چې د امریکایانو د نوي جنګي استراتیژي په مقابل کې د طالب ځواکونو د غه پوځي لاسته راوړنې په حقیقت کې د هغوی د مشرتابه د پوځي نوښت او په محاربوي تکتیکونو کې د هغوی د مهارت ښکاره بیلګه بلل کیږي.

ایا شیخ هبة الله په طالب قیادت کې یو بریالی مشر ګڼلی شو؟

شاهد (غزنیوال)

هغه مهال چې شیخ هبة الله تازه د طالبانو قیادت په غاړه اخیست ډیری شنونکی په دې نظر وو چې نوموړي ته به د یوه مذهبي عالم په توګه دا سخته وي چې په دغسي حساس وخت کې د طالبانو د پوځي او سیاسي غورځنګ مشري په موفقانه ډول پر مخ بوزي.

ځکه نو موړی نه په پوځي او سیاسي چارو کې هغو مره تجربه لري لکه د طالبانو دوو مخکینیو مشرانو چې لرله او نه هم په داخلي او خارجي کچه هغومره اثر رسوخ.
د ښاغلي هبة الله په اړه دغو اټکلونو او انګیرنو هغه وخت زور واخیست چې کله طالبانو د سږکال په اپریل کې د عمري په نوم پوځي عملیات اعلان کړل او د هغو پیل لو یوه ډول سکتګي او سوړ والي سره مخ شو.

مونږغواړو په دې لیکنه کې په طالبي قیادت کې د شیخ هبة الله پوځي او سیاسي وړتیا او همداراز د نوموړي په مشر تابه کې د طالبانو د وروستيو فعالیتونواو نوښتونوکیفیت تر بحث لاندې ونیسو .

د طالبي صف محوریت د کاري اولیت په توګه

شیخ هبة الله په داسې حال کې د طالبانو مشروټاکل شو چې له یوې خوا طالبان د خپل مشر ملا اخترمحمد منصور د وژل کیدو له امله سختو ننګونو سره مخ وو او له بلې خوا نوموړي ته هغه اختلافات هم په میراث پاتې وو کوم چې د ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته د طالبانو په صف کې رامنځته شوي وو.

نوموړي د خپلو کاري اجرآتو لپاره د لومړیتوبونو په ټاکلو سره خپل ټول ترکیز د طالبي غورځنګ په محوریت متمرکز کړ، د علماوو او متنفذینو په منځګړیتوب او خپلو خاصو هلو ځلو سره یې د هغو طالب مسؤلینو په پخلاکولو کار پیل کړ کوم چې د ملا اخترمحمد منصورله مشرتابه سره يي مخالفت درلود اویايي د هغه د مشرتابه پرکیفیت ملاحظې لرلې چې په دې کار سره یې تر ډیره وکړای شول تقریبا ټول هماغه د نفوذ وړاشخاص چې د بیلابیلو وجوهاتو له کبله د طالبانو د قیادت له ساحي بهر پاتي وو بیرته د طالبانو له مرکزې بدنې سره یوځای کړي.

چې په دې جمله کې په فراه ولایت کې ښاغلی ملا بازمحمد، په هلمند او زابل کې د پخواني مشهور طالبي قومندان ملا داد الله پلار، د هغه کورنۍ او ټول ملګري، په ننګرهار کې د مشهور جهادي مشر او علمي شخصیت مولوي خالص بابا زوي او ځایناستی ښاغلی انوار الحق مجاهد او …. د یادولو وړ دي.

دم ګړی د طالبانو د غورځنګ په کچه د طالبانو د سیاسي کمیسیون له مشر ښاغلي سید محمد طیب اغا پرته نور داسې بانفوذه او با وجاهته اشخاص نشته چې د شیخ هبة الله له قیادت بهر دې د طالبانو په مخالفت کې پاتې وي.

ښاغلی ملا عبدالمنان نیازی چې په یواځې سرد خپل نوم ورکي مشر ملامحمد رسول تر مشرۍ لاندې لا د طالبانو له مرکزي قیادت نه بهرپاتې دی د فعالیت ساحه يي یواځې په دولت پلوه رسنیو کې تر رسنیزو تبلیغاتو پوره محدوده او په عملي ډګر کې یې د هرډول فعالیت توان يي له لاسه ورکړی.

د طالبي صف د متحد کولو او مضبوطولو په غرض د ښاغلي هبة الله د غه کاري لومړیتوب له پوځي او سیاسي لحاظه د امریکایانواو د هغوی د ملاتړو ټولې هغه هڅې او تبلیغات ناکامه کړل کومې چې یې د طالبي صف د متفرق کولو او متلاشي کولو په غرض په کار اچولي وو.

د بندیانو خلاصول او دولتي منسوبینو په نوم د دعوت فرمانونو صادرول

پر یوه مرکزي محور د طالبانو تر متحد کولو وروسته د ښاغلي هبة الله دوهم لومړیتوب له خپلو زندانونو څخه د دولتي بندیانو خوشي کول ، د طالبانو په داخل کې د ځینو متنفذینو په وسیله د کابل حکومت له لیکو څخه د ځینو وسله والو منسوبینو را بیلول او د هغوی په نوم د بښنې فرمانونه صادرول و .

د طالبانو مشر شیخ هبة الله د لومړی ځل لپاره د لوی اختر په مناسبت د ۱۰۶ تنه جنګي بندیانو د خلاصون فرمان صادر کړ او تر دې وړاندې یې د هلمند ولایت په وروستیو جګړو کې د نیول شویو بندیانو د پربښودلو حکم صادر کړی و چې دیادو بندیانو د ساتل کیدو ځای د امریکايي الوتکو لخوا په نښه او ټول خوشي کیدونکي بندیان ورکې ووژل شول.

د بندیانو د بښنې او پریښودلو دا سوله ییز اقدام په ټول افغانستان په تیره جنوب غربي ولایتونو ارزګان ، هلمند او کندهارکې د دې لامل شو چې یو زیات شمیر د ملي اردو ، ملي پولیسو او اربکیانو یو زیات شمیر کسان له جنګ جګړې پرته په رضاکارانه ډول له طالبانو سره یوځای شول.

د جګړې د لومړۍ کرښې بندیانو بښل او بلا معاوضې د هغوی پریښودل د سولې د ټینګښت په لاره کې هغه عملي اقدام دی چې د امریکایانو په دستور جوړشویو تر لسګونو نمایشۍ کانفرانسونو او څلور اړخیزه غونډو یې اغیز ډیر زیات دی.

د بهرنیو او دولتي ځواکونو په مقابل کې نوي عملیاتي تکتیونه کارول

د ۲۰۱۵ کال له پیله چې کله امریکایانو په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پایته رسیدلی اعلان او له ځینو سیمو څخه یې عملا خپل ځواکونه را په شا کړل ، طالبانو هم خپل پوځي عملیات په ځینو مشخصو سیمو متمرکز کړل.

خو دا چې د سږ کال له پیله د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي ماموریت سر بیره د هغوی پوځي صلاحیتونه ور اضافه کړل ، هغوی ته یې نوي جنګي تجهیزات ورکړل او په ځینو سیمو کې یې هغوی په عملي ډول په جګړه کې شریک کړل طالبانو هم د هغوی په مقابل کې د نوي پوځي تکتیک په کارولو سره خپل پوځي عملیات له هماغو مشخصو سیمو څخه د هیواد ټولو برخو ته توسیع کړل.له دې کار څخه طالب مشر تابه دری هدفه لرل :

لومړی دا چې امریکایانو ته وښیي چې طالبان د پخوا په څیر اوس هم د دوی د تازه نفسو با صلاحیته پوځیانو او د هغوی د پرمختللیو پوځي تجهیزاتو په مقابل کې د مقاومت وړتیا لري.

دوهم دا چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې دولتي ځواکونه په یوه وخت په جګړه کې راګیر او له هغوي څخه د ولسوالیو او دولتي مراکزو په نیولو سره له هغوی څخه پریمانه پوځي مهمات ، جنګي وسائط او درنې وسلې ولجه او بیا ورباندې خپل ځواکونه تجهیز کړي.

او دریم دا چې ولس او نړۍ ته دا خبره په اثبات ورسوي چې کوم دولت چې امریکایانو یې د تجهیز او تمویل په پلمه په تیرو پنځلسو کلونو کې په سلګونو ملیارده ډالر لګولي او د هغه د دفاع لپاره یې څه کم څلورسوه زره امنیتي ځواکونه یې د ناټو د روزل شويو ماهرینو په مټ روزلي او پرمختللي پوځي وسائل يي ورکړې مګر هغوی له خپلې ټولې پوځي وړتیا او پرمختللیو پوځي وسائلو سره سره د امریکايانو له هوايي ملاتړ پرته یوه ورځ هم د طالبانو په مقابل کې د مقاومت وړتیا نه لري چې تیر کال د کندوز ښار سقوط او سږکال د هلمند، روزګان، کندوز ، بغلان او یوشمیر نورو ولایتونو پوځي محاصرې د دې واقعیت ښکاره بیلګې دي.

طالبانو په خپل هغه عملیاتي پروګرام کې چې په جنوب لویدیځ کې یې له هلمند ولایت څخه پیل کړی تر شمال ، ختیځ او جنوب ختیځ پوري د لسګونو ولسوالیو او دولتي استراتیژیکو پوځي مرکزونو په لاندې کولو سر بیره په ډیره زیاته پیمانه درنې وسلې ، پوځي مهمات ، زغروال او نقلیه پوځي وسائط هم له دولتي ځواکونو څخه غنیمت کړل .

چې د امریکایانو د نوي جنګي استراتیژي په مقابل کې د طالب ځواکونو د غه پوځي لاسته راوړنې په حقیقت کې د هغوی د مشرتابه د پوځي نوښت او په محاربوي تکتیکونو کې د هغوی د مهارت ښکاره بیلګه بلل کیږي.

د طالبي صف تر متحد ساتلو وروسته د ملي وحدت ټینګولو هڅې

دا چې هیواد مو اوس د تاریخ په ترټولو حساسو او نازکو شرائطو کې قرار لري او د امریکایانو ټول ترکیز پر دې خبره دی چې څرنګه وکولای شي افغانان په خپلو منځوکې یو د بل پرخلاف وجنګوي ، هغوی د دې کار لپاره په افغانستان کې د داعش د تخریبي فتنې د ایجادولوکوښښ وکړ، د ملي یووالي حکومت د پارلمان اوسنا جرګې ترسیوري لاندې یې له الیکترونیکي هویت پاڼو (تذکرو) څخه د اسلامیت او افغانیت کلمو د لیري کولو هڅې و کړي، د حکومت د لومړی مرستیال په حیث یې د جنرال دوستم اوهمدا راز د لوی درستیز د مرستیال جنرال علي مراد په وسیله یې د پښتنو پر خلاف د هیواد په شمالي ولایتونو کې متعدد تصفیوي عملیات و کړل ، په کابل کې د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ تنظیمي ، قومي او لساني اختلافات راپیدا کړل ، تر دې چې د اختلافاتو ساحه یې د سل کلنو مړیو د جسدونو تر را ایستلو او بیا ځلیز خښولو پوري ورسیده ، خو د دښمن د دغو ټولو تخریبي هڅو په مقابل کې طالب قیادت د ولس د متحد ساتلو لپاره خپل ټول کوښښ وکاراوه او د خپل طالبي صف په توحید کولو سر بیره یې د ولس د یو موټي کولو په اړه عملي اقدامات تر سره او په دې اړه یې ځانګړي اعلامیې خپرې کړې.

پایله :

د طالبانو د نوي مشرشیخ هبة الله له لوري پر یوه مرکزي محورد ټولو طالب چاراکو راټولول ، په هیواد کې د سرتاسري پوځي عملیاتو په پلي کولو سره د تازه دمه او با صلاحیته امریکايي ځواکو نو او د هغوي د سلګونو زره داخلي ملاتړو پوځیانو د جنګي استراتیژۍ ننګول، د دولت له ټولو پوځي او اقتصادي امکاناتو سره سره د هغوی له لیکوڅخه د پوځیانو او نورو منسوبینو را بیلول، په جګړه کې د نیول شویو سلګونو بندیانو ازادول ، د تسلیمیدونکو دولتي منسوبینو په نوم د بښنې فرمانونو صادرول ، د ولس په منځ کې د خپل منځي اختلافاتو او داخلي فتنو مخنیوی او … ټول هغه څه دی چې په پوځي او سیاسي لحاظ د نوي طالب مشر تابه پوځي او سیاسي بصیرت او له افغاني قضیې څخه په مشروعه دفاع کې د هغه بریا او موفقیت تري ښکاریږي.

ځکه د طالبانو په نسبت د ملي یووالي حکومت چې د نړیوالې ټولنې او امریکا ټول پوځي ، اقتصادي او سیاسي حمایت یې تر شا او د ملي یووالی په نوم ایجاد شوی نه خپل منځي یووالی لري، نه د طالبانو په مقابل کې د مقابلې متحده استراتیژي ، نه په پوځي لحاظ د هغوی په مقابل کې نظامي هماهنګي ، نه د هیواد پر جغرافیايي مساحت مسلطه واکمني ، نه په خپلې دوه کلنې مودې کې کومه سیاسي ، اقتصادي او پوځي لاسته راوړڼه او نه هم ولسي شعبیت.

وبه ګورو چې طالب قیادت په هیواد کې د جګړې د خاتمې او د ټولو افغانانو ترمنځ د یوې د تل پاتې سولې او دهغوی ترمنځ د سرتاسري یووالي په اړه له خپلو خدای ورکړو سیاسي ، علمي او پوځي مهارتونو څخه څرنګه کټه اخلي؟

په هیواد کې د اشغال او جګړې د پایته رسیدو او همیشنۍ سولې د ټینګښت په هیله



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

4 تبصرې

  1. غزنیواله وروره الله پاک دې ملا صیب ته قدرت ورکړي او داسلامي عمارت لښکر ته اتفاق
    او کلکه جهادي عقیده او ایمان !

    اشغالګر او فاسد رژیم صیغه یې روابط یو له بل سره لري !
    اشغالګر دالر ورکوي او فاسد رژيم خپل اولس ورته وژني او دا لړۍ به تر هغه پورې روانه وي
    تر څو چې دهیواد خوانان بې دینه فاسد شرابخواره شي او زمونږ دیني کلچر له پښو ولویږي .

    اشغالګر و او فاسد رژیم هیڅ وخت هم له طالبانو سره دسولې خبرې ندي کړې اونه یې غواړي ،
    خکه ددوی ګټې پکښې نشته او انسان وژنه خو داشغالګرو تاریخي عنعنات دي .

    نرخونه یې په خپلو دالرو دومره پورته بېولي او لوړ کړي چې دعادي اولس زور نه پرې رسیږي
    چې یو څه عیال ته واخلي .
    دا کار ددې لپاره چې اولس د نس په خږو مبتلا او ازادي هېره کړي !!

    د طالبانو بری به هلته وي چې ټول اولس لکه په خینو عربي ممالکو کې
    دفاسد دولت په خلاف را پورته شي !!.

  2. هو ډیر زیات تغیر راغلی یوه شه نمونه یی په قندز دشتی ارچی کی عامه سرک ورانول دی چی پوخ عامه سرک یی د پنجاب په امر لګیا دی ورانوی د ا ستاسی وحشتونه نه به کله ختمیګی ای خاینینو

    • وایې ډم یم هغه تور نه مې ننګ شته نه پیغور !!
      وروره ستاسو په ځای که وی خوله مې پټه نیوله او خپل دالر مې وهل خو هغه پخواني شرمونه نشته !
      داخبرې خو فاسد رژیم کوي چې دښځې واک یې هم داشغالګرو په لاس کې دی نو بې ناموسه انسانان
      کله زړور وي چې له هېواده دفاع وکړيي نو بېله درواغو بل څه نه وایې !!!دقندوس سرک دایشغالګرو او
      فاسد رژیم له بمباري څخه وران شوی،طالب خو نه ټانک لري نه طياره او نه بلدوزر چې سرک پرې وران کې ؟

      تاسې خو دپنجاپ د عسکرو جامه دطالب په ځان کې نده لیدلې خو داشغالګرو عسکر په عسکري
      جامو کې ستاسو نازکې نجونې زنګوي !! دمسلمان او پښتون په دود زه ډېر پرې شرمېږم خو تاسو
      ویاړ پرې کوۍ او قراردادونه ورسره لاسلیک کوۍ !!!

      نور دې هم هوښيار کړم ؟؟؟
      پتنګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.