د جاحظ له «کتاب البخلاء» څخه يوه په زړه پورې کيسه


اظهار الحق عزيز

جاحظ په خپل کتاب البخلاء کې يوه کيسه راوړې:

دخراسان د “مَرْو”ُ ښار خلک ډير بخيلان وه، حتی نورو به يې بخل په مثال کې راوړ. لکه چې سړی ووايې: پلانی داسی بخيل دی لکه مروزی.

وايې ددې ښار يو نفر به هر کال حج ته تلو، او ورسره به يې تجارت هم کاوه، په تګ او راتګ کې به يو عراقي ملګري ته ورتاويده او څو څو شپې به يې ورسره کولې، دغه مروزي به خپل عراقي ملګري ته هر وار ويل چې کاشکې مې چې يو ځل په “مرو” کې ليدلی وای چې ستا ددی نيکيو او احسانونو او ميلمه پالنې بدله خو مې چې درکړې وای، دلته خو ستا کور او وطن دی، نو ځکه زه هيڅ هم نشم کولای.

د ډيرو کلونو روسته په يو ورځ دورځو کې دعراقي کار په خراسان کې پيدا شو، ځان سره يې وويل: څه دې غم دی؟ هغه مروزی اشنا دې شته هماغه سره به واړوې او کار به دې هم په طبيت خلاص کړې.

په سفر روان شو، کله چې “مرو” ته ورسيد، ستړی ستومان سفر وهلی خيرن پيرن، سيده د مروزي اشنا کور ته ورغی، چې کالي مالي بدل کړي او دمه جوړه کړي، بيا به په ارامه خپل کار پسې ووزي، چې ګوري مروزی اشنا يې ديارانو سره ناست دی او ګپ ولي، عراقی ورغی او ټينګه غاړه يې ورکړه، خو مروزي ځان ناګاره واچاوه او هيڅ يې ځان ورباندې پوه نه کړ، او نه يې ورنه دحال احوال پوښتنه وکړه، او په داسې انداز به يې ورته کتل لکه څوک چې نابلده ته ګوري، عراقی فکرمند شو چې دا به مې ولې نه پيژني، ځان سره يې وويل احتمال لري چې دا څادر مې چې اغوستی ددی وجه وي، څادر يې لرې کړ، بيا هم په مروزي کې کوم تغير رانغی، او داسې په تعجب تعجب به يې ورته کتل، بيا عراقي ځان سره وويل امکان لري چې دپګړۍ وجه وي چې په سر مې ده، پکړۍ يې‌هم لرې کړه، خو مروزي هماغسې حيران حيران ورته کتل، بيا يې وويل چې کيدای چې دخولې وجه وي چې ذهن ته يې نه ورزم، خولۍ يې هم لرې کړه، نو مروزی پوه شو چې نور خو ځان ناګاره نشم اچولی، نو په واضحو ټکو يې ورته وويل: که پوستکی هم دځان نه وباسې نه دې پيژنم…

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.