د صبر تر ټولو ستره بېلګه – رښتینې کېسه

المأخذ: “وفیات الاعیان”، “البدایة والنهایة”…

ژباړه: م. حمد الله(دانشمند)

د ستر صحابي(زبیر- رضی الله عنه) زوی(عروة- رحمه الله) یوه ورځ د جانان له کلي(مدینې منورې) نه د “دمشق” پر لوري سفر پیل کړ. له ځان سره یې تر اوو(۷) واړو نازولی او ګران زوی د ملتیا له پاره غوره کړل.

د شام د لارې په اوږدو کې ناڅاپه د لینګي له نه ژغمونکي درد سره لاس او ګرېوان شو تر دې چې “دمشق” ته د سوارلۍ پر مټ ورسولی شو، د دې توان یې له لاسه وتی وو، چې پر خپلو پښو مزل لنډ کړي.

د وخت د خلیفه(وليد بن عبد الملک) چې کله سترګې پر خپل راغوښتلي میلمه ولګېدې، هک پک حیران شو، د هغه په ور پېښه بیماري و دردېد. په بیړه یې مسلکي طبیبان را وغوښتل، د “عروه” د بیمارۍ او د هغې د رغونې په اړه یې ترې مرسته وغوښته. طب پوهانو له یو لړ څېړنو وروسته ومونده؛ چې هغه په “اکلة”(کینسر) اخته شوی. پرته له دې، چې لینګی یې کاټ شي په بله لاره یې رغول- د طبي اصولو مطابق- شونی نه دی.

یاد خلیفه ته ګرانه وه؛ چې له کور نه روغ رمټ را وتی میلمه یې په یوه پښه له کوره درومي؛ ځکه یې په بله لاره غور کاوه؛ خو طب پوهانو ورته کړه، چې نور یې په عملیاتو کې څنډ کول د بیماري و روغ بدن ته د سرایت، آن د مړینې لامل کېږي!

خلیفه “عروة التابعي”(رحمه الله) په ټوله ماجرا(کیسه) خبر کړ. هغه یواځې دا جمله(غونډله) وویله: «ﺍﻟﻠﻬﻢ ﻟﻚ ﺍﻟﺤﻤﺪ» ژباړه: اې الله! یواځې ته د ستاینې وړ یې او بس.

طبیبان په هغه(رحمه الله) را غونډ شول، ورته یې کړه: د نشې له پاره دا دوايي و څيښه. هغه ترې انکار وکړ؛ بده یې ارزوله، چې خپل غړی د نشې په حالت کې له لاسه ورکړي! بیایې ورغبرګه کړه: یوه پیاله شراب وڅيښه! تر څو د درد احساس و نکړي! له هغه نه یې هم انکار وکړ، زیاته یې کړه: څنګه داسې څه و څيښم؛ چې الله پاک یې څښل په خپل سپېڅلي کتاب کې حرام ګڼلی؟!

هغوی ورته کړه: اخیر چاره به یې څه وي؟!

هغه مبارک ورته وویل: کله چې زه په لمانځه بوخت شم بیا څه چې مو غوښت، تر سره یې کړئ – هغه مبارک به چې کله په لمانځه ودرېد د دنیا اړوند هرڅه به ترې هېر شول، زړه به یې د الله پاک د مناجات څپو لاندې کړ.

نوموړی په لمانځه بوخت شو، کله چې پر سجده ولوېد؛ هغوی یې د لینګي عملیات پیل کړل تر دې چې یې هډ د ارې پر مټ ترې اره او بېل کړ. د نوموړي ژبه د الله پاک په ذکر خوځېده؛ د الله(جل جلاله) د کبریا او عظموت نشې خم کړی وو! تر پایه هیڅ و نه خوځېد، نه یې د درد احساس وکړ!

کله یې چې عملیات بشپړ شول، وینه یې د سیلاب په څېر بهېده، په اور جوش کړی شوي تېل یې پر ټپ ور توی کړل؛ په دې وخت کې د تېلو د ګرموالي له امله بېهوښه شو.

دا مهال یو بل د خواشنۍ خبر هم له ماڼۍ نه بهر را څرګند شو، د خلکو زړونه یې و لړزول: هغه دا چې له عروه سره راغلی زوی د خلیفه له اسانو سره د سات تيري پر مهال د یوي آس د لینګتې ښکار شو؛ خپل روح(اروا) یې د ارواګانو څښتن ته وسپارله؛ د تل له پاره یې له پلاره موخه ښه واخیسته!

خلیفه د خبر په اورېدو ټکان وخوړ، د خپل میلمه له یو په بل پسې پېښو نه په کامله توګه اغېزمن شو، هېښ دی؛ څنګه به میلمه په یادو هېښونکو پېښو خبروي.

تر هغه یې پرې کار و نه لاره کله چې هغه په هوښ راغلی، نږدې ورغلی، ورته یې کړه: الله پاک دي د پښې د کاټېدلو اجر درکړي!

عروه(رحمه الله) ورته کړه:

«ﺍﻟﻠﻬﻢ ﻟﻚ ﺍﻟﺤﻤﺪ ﻭﺇﻧّﺎ ﻟﻠﻪ ﻭﺇﻧّﺎ ﺇﻟﻴﻪ ﺭﺍﺟﻌﻮﻥ».

ژباړه: اې الله پاکه! یواځې تا لره ټولې ستاینې دي. موږ یواځې او یواځې الله پاک، لره یو، او موږ هغه(جل جلاله) لره ور تلونکې یو.

بیایې ورته وېلې: دزوی د مړیني اجر دي هم الله پاک درکړي!

هغه(رحمه الله) ورته کړه:

«ﺍﻟﻠﻬﻢ ﻟﻚ ﺍﻟﺤﻤﺪ ﻭﺇﻧّﺎ ﻟﻠﻪ ﻭﺇﻧّﺎ ﺇﻟﻴﻪ ﺭﺍﺟﻌﻮﻥ».

ژباړه: اې الله پاکه! یواځې تا لره ټولې ستاینې دي. موږ یواځې او یواځې الله پاک، لره یو، او موږ هغه(جل جلاله) لره ور تلونکې یو.

اووه زامن الله پاک راکړي وه، یو یې رانه واخیست، (۴) غړې یې راکړې وه، یو یې رانه واخیست، که نن د الله پاک له ازموینې سره مخ یم؛ خو له دې وړاندې د پوره صحت څښتن وم، که یې نن رانه واخیست؛ خو له دې وړاندې یې راکړی وو. الله پاک ته لاسونه لپه کوم، چې له دواړو سره مي په جنت کې یو ځای کړي!

هغوی ورته هغه لګن(تال) وړاندې کړل کوم یې چې کاټ شوی لېنګی او پښه پکې پراته وه، خپلې پښې ته یې کړه: الله پاک ښه پوهېږي؛ چې ما پر تا ناروا او ناوړه کړنو ته یو وخت تګ نه دی کړی، او زه هم پوهېږم.

نوموړي په لکړه ځان عادت کړ، د تللو پر مهال یې ګټه ترې اخیسته.

یوه ورځ د خلیفه مجلس ته ورغلی، یو د ډېر عمر بوډا یې ولید، چې په سترګو ړوند، د مخ ښکلا یې بایللي وه.

خلیفه ورته کړه: اې “عروة!” له دې بوډا نه و پوښته، چې څه شي دې حالت ته را ویستې. عروه ورته وویل: اې بوډا ولي دي په دې حالت وینم؟

هغه ور غبرګه کړه: کیسې ته غوږ شه اې عروه! :زه په یوې شېله(مانده) کې هستوګن وم، الله پاک په حلال مال، اولاد او هر نعمت ښه پوښلی وم. یوه شپه سیلاب راغلی هرڅه یې رانه له ستونې تېر کړل، کله چې لمر وړانګې را خورې کړې؛ نور هیڅ مي په ولکه کې نه وو یواځې او یواځې یو کوچنی بچی، یو اوښ راته پاتې دي او بس! اوښ رانه وتښتېد، زه یې د نیولو په لټه کې شوم، ناڅاپه مې د ماشوم ژړا په غوږونو کې انګازه وکړه! که ګورم زما د ماشوم زوی سر “لیوه” په خوله کې نیولی؛ (پښې او لاسونه خوځوي؛ خو ظالم پرې زړ سوی و نه کړ!

د ماشوم د خلاصون هڅې مي پیل کړې؛ خو بریالی نشوم؛ هغه د لېوه د خونکاره داړو ښکار شو!

بیرته مي د اوښ لټون پیل کړ، کله مي چې د هغه د نیولو هڅه وکړه؛ هغه په “څپړه” پر مخ ووهلم؛ د تل له پاره یې د سترګو او ښایسته څېرې نه بې برخې کړم(!)

“عروة”(رحمه الله) ورته ویل: اې بوډا! په یاد حالت کې تا څه ویل؟!

بوډا ورته کړه: ما ویل:

((ﺍﻟﻠهم ﻟﻚ ﺍﻟﺤﻤﺪ ﺗﺮﻙ ﻟﻲ ﻗﻠﺒﺎً ﻋﺎﻣﺮﺍً ﻭﻟﺴﺎﻧﺎً ﺫﺍﻛﺮﺍً))

ژباړه: اې الله پاک تالره ثنا ده، چې له ودانه زړه او خوځنده ذاکري ژبې نه بې برخې نه یم!!!

المأخذ: ﻭﻓﻴﺎﺕ ﺍﻷﻋﻴﺎﻥ ﻻﺑﻦ ﺧﻠﻜﺎﻥ: [ ۲ / ۴۱۸- ۴۲۴ ]، ﺍﻟﺒﺪﺍﻳﺔ ﻭﺍﻟﻨﻬﺎﻳﺔ: [ ۹/  ۱۰۱ – ۱۰۳] .،



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.