آی فون ۷: بازار ته له رواتلو سره ترې شکایتونه پیل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): نېږدې دوه اونۍ وړاندې آی فون ۷ بازار ته وړاندې شو او ورسره د خلکو لخوا ترې شکایت هم پیل شو.

د آی فون غټه د کور بټنه (هوم بټن) چې د کلیک پر ځای د په وایبریشن باندې کار کوي، استعمالونکي یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د هوم بټن نوي ډیزاین عمومي مقصد دا و چې مبایل له اوبو وساتي خو اوس مشکل په نوي ډیزاین کې دادی چې که دستکشې په لاسونو کې ولرې، دغه بټن بیا کار نه کوي.

راپورونه وايي چې نه یواځې دستکشې بلکې په لاس یا په ګوتو چې هر څه وي، د آی فون ۷ نوې هوم بټن پرې کار نه کوي.

د دې لامل دادی چې نوې هوم بټنه کې چې کومه ټیکنالوژي ايپل کمپنۍ استعماله کړې هغه یواځې د انسان په پوستکي باندې کار کوي یا په بله مانا د دې آي ډي سکینر هغه مهال کار ورکوي چې انساني پوستکی ورسره ولګیږي.

له دې پرته هېڅ یو شی ولو که هر څومره دروند وي په دغه سکینر یا بټن باندې کار نه کوي.

اوس چې په آی فون ۷ کې د IOS 10 اپریټينګ سستم کار کوي نو د تلیفون د خلاصولو لپاره د هوم بټنې وهل لازمي دي.

د هوم بټنې وهلو سره نه یواځې دا چې تلیفون خلاصیږي، بلکې نور ډيرو اسانتیاو ته هم له همدې بټنې لاسرسی کیږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.