خیال او فلسفه/ عصمت الله صالح‎

عصمت الله صالح

استاد غضنفر وایي: فلسفه په لوستلو ارزي او دا به بې انصافي وي چې موږ ژوند کوو خو غور ورباندې نه کوو. د استاد په دې وینا کې زه یوې کلمې ته ډېر ځیر شوم، هغه هم د غور خبره ده چې هغه کړې.

غور چې له لغوي نظره د سپړلو په معنا دی، او په اصطلاح کې زما له انده؛ د حقیقت موندلو په موخه د ژوند د ټولو اړخونو شننه ده. ځینې کسان دغور کلمه یوازې په ادبي پنځونو پورې تړي، خو دا یوه لویه تېروتنه ده.

مینه یوه داسې فلسفه ده چې شتون یې په اوسنۍ ټولنه کې ډېر احساس کېږي، له نوم سره یې هرڅوک اشنا دي. ورشئ ګونګي ماشوم ته ووایئ چې ته له چاسره مینه لرې؟ په چټکۍ سره خپله ګوته د مور خواته نیسي. که له پنځلس کلن یا شل کلن ژبغړاند څخه وپوښتل شي چې ته مینه پېژنې؟ پوښتل شوی ښايي یوازې موسک شي، هو به ووايي یا به درته په ځواب کې د خپل کړي محبت په داستان پیل وکړي. دلته نو بیا  ستاسو د خپلې پوښتنې ځواب ونه موند. ولې، ځکه چې دوی مینه کوي، خو مینه نه پېژني، غور یې نه دی کړی، بې خیاله په خیالي دنیا کې منډې وهي؛ (( ته مې ځکه خوښه یې چې د باز غوندې سترګې لرې، زه نور ستا په سپین ګلابي مخ د شبنم د اوښکو، رڼه څاڅکي نه شم لیدلای، خلک له ژړا کرکه کوي، خو زه بیا په سپینه نرۍ غاړه کې، د پوښل شوې حنجرې د هرډول آواز په تمه یم…)). داهغه بې معنا خبرې دي چې یوازې د دې فلسفې، د نوم په پېژندلو دلالت کوي، د رښتیني عاشق په زړه کې د مینې تور سکاره، په سرو لمبو نه شي بدلولی.

دا خبره به یوې خواته کړو؛ چې د مینې ځای زړه دی. خو د مینه کوونکي لپاره به ښه دا وي چې له خپل دریځ څخه  وړاندې دغو څو پوښتنو ته ځواب ووايي.

په ټوله کې مینه څه شی ده؟

مینې ته ولې مینه وايي؟

زه ولې مینه کوم؟

په بدن کې د مینې د رامنځته کېدو ځای کوم دی؟

خیال له مینې سره څومره تړاو لري؟

ممکن دا هغه پوښتنې وي، چې ځوابونه یې یوازې له عقل سره شته.  او په دې خو ښه پوهېږو؛ چې عقل له خیال سره نږدې اړیکه لري، خیال په تفکر ولاړ دی، او فلسفه بیا په تفکر آباده ده.



2 تبصرې

  1. الحاج استاذ بیانزی

    فلسفه علم نه بلکه د علم څخه د مخه مثبت یا منفی نظریات دی، منفی نظریات هم ګټه لری چه له امله تشبیثات ، څیړنی ، پړټنی او ارزونی زیاتوالی کوی یعنی علما فکر کوی چه په دی اړه دا نظریه منفی اړخ ایا مثبت اړخ به هم لری او که تر اخری کچی منفی دی ، ډیر ځله د هماغه منفی نظریاتو نور مثبت نظریات رامنځته کیږی او مثبت نظریات خو یی د علماوو د پاره د اختراعاتو ا کشفیاتو نوی نړی زیږوی . مثلا د برق یا بریښنا په اړه چه په اوله کی کوم نظریات ورکول شوی ممکن څه په بکی غلط او څه په پکی ضحیح او څه به نیمه غلط او نیمه صحیح وو ، وروسته وروسته له مثبتو نظریاتو لا ډیره ګټه پورته شوه یعنی لا نور پکی ننوتل چه نن یی مونږ رڼا ته ناست یو او په زرهاوو نوری ګټی تر لاسه کوو .
    ځینو ځلکو په ځانګړی ډول چه د الهیاتو به مخالف اړخ کی قرار لری ، فلسفی ته د یو دین او حتی تر دین هم پورته کچه قایل دی ، علم ورته وایی او هغه علم چه مقدسیت لری یا په بل عبارت وزن یی تر ټولو علومو پورته دی . که څوک ووایی چه فلسفه علم نه دی هغوی ورته داسی ښکاری لکه مونږ چه چاته کافر وایو او یا هغوی ته ډیر وروسته پاتی خلک وایی له موده لویدلی یی ګڼی او داسی نور .
    د هغو افراطینو به مقابل کی ځینی بیا داسی هم دی چه فلسفه کفر او الحاد ګڼی زما په اند دواړه غلط شوی ، فلسفه نه د الهیاتو او نه د الهیاتو ْضد کومه پدیده ده ، انسان ته الله ج متفکر ماغزه ورکړی د هر څه په اړه تشویش لری وسوسه او تلوسه ورته لری چه حقیقت یی پیدا کړی طبیعی ده چه سمدلاسه حقیقت نه مومی وخت ، پوهی او د لا ډیرو خلکو تجربو او نظریو ته منتظر پاتی کیږی تر څو یی اصلی حفیقت تر لاسه کړی . کله چه حقیقت ښکاره او تر لاسه شی هغه بیا د علم برخه جوړه شی .
    علوم هم خلکو په بیلابیلو برخو ویشلی حتی ځینی علوم هم نه دی مګر ځینی ورته علوم وایی سرزوری ده نړیواله ګډه چه د سم او ناسم ویلو واک ولری نشته . مثلا اتیستان داروین ته هم عالم وایی ، هغه کیدی شی فیلسوف وو او که عالم هم ورته د خینو به اصطلاح ووایی فلسفی عالم وو مګر هغه رښتینی عالم نه وو ، هغه د انسان په اړه فلسفی نظر ورکړی چه له شادو رامنځته شوی او داسی نور نظریات یی هم ورکړی که زه ټول لیکم تبصره به اوږده شی . مګر اوس وخت کی خپل ساینس دانان وایی چه د هغه ټول نظریات ناسمه وو .
    تر هغی چه زه د داروین په اړه معلومات لرم هغه یو اتیست یعنی دالله ج له شتون یی انکار درلود ، هر څه یی برابرول چه الله ج نفی کړی یعنی که څوک خبل نظریات د یو ځانګړی دریز له مخی وایی هغه سل په سلو کی غلط راوځی حتی هغه تش په نامه فیلوسوف هم پوهیږی چه دا به خامخا یوه ورځ غلط راوځی مګر زه به نه یم . او لا به زما د دریز ملګری زما نظریاتو ته لا ډیر اهمیت ورکړی او به خلکو به یی په هر صورت ومنی مونږ د غصنفر لیکنی د فلسفی به اړه هم لوستلی او دا می هم ولوستله د فلسفی د بجث سره ډیر توپیر او لیروالی لری مګر څوک چه هر څه وایی څوک یی په اړه مخالف مثبت نظر نه شی ورکولی.
    لیکونکی عشق ته فلسفه وایی ، ناسمه ده عشق یو حقیقت دی ، مګر دا چه هغه عشق د څه د پاره ؟ بیا فلسفی اړخ لری کله چه معلوم شی له هغه وروسته هغه فلسفی اړخ یی په حقیقت بدلیږی هغی ته نور فلسفی اړخ هم نه ویل کیږی یعنی د فلسفی اړخ کی هغه پدیده مثبت او منفی یا د کیدو او نه کیدو اړخونه لری ، مثلا د سپوږمی له ختلو د مخه سپوږمی ته خبل یو فلسفی اړخ وو ( چه ممکن دی که نه ) کله چه وختل په حقیقت او علم بدل شو مننه

  2. محمد نعیم سادات

    استاد غضنفر ته ووایه چی مینه په کیفیت کی د تضاد مقابل لوری دی او په شکل کی د حرب مقابل لوری دی. او دا ورته ووایه چی مینه یوه وسیله ده چی د هغی په واسطه ته د ابلیس د [ زه ] له بندیخانی تښتیدی شی په کوهه کی چی ته ابلیس را ایسار کړی یی . او که غواړی چی د مینی شکل وګوری نو کله چی ته د [ زه ] له بندیخانی بهر ووتی نو هلته به مینه د [ ته ] په شکل کی درته را اظهاره شی . او هغه وخت به ته د نړی په ټولو اسرارو پوه شی لکه عبدالرحمن چی وایی [ چی په یو قدم تر عرشه پوری رسی. ما لیدلی ده رفتار د درویشانو ]

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.