقدس جهاد  دبي مثاله قربانيو په بدل کي ذلت،رسوايي ، بي سرپناهي اونوری ناخوالی پر ځای پریښودل وو.

همدارنګه په نړيواله کچه يي تقريباً د اکثره اسلامي خوځښتونو په لاره کی چه له افغانانو سره دجهاد پرمهال اوږه پراوږه وجنګيدل ستونزي جوړول ؛ اوډير مخکښ مبارز مجاهدين او فکري شخصيتونه يي ددښمن په زندانونو کي د له مينځه وړلوڅخه عبارت وو ، د بیلګی په ډول د الجزیری تلویزون د « الاتجاه المعاکس » خپرونی تکړه میزبان ، دکتور فیصل د پروګرام له یوه لوری څخه پوښتی چه آیا په عربی نړی کی شته اسلامي خوځښتونه دلته هم د افغانستان یا صومالی په څیر ناکامی تجربی تکرارول غواړی ؟

مطلب دا چه هماغه ورانۍ ، ویجاړۍ ، وژل او تباهۍ چه افغانانو د جهاد په مهال په خپلوخلکو او خاوره روا وګڼلی ، دلته یی دا ګوندونه هم تکرارول غواړی ؟

هغه مهال می  یاد دی ، چه کله جهاد په اوج کی وو ، او حتاله جهادی بقایاو ته د ورانۍ فرصت لا په لاس نه وو ورغلی ، اود نړی ټول مسلمانان د افغانستان له جهاد نه په الهام اخستلو سره په دی هیله وو چه افغانان به یو اسلامی حکومت جوړوی. دا به ځمونږ ټولو لپاره ددارالخلافی حیثیت غوره کوی . افغانان به مو استاذان وی او مونږ به ددوی تر قوماندی لاندی په خپلو هیوادونو کی له خپلو ظالمانو انتقام اخلو او ددوی په څیر عمل به کوو . همدارنګه افغانان لا څه آن! خارجی اتباعو به هم د ګیری ، پکول ، شین جمپر په درلودلو سره ویاړ کاوه او چا به چه له دوی څخه په جهاد کی لږ څه برخه هم اخستی وه ، نو ځان به ورته بدری صحابی ښکاریده ، او له ویاړه به یی سر نه ښکته کیده. د اسلامی نړۍ په طول او عرض کی به هردرسی ټولګی، هر لیکچر ، هره غونډه ، هره خبری رسنۍ ، او نور… د افغان جهاد د افتخاراتو له یادولو خالی نه وه، هر بهرنی هیواد کی به چه افغانان ګرځیدل او تری وبه پوښتل شول چه :

أيش جنسيتك ؟ what is your nationality

پوښتنه کوونکی به لا خپله پوښتنه نه وه خلاصه کړی ، چه افغانی به ورټوپ کړه :

أنا أفغاني !!!I am AFGHAN

مګر اوس بهر دنیا خو لاپرځای پریږده ، په پاکستان کی دننه كه له کوم افغانی څخه د هغه د تابعیت په باب وپوښتل شی ؛ نو افغانی بی چاره د ځواب ورکولو په تکل کی ،اول  د پوښتنه کوونکی لباس ، ژبه ،هیئت او نورو کړو وړوته  ګوری ،او بیا د خپل تخمین له مخی په پاکستان کی دده د آبایی هستوګنځی په باب فکرکوی ، بیا که پوه شی چه مُستفهِم به ددغه ځای ؟!  وی  نو افغان مهاجر په ځواب کی د پاکستان دننه داسی یوځای ته ځان منسوبوی , چه پاکستانی پوښتنه کوونکی ته ددغه ځای په باب څه زیات معلومات نه وی ، او غالبا ډیرۍ یی بیا ځانونه باجوړ ته منسوبوی ،یو تعداد یی بیا په ځواب کی وایی چه : زه البته له آره افغان یم ، خو نیکونه می له انقلابه دمخه  دلته پاکستان ته را کډه او میشت شول،په دی حساب  زه او پلار می همدلته زیږیدلی یو،  نو بناء مونږ پاکستانیان یو .

دا خو هغه افغانان دی چه له هیواده بهر اوسیږی . او هغوی چه د هیواد دننه اوسیږی ، هغوی هم په خپل پلرنی لباس لکه ګیره پګړۍ او داسی نور… شرمیږی ، مخصوصا هغه افغانان چه د جان کیری د حکومت مامورین دی ،  او په ډیر ویاړ خاوری ته د خدمت په پلمهپه دندو بوخت دی .

بشری تاریخ شاهد دی ، غلامان تل د خپل بادار لباس ، ژبه ، خویونه ، ناسته ولاړه حتی د خوراک څښاک طرز اوطریقهد خپل ژوند برخه ګرځوی ، کیدای شی یو څه لاملونه یی ښایی په لاندی ډول وی:

لومړی : دا ښاغلی ؟!دروانی Psychologically له لحاظه تل له ( احساس کمتری ) نه کړیږی ، او همیشه  په دی فکر وی چه ای کاش! زه هم د خپل بادار له آره وای ، نو نن به د محکومیت پرځای ، پخپله بادار او حاکم وای ، دغه فکر په خپله سینه کی د یوی تشی ( خالیګاه ) په څیر احساسوی ،هڅه کوی چه څرنګه باید دغه تشه ډکه او دغه خلا جبران کړی؟

دده په اند یی واحد حل د ژوند په پورته یادو شویو ټولو اړخونو کی د خپل بادار ړندهپیروی ده ، نو په خپله سینه کی ورپیښه تشه په دی ډول تداوی کوی .

دوهم : ګومان کوی چه که په هر اړخیزه بڼه د خپل بادار په څیر وځلیږی ،نو ممکن چه هغه ته به پردی یا بیګانه ښکاره نه شی او تل به یی پری د ترحم نظر وی .

دریم : خپل فرهنګ او کلتور د خپلو ټولو ناخوالو لامل ګڼی ( له مودو لویدلیExpire ) اثاثه ورته ښکاری ، چه د اوسنی عصر د غوښتنو له ځوابه عاجزه ده ،له دی امله په پردی ( بیګانه ) کلتور او فرهنګ خپلولو نیک فالی کوی او د پرمختګ څرک یی بولی .

څلورم : پخوا تردی چه بیګانه فرهنګ پال شی ، خپل ځان یو ځل په خپله خیالی دنیا کی په بیګانه فرهنګ کی وګوری د مزعوم او وهمی  پرمختګ یوه خیالی جهان ته ننوځی د یو مجسمه ساز په څیر خپل ظاهری مظهر او ملبس د بادار په طراز وتراشی ،بیافکر کوی چه دی نو اوس :

ښاغلی داود ! نه بلکه ! Mr, Davidشو

په دی ناورین د هیواد لوستی ډلګۍ تر هر چا دمخه ده دوی ته بیا علامه محمد اقبال رحمه الله وایی :

علم را ای ! جوان شوخ و شنگ !

مغز می باید نه ملبوس فرنگ

ای دځوانی په نشه مسته ځوانه ! دزده کړی او تحصیل لپاره د فرنګی – انګریزی – لباسپه تن کول نه کوم شرط دی او نه هم اړتیا، بلکه سالم مغز عقل او فکر اړیندی . د یاد شاعر د یو بل بیت مقطع ده چه وایی :

مانع علم و فرهنگ عمامه نیست

ته کولای شی د ږیری او پګړۍ سره د مریخ او سپوږمی په سطحو قدم کیږدی ؛ د ولایت ، وزارت ،او داسی نوری رسمی دندی او وظایف تر لاسه کړی عالم او روشنفکر شی .

زه په دی اړه د خپل هیواد ټول روشنفکران، علماء، اکاډمیک شخصیتونه او په خاصه توګه لیکوالان پړه بولم . دوی ولی په دی باب قلم او منبر نه کاروي؟ او ددغه هیواد لویه پانګه(پښتانه) چه اوس مهال د ضیاع په حال کی ده لاس نیوی یی نه کوي ؟

هوښیار او ویښ  ادیب ، شاعر ، او لیکوال هغه څوک دی چه د تورو زلفو سرو باهوګانو، نرۍ غاړی ، شنو بنګړو، د ګودرغاړی ، شنه منګی او داسی نورو عبثو شعری ټولګواو ادبی ټوټو پر ځای د ملت ستونزو ته هم پام وکړی او په هیڅ ډول د بی مسؤلیتی احساس ونه کړی، په دی وروستیو کی زمونږ قلمونه او منبرونه هم عقیم دی ، هیڅ راز مثبت تولید اومحصول یی نه تر سترګو کیږی .

افغانان د امن ، سوکالۍ ، سولی او ډاډمن چاپیریال ، کله په پردی فرهنګ کی ، کله ددښمن د پروپیګنډی داغیز له امله په خپلمنځی جګړو او ډلو ټپلو کی ګوری .

الله دی ددوی حافظ او ناصر شی آمین یارب العالمین

د مثبت بدلون په هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.