سړی/ مسرور درمل

مسرور درمل

یو سړی لکه سپوږمۍ ده
او مین په آزادۍ ده
د ښکلاوو فرشته ده
او دستورو غاړګۍ ده

څه وړمې ترې راوریږي
څه د ګل غوندي یې رنګ ده
څه په شان د لمر ځلیږي
څه خوشبوی لکه لونګ ده
څه د مینې خانقا ده
څه د غشو نه جوړ جنګ ده
څه له حسنه مرور دی
څه له حسنه جوړ بدرنګ ده
ځه نغمې ترې راتوییږي
څه رباب ده څه آهنګ ده
څه سپېره دی په ګردونو
څه مغرور غوندي ملنګ ده
څه بادشاه د زمانې ده
څه مغرورو ته آونګ ده

له بمو نه به خلاص بام وي
دا سړی به مو امام وي

څومره ښه یې آرمانونه!
څومره ښکلې یې  ځوانۍ ده
دا خوږ ژبی ده بلبل ده
دا مین په آزادۍ ده
ما وې زه دي ترې قربان شم
ما وې ګل ده که غوټۍ ده
د عنبو یې خبرې
د عنبو دنیاګۍ ده
د عنبرو خوشبویي ده
د عنبرو ویالګۍ ده
د اوبو په سر روانه
د اوبو نه بوړبوکۍ ده
دا وه څیري ګرېوانو ته
دا له لمر جوړه تڼۍ ده

دغه ستوري ده غلا کړی
دغه ستوري مې زړه وړی

په تندي یې کلمه ده
په تندي یې پروت عنبر ده
دا یو چا لره پړونی
دا یو چا لره څادر ده
د غره سر یې معشوقه ده
د غره څوکه یې سنګر ده
دا ګلاب ده دا غاټول ده
دا نرګس ده او صدبر ده
له هیندارې لا صفا ده
له هیندارې لا بهتر ده
زړه یې سپین لکه د واورې
زړه یې سیند کې نیلوفر ده
دا مسروره ستا درمل ده
دا  دتورو شپو سحر ده

په تندي یې چې څه لیک دي
په زړګي یې هغه لیک دي

#درمل



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.