ډاکتر عبدالله: حزب اسلامي سره د سولې مخالف نه یم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې نه مخالف دی او نه یې په اړتشویش لري.

ډاکترعبدالله نن د وزیرانو شورا ته په خبرو کې وویل چې سوله د افغانستان د خلکو لپاره جدي اړتیا ده او ده د حزب اسلامي سره د سولې خبرې په جدیت او علاقمندۍ سره تعقیب کړي دي.

هغه وویل: «په دې ورځو کې داسې تبصرې کیږي چې زه د سولې مخالف یم او جګړه غواړم، خو زه د افغانستان خلکو ته اطمینان ورکوم چې د حزب اسلامي سره د سولې خبرې په جدیت، علاقمندۍ او خوشحالۍ سره تعقیبوم او له تېرو څو میاشتو راهیسې په متواتر ډول دغه جریان تعقیبوم او هم په کې دخیل وم».

دا په داسې حال چې د حکومت دننه یو شمېر سرچېنې وايي چې عبدالله عبدالله د حزب اسلامي سره د سولې هوکړه لیک په ځېنو مواردو کې اختلافات لري او یوه اونۍ وړاندې د سولې عالي شورا رییس پیر احمد ګیلاني سره یې خپل اعتراض هم شریک کړی دی.

تېره اونۍ ګډ حکومت چاوراکو او د حزب اسلامي استازو چې د سولې په مذاکراتو کې یې ګډون کړی و، ویلي وو چې د حکومت او حزب اسلامي استازي د سولې د هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته نېږدي شوي دي.

خو یوه ورځ وروسته انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل چې د سولې هوکړه لیک د حکومت دننه د اختلافاتو له کبله ځنډیدلی دی.

هغه زیاته کړې وه چې ټاکل شوې وه چې د سولې هوکړه لیک به د اختر څخه درې ورځې وړاندې د جمعې په ورځ لاسلیک شي خو هغسې ونشول.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.